یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeسپورتد افغانستان د ۲۰ کلونو ټیم پنځم شو

د افغانستان د ۲۰ کلونو ټیم پنځم شو

تاند- د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د ترکمنستان لوبډلې ته ماته ورکړه. د افغانستان او ترکمنستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلو نن د سرطان د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د قرغیزستان په جلال اباد ښار کې د منځنۍ اسیا د ۲۰ کلنو د فوټبال په سیالیو کې د پنځم مقام لپاره سیالي وکړه.

په دې لوبه کې دواړه ټیمونه په عادي او اضافي وخت کې ۰-۰ مساوي شول خو افغان لوبډلې په پنالټي شوتونو ۹-۸ سیالي وګټله او د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو د فوټبال په سیالیو کې یې پنځم مقام خپل کړ.

د افغانستان، ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې د منځنۍ اسیا د ۲۰ کلنو د فوټبال په سیالیو کې ګډون لري او په دوو ګروپونو کې یې درې ټیمونو برخه اخیستې وه.

د افغانستان لوبډله د دې سیالیو په «الف» ګروپ کې د قرغیزستان او تاجکستان د فوټبال له ۲۰ کلنو ملي ټیمونو سره یوځای وه لومړۍ دوې مسابقې یې وبایللې خو  یوازې د ترکمنستان د فوټبال له ټیم سره په پلې اف کې بریالی شو او پنځم ځای یې خپل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب