Homeخبرونهملامتقي د یوناما مشرې نه د دوحې د بحثونو د دوام او...

ملامتقي د یوناما مشرې نه د دوحې د بحثونو د دوام او تعقیب غوښتنه کړې

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې هغه دې د دوحې د درېیمې ناستې بحثونه تعقیب کړي.

د ملا متقي دفتر وایي، هغه په دغه کتنه کې هیله څرګنده کړې، چې د دوحې درېیمې ناستې له ترسره کېدو وروسته د مالي او بانکي بندیزونو او د نشه یي توکو د بدیل معیشت په اړه پرمختګ رامنځ ته شي.

سرچینه زیاتوي، چې د یوناما مشرې په دغه کتنه کې ويلي چې د دوحې۳ مې غونډې د بحثونو د تعقیب په موخه به د طالبانو د رژیم له اړوندو ادارو سره له نږدې کار ته دوام ورکړي.

هغې زياته کړې؛ په کار ده، چې له دوحه۳ وروسته یې د بحثونو په اړه کابل کې د ډیپلوماتیکو حلقاتو سره پوهاوي خپرولو ناستې ترسره کړو.

د دوحې ناسته کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو څخه د طالبانو د رژیم د استازو لویه غوښتنه دا وه چې د بانکي بندیزونو د لیرې کولو تر څنګ دې د نشه یي توکیو پر ضد مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...