شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سالنګ لارې د بیا جوړیدو اعلان او له تګ راتګ کوونکو...

د سالنګ لارې د بیا جوړیدو اعلان او له تګ راتګ کوونکو د ټولګټو وزارت غوښتنې

تاند ( جمعه، د سرطان ۲۲ مه) د ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لويې لارې د درېيو برخو پاتې کار او د بيارغونې چارې یې پيل کړې دي.

یاد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې د ټرانسپورټي چارو د تنظيم لپاره له باربري، مسافربري او ټرانسپورټي وسايطو له چلوونکو یو شمېر غوښتنې کړي.

سرچینه زیاتوي:د ۱۴۴۶ هـ. ق کال د محرم الحرام په ۱۹ مې نېټې چې د ۱۴۰۳ هـ. ش. کال د زمري (اسد) مياشتې له څلورمې نېټې سره سمون لري پر يا د مسير د تګ-راتګ پرمهال په لاندې ډول، وخت او نوبت په پام کې ونيسي.

له کوچنیو وسایطو غوښتنه شوې، چې د سالنګونو لویې لارې اړوند د کار په ساحه کې د دوی لپاره پر رغول شوي مسير  د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه د مازديګر تر ۶:۰۰ بجو پورې هره ورځ د دواړو خواوو تګ راتګ وکړي.

د باروړونکو او غټو مسافر وړونکو وسایطو په اړه ویل شوي، چې په نوبتي ډول دې د مازديګر له ۶:۰۰ بجو څخه د سهار تر ۶:۰۰ بجو يوه شپه له شمال څخه جنوب لورې ته او بله شپه له جنوب څخه شمال لورې ته په اصلی مسیر  تګ وکړي.

ویل شوي، چې کوچنیو مسافروړونکو وسایطو ته د شپې په دغه وخت د تګ را تګ اجازه نه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب