شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان بیا له ټي ټي پي سره د سولې خبرې رد کړې

پاکستان بیا له ټي ټي پي سره د سولې خبرې رد کړې

تاند ( جمعه، د سرطان ۲۲ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره د دوی د حکومت د سولې په اړه د افغانستان د واکمن رژیم غوښتنه رد کړې.

نوموړې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دوی له ټي ټي پي سره د خبرو کوم پلان نه لري.

دا خبره داسې مهال شوې، چې تازه پاکستاني رسنیو افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر اعلان کړی.

د دغه سفر نېټه تراوسه مشخصه نه ده، خو ګومان کیږي چې یو مهم بحث او هدف به یې په افغانستان کې د ټي ټي پی د ادعا شوي حضور په اړه طالب چارواکو سره خبرې وي.

ډار څو ورځې مخکې وویل، چې د کابل رژیم له چارواکو یې غوښتي چې د ده په وینا افغانستان نه د ټي ټي پي غړي وباسي.

د طالبانو رژیم د نوموړي څرګندونو او دغه راز د هغه د ویاندې تازه خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره کابل د اسلام اباد او ټي ټي پي د خبرو کوربه و، خو دا خبرې ظاهراً بې پایلې وې.

اسلام اباد د کابل طالب واکمنان د ټي ټي پي په ملاتړ او ورته په پناه ورکولو تورنوي، خو د کابل واکمنان دا تورونه بې اساسه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب