پنجشنبه, سپتمبر 5, 2024
Homeخبرونهد ګیله من وزیر پر وژل کېدو د ولسونو خپګان او د...

د ګیله من وزیر پر وژل کېدو د ولسونو خپګان او د پاکستاني رسنیو چوپتیا

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) په داسي حال کې چې کابو درسته کوزه پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، مدني فعال او شاعر ګیله من وزیر پر وژل کېدو غمجن دی، پاکستاني رسنیو حتي د نوموړي نوم هم نه دی یاد کړی.

ګیله من وزیر په دې شهرت ترلاسه کړی و چې د بشري او مدني حقونو لپاره یې فعالیت کاوه او له پښتنو سره یې د مینې او ملتپالنې شاعري کوله.

ګیله من وزیر د جولای په اوومه (یکشنبه) په اسلام اباد کې د څو کسانو له لوري په مرګ ووهل شو، درې ورځې په پریمر روغتون کې بستر و او بالاخره تېره شپه په حق ورسید.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه شاوخوا یوه بجه د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ له روغتونه بهر د پي ټي اېم غړو او پلویانو ته په وینا کې د وزیر مړینه تایید کړه.

پښتین وویل چې وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې د یوه تن له لوري، چې ازادخان دواړ نومېږي او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو پر سر وهلی و.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري.

پښتین د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د غورځنګ غړو او پلویانو ته په وینا کې وویل چې د ګیله من وزیر د درملنې پوره هڅه یې وکړه او ان د جولای پر ۱۰مه له امریکا څخه ورغلیو ډاکترانو هم د هغه معاینه وکړه خو هغه بچ نه شو. زموږ د وطن، زموږ د ملت پر یو لوی اتل باندې ګوزار دومره سخت شوی وو چې د هغه علاج ناممکن حد ته رسېدلی و.”

ده دا هم وویل چې ګیله من وزیر یې په غورځنګ کې “تر ټولو نژدې ملګری” و.

د ګیله من وزیر جنازه نن (پنجشنبه) سهار له اسلام اباد څخه وزیرستان ته روانه کمړل شوه.

پي ټي ایم اعلان کړی چې ګیله من وزیر به سبا (جمعه) په مازدیګر څلور بجې د شمالي وزیرستان د رزمک په اسدخیلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

د ګيله من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم و. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی و.

هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسله هم غږېدلی او د پاکستان پر امنيتي مسایلو یې هم نیوکې کولې.

وزیر په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې تورونو نیول شوی و. هغه د ۲۰۲۴م کال په فبرورۍ کې تر شاوخوا اته میاشتې زندان وروسته خوشې شو.

په داسي حال کې چې په خواله رسنیو کې بې شمېره خلک د ګیله من وزیر پر شهادت خواشیني ښيي، د ده ویدیوګانې او عکسونه خپروي خو پاکستاني رسنیو، چې د آی ایس آی تر اغېز لاندې دي، حتي د ګیله من وزیر د مړینې خبر هم نه دی خپور کړی.

د پخواني ولسمشر اشرف غني خواشیني

په ژور درد او افسوس د مبارز شاعر ګیله من وزیر پر شهادت د هغه ځوانیمرګ کورنۍ، دوستانو، ملګرو او ملت ته تسلیت وایم.
ګیله من د یوه ریښتیني وطنپال په توګه تر پایه پر خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وباښه.
د ګیله من شهید وطنپالنه به راتلونکو نسلونو ته دده په شعرو کې رسېږي او تلپاتې به ځلېږي.
انالله وانا البه راجعون.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي خواشیني
په ډیر افسوس چې با احساسه او خوږ ژبی شاعر ګیله‌من وزیر له دې نړۍ سترګې پتې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد ګیله من وزیر کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره متوفی ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.

 

د افغانستان د جمهوري غوښتونکي خوځښت ویر

د ملي ماتم او ژورې خواشینۍ په شېبو کې خبر راورسېد، چې د پښتونژغورنې د غورځنګ یو فعال مبارز، شاعر او افغان ولس ته یو محبوب ځوان ګیلامن افغان وزیر له هغو ټپونو څخه، چې د افغان ولس دوښمنانو وررسولي وو، شهید شو.

انالله و اناالیه راجعون

په معاصر تاریخ کې ډېر کم کسان د دغه مظلوم شهید ملي محبوبیت ته رسېدلای شي. شهید ګیلامن د ریښتینې ملي مبارزې یوه عظیمه الګو او تاریخي نښه ده. ده په هغه ارمان او هدف سر کېښود، چې د دوښمن د خوني سترګو تر وړاندې یې تر بل هرچا په اوچت او رسا غږ راپورته کړی و.

ده تر پایه د افغانانو د ملي بیرغ پرتم هسک وساته، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې د افغانژغورنې او ویښتیا غږ پورته کړ. ده د شعر، وینا، ترنم او هرې بلې اغېزناکه وسیلې په مټ د ولس د یووالي، راخوځولو او په خپل برخلیک حاکمولو لپاره مبارزه وکړه او دا دی د همدې لارې شهید شو.

خوځښت ټول افغان ولس، ملتپالو ځوانانو او د ګیلامن په ویر هرغمجن هېوادوال ته د دغه نومیالي مبارز د ارمانونو د تداوم او د هغه راپیل کړې مبارزې د غځولو غږ کوي. موږ باور لرو، چې که د افغانانو د ژغورنې لپاره له استبداد، تحجر او اوسمهالي ښکېلاک سره د یوې عملي مبارزې او ولسي پاڅون په لاره کې هرګام اخلو هماغومره به د شهید ګیلامان اروا ارامه او خوښه ساتو.

موږ د هغه له ټولو خواخوږیو غوښتنه کوو، چې د ریښتیني دوښمن په پېژندنه او عدالت ته ورسپارنه کې هڅه وکړي، خو په پوره هوښیارۍ دا هم په پام کې ولري، چې ټولو افغانانو ته د دغه محبوب مبارز د وژنې ښکېلاکي دسیسه دوښمن ته دا موقع ورنه کړي، چې خدای مه کړه په افغانانو کې بدۍ او دوښمنۍ ته لمن ووهي.

موږ په داسې شېبو کې، چې د ګیلامن ویرجنې کورنۍ، د پښتونژغورنې مشرتابه، ملګرو او ټول افغان ولس ته په دغو غمجنو شېبو کې تسلیت وایو، ډاډ ورکوو، چې د یوه هملاري او همفکره ملي خوځښت په توګه په ټول توان د دغه ویاړلي شهید ارمانونه پالو او لاره به یې روښانوو.

خدای دې وبښي، اراو یې ښاد!

14 COMMENTS

  1. که چیرته جمهور ریس اشرف غني لکه جمهور ریس حامد کرزی په هیواد کې د خلکو د سوکالي، امینت، په مقصد پاته شوی وای او لکه نر تسلیم شوی وای اوس به ده هم حتی ګیله من شهید هم نه شوای ویلای. جمهور رئیس غني چې با عزته سوله غوښته خو همدا یې ویل، خدای خبر چې تسلیم شوي حامد کرزي به د همدې یوې اعلامیي د لیکلو او خپرولو د اجازې له پاره څومره دروازې ور ټکولې وي. اوس به ورته دا پته هم لګیدلي وي چې د تسلیمي او غلامي تر ژوند، تیښته هم غوره وه.

  2. زه ډیر پرې غمجن او زړه مې نری شه ، نالت د پاکستان په قاطل او مذدور رژيم چې دپښتنو حق خوري ، خو دا ظلم په خلته او کڅوړه کې نه ځائيږي اخر به پرده څیرې او پښتانه به سره یو شي ،اوس عجیبه داده چې طالبان به داسې ظلم ته څه وایې !!

  3. سلامونه،
    که دا خبره رښتیا وي چې ،آزاد !دوړ نومي او لڼډغرو ې دا جنایت کړی وي ،دا نو دپښتنو په نامه بل داغ دی چې په زندان کې شکنجې هم دوی ورکړې وې ؛ لعنت دې وي په داسې بیشعوره سیاسی تجارانو
    الله دې غیبي سزا ورکړي او د ګیله من د مور او میرمن او اولادونو له زړونو دې خبر او پر بتر درد وکړوی
    آمین. فارسی کی وایی ” از ما است که بر ماست!!

  4. د باچا خان عدم تشدد مبارزی تر نیمی بیړی زیاتی څه نتیجه ورکړه؟ عدم تشدد مبارزه نن سبا آنټن نه ورکوی. څلویښت میلونه پښتانه په پښتونخوا کی دی تر شلو میلونو زیاد په افغانستان کی تر څو به همداسی یو پر بل پسی وژل کیږی. نور بس ده وسله را واخلی، متحد شی لوی افغانستان تر لاسه کړی غلیمان خپل وځپی ټول مردار کړی که طالب غلام د پنجاب وی او یا د پنجابیانو نور غلامان ـ

  5. د پښتنو دښمن غربي اروپا ده، د خبیث سویسی جنرال «شتاهل» خبره ماته ۱۹۹۰ کال کې چه که پښتانه نه بنیادمېږي، له مینځه وړل کېږي، سخت غبرګون سره ترې لاړم خو د هر یو پښتون په قتل کې د غربي اروپایي لاس ګډ دی! دوی زیات غلامان لري!

  6. ۲ خبری:
    ۱ – د ظلم او استبداد هر بی ګناه قربانی شخص د خواخوږی او همدری وړ دی ( ښه ځوان ۇ، خدای دې په شهیدانو کی حساب کړی).
    ۲ – ګومان کوم په قوم وزیر او قرینه ئې ” ګیله من یا ګیله مند ” وه.
    معنی:
    د حال په ژبه ئې فریاد ایستی چی د پنجابی او انګریز په نسبت د خپل پښتون ورور څخه ګیله من ؤ ( پښتون قام ممکن ډیر سخت دښمنان ولری خو هر پښتون په خلوت او یوازیتوب کی همیشه دا سرود ږغوی چی د خپل پښتون پلاس خوار سویدی ).
    سند:
    شاید در ته د هضم وړ نه وی.

  7. دا هم بایدي ووایم چه د سویسی جنرال «شتاهل» خبره ماته ۱۹۹۰ کال کې چه که پښتانه نه بنیادمېږي، دا مانا لري چه که پښتانه غرب ته سر کوز نکړي او د غرب امر ؤ نه مني ! او دا ثابته او ټینګه خبره ده چه د تاریخ په اوږدو کې پښتانه هېڅ یو قدرت ته لکه اسکندر خبیث او اروپایان او ورپسې انګریزان یې پرېنښودل چه د ګرمو اوبو له لارې آسیا ته داخل شي!

  8. نه یواځې د پاکستاني رسنیو چوپتیا بلکې د پنجابي سپیو طالبانو هم غږ نه خیژي. لعنت پداسې تش په نوم افغانیت او اسلامیت چې دې داړونکو ځناورو طالبانو خپل کړی.

  9. اصلي نوم یې حضرت نعیم ، چې په شعرونوکې یې « ګیله من » تخلص کاوه ، نوموړی د پښتنو د داعې او له انګلیس نه د آزادۍ غوښتنې لارې ملي اتل مشهور ایپې فقیر له لمسیانو نه و. د هغه په رګونو کې د خپل زړور او مبارز نیکه وینه بهېدله . له لوی افغانستان او ملي بیرغ سره یې د زړه له کومې مینه درلودله. د شمالي وزیرستان د اسدخېلو اصلي اوسېدونکی و.
    کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو ، ګیله من وزیر په بحرین کې کار او مزدوري کوله . نوموړي د غورځنګ د ملاتړ لپاره تبلیغات کول او مالي مرستې راټولولې ، چې په 2020 م کال کې د پاکستان د دولت په غوښتنه په دې اتهام چې له ترهګرو سره مالي مرسته کوي لومړي د بحرین دولت بندی کړ او بیا پاکستان ته ولېږل شو او له پاکستانه ممنوع الخروج اعلان شو.
    په پاکستان کې ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی شو ، چې د همدې فعالیت او د مظلومو پښتنو له هغو کورنیو سره چې د کورنۍ غړي یې د پاکستان له خوا بندي ، ورک او وژل شوي و، له امله د 2023 م کال د مې په 5 د پاکستان دولت له خوا په بنو کې د پي ټي ایم له څو نورو غړو سره هغه وخت ونیول شو، چې په واڼه کې د خپل تحریک د وژل شوي مخکښ عارف وزیر د وژنې په ضد یې احتجاج کاوه، . ډېره موده لادرکه وو، د غورځنګ دهڅو اولټولو په پای کې له لسو میاشتو حبس، ظالمانه شکنجو اوځورونې وروسته د 2024 کال په فبروري کې په ضمانت راخوشې شو. په پاکستاني زندانونو کې سخت غیر انساني شکنجه او ځورول شوی وو. پر بدن یې د شکنجو نښې تر مرګه پورې پاته وي .

    د پښتون ژغورنې غورځنګ دا ننګلیالی او زړور فعال د 2024 کال د جولای په 7 په اسلام آباد کې د لمانځه له اداکولو وروسته کله چې له جومات نه راووت ، ظاهرا د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یو غړي آزاد دوړ په مشرۍ د 10 ، 12 کسانو له خوا په چړو او لرګیو ووهل شو. دهغې شدیدې ضربې له امله چې په سر وهل شوی و، درې ورځې دکوما په حالت کې د اسلام آباد په یوه روغتون کې د خپلو ملګرو له خوا تر تداوي لاندې وو. د جولای په لسمه د ژورو ټپونو له امله د شهادت لوړې درجې ته ورسید . د هغه جنازه زرګونو پښتنو ځوانانو د 2024 د جولای په 11 د له اسلام آباده تر پېښور ، بنو او خپل کلي شمالي وزیرستان پورې بدرګه کړه ، چې د جولای په 12 د جمعې په ورځ به د هغه جنازه خاورو ته وسپارل شي .
    له ګیله من وزیره پنځه ماشومان پاته شول ، چې درې نجونې او دوه زامن دي . نوموړي د شپږو خویندو او دو ورونو کشرۍ ورور وو، ورونه یې له پاکستان نه دباندې کار کوي ، مور یې ژوندی او پلار یې وفات شویدی.
    ګیله من وزیر عالي تحصیلات نه ووکړي ، خو د هغه فوق العاده استعداد او ذکاوت درلودلو له امله ډېر ښکلي ، منطقي او له وطندوستي احساس ډک شعرونه ویلي دي اوکوم څه به یې چې ویل ، هغسې عمل یې هم پرې کړی دی .
    ګیله من وزیر د خپلواکۍ لپاره “شهادت” قبول کړ خو سر یې ټیټ نه کړ.
    منظور پښتین وروسته له دې، چې د ګیله من وزیر د مړینې خبر خپور کړ، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې: ” هغه زما په ژوند کې تر ټولو ما ته نږدې، خوږ او وفادار ملګری، یو پیاوړی ننګیالی د خپلواکې او افغانیت مبارز و”.
    نوموړي ګیله من وزیر د افغانانو او پښتنو د رښتوني ترجمان په توګه یاد کړی او ویلي یې دي، چې هغه په خپلې مبارزې کې صادق او زړور و
    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي: «نورې قربانۍ ورکوو، سل زره سرونه به مو لاړ شي، خو له خدای پرته به د دنیا هیڅ طاقت ته سر ټيټ نه کړو.»
    نوموړي دا خبره څو ګړۍ مخکې د پېښور بډه بېره کې د دې غورځنګ د وژل شوي غړي ګیله من وزیر تابوت ته راټولو شویو خلکو ته وکړه.
    پښتین په خپله وینا کې دغه راز زیاته کړه، «د وطن خاوره په غلې پاتې کېدو نه ترلاسه کیږي او د وچ مټ په زور به یې ګټو
    د ګیله من وزیر مړینې زرګونه افغانان خپه کړي او له ډېرو پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
    د یادولو ده، چې ګیله من وزیر د سیاسي مبارزې ترڅنګ شاعري هم کوله، چې د افغان وطن او ولس روانې ستونزې په کې بیان کړي دي

    • شاھين صيب ,سلام عليک!
      په ډېر معذرت سره يوه ټکي ته ستاسو توجه راګرزوم ھغه داچې ما د ګيله من له خولي دا خبره اورېدلې ده چې ھغه وايې : زما اصلي نوم کور او کلي کي “غيرت” ؤ حضرت نعيم يې د شناختي پاس لپاره غوره کړي ؤ.
      ډېره مننه

      • وعلیکم والسلام ورحمته الله وبرکاته
        له علي جان ورور نه ډېره مننه ، ستاسو معلومات کاملا سم دي .
        په هر حال سره ، ګیله من وزیر ته د الله تعالی جنتونه په نصیب کړي . کورنۍ او ټول افغان ملت ته د زړه صبر غواړو.
        الله تعالی دې د دغه پاک شهید د وینو له برکته ټول لر اوبر افغانان سره یو کړي. د دوی دښمنان د ذلیله ، ناکام او مختوري وي . آمین

  10. ډېره مننه ، افغان صاحب ، کوم معلومات چې مونږ د شهید ګیله من په هکله غوښتل ، تاسو په ډېر تفصیل سره وړاندې کړیدي . سلامتي او بریا موغواړو.

  11. ګیله من وزیر دی الله ج اوبخښې او د آخرت سفر ورته اسانه کړي. د ما په اند سیاسي لوبې په خپل ذات کې بدرنګه او ناولي وئ. دا لوبه د شطرنج د لوبې په څیر په تدریجې ډول مخ ته ځي. د ګیله من وزیر شهادت د دغې لوبي لومړي حرکت وو. دا خو ټولو ته ښکاره دي چې، قاتلانو په ډیر منظم ډول د ای آیس ای په لارښوونه ګیله من له مخې لرې کړ. عجیبه خو دا دي چې، د ګیله من قاتلین ای آیس اي افغانستان ته په هغه شپه اړولي او اوس د حقانیانو په یوه میلمستون کې اوسیږي. پلان داسې دي چې ، پښتانه خو احساساتي دي نو د دغه عمل په وړاندي به عکس العمل ښکاره کړي او د پنجاب ناولي پوځ چې، همدا اوس د امریکا د لسمې فرقه د خاصو ځواکونو سره په ګډو نظامي تمرینو اخته دي لاس به د ډیورنډ د فرضي کرښي په اوږدو کې په یو لړ نظامي عملیاتو پوري او دا سیمې به تخلیه او دلته به د داعش او نورو افراطي ډلو جنګیالي ځاې په ځاى کړي.له دغو ګروپونو څخه به د روس، ایران او چین د بې ثباته کولو په لار کې ګټه پورته سئ. د خواشینې ځاې دا دي چې، بدبخته پښتانه به د دغې ناولي لوبي قربانیان وئ.

  12. محترم شهید ګیله من وزیر ته د خدای پاک څخه جنت ارزو کوم زه کاملآ اطمنان لرم چی دا غښتلۍ لوړ شخصیت په شفاخانه کښی د ای ایس لي له خوا شهید شوۍ دی بلی پنجابیان همیش د صادقو افغانانو دوښمنانو وو او دی ، دی انګلیس چوچه پنجابیانو د افغان غیرتی ملت بربادی لپاره مسلسل رنګا رنګه هلی ځلی کړی دی او اوس هم په لګیا دی د مثال په توګه د ژبو او مذهبونو په اساس د تفریقی لپاره د تنظیمونو ایجادول او د خپلو پلیتو پلانو لپاره ددوی تربیه کول ، لپاره ددی چی د شیطان انګلیس چوچه کاملآ مطمئین وی نو د کوچنیوالی څخه تربیه شوی قادیانی چړیان ئی هم څنګ کښی ساتلی او اوس ئی دوهم ځل لپاره د غلیسی امریکا په کومک د افغان ملت په اوږو سپاره کړۍ شول چی ددوی په وسیله افغان نسل بی سواده شی او افغان ملت وږۍ وساتل شی اما سربیره ددی ټولو مردودو او خائینو هلو ځلو بیاهم پنجابیان په خپلو پلیتو پلانو کښی نشی بریالی کیدۍ ولو که په زرهاو بی همته او بی غیرته تش په نانمه پښتانه د وزیرو ، مسودو ، افریدیو ، مومندو . شنوارو او نورو نورو تر نامو لاندی اصیل پښتانه پری وځپی هم !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب