دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې ۴۴ زره افغانان دې ته انتظار دي چې درېیم...

په پاکستان کې ۴۴ زره افغانان دې ته انتظار دي چې درېیم هیواد ته به واستول شي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې لږ تر لږه ۴۴ زره افغان کډوال درېیو هېوادونو ته د لېږدېدو په تمه په پاکستان کې منتظر دي.

د دغه وزارت په وینا دا هغه پناه غوښتونکي دي چې د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې وروسته دغه هېواد ته ورغلي او د دوی د کډوالۍ دوسیې په لوېدیځو هېوادونو کې منل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن (د پنجشنبې په ورځ د سرطان په ۲۱مه) په اسلام اباد کې په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې له دغو کډوالو څخه ۲۵ زره یې امریکا، ۹ زره یې استرالیا، ۶ زره یې کاناډا، ۳ زره یې جرمني او پاتې  زر تنه بریتانیا ته ځي.

آغلې بلوچ زیاته کړه، «موږ له هغوی څخه وغوښتل چې د دغو کسانو د انتقال لپاره د ویزو د تصویب او صادرولو بهیر چټک کړي، څو هغوی ژر تر ژره روان شي.»

هغه افغان کډوال چې د لویدیځو هیوادونو له خوا منل شوي معمولاً میاشتې او کلونه په پاکستان کې د لیږد په انتظار کې وي.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لوی کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د لېږد بهیر چټک کړي.

ښاغلي ګراندي له شهباز شریف څخه وغوښتل چې د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي.

دغه هېواد ته د کډوالو د لویې کمېشنرۍ له سفر وروسته د پاکستان کابینې اعلان وکړ چې د ۱.۴۵ میلیونه افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یې د یوه بل کال لپاره وغځوله. د دې پرېکړې پر بنسټ، د POR کارت لرونکي کډوال کولی شي د ۲۰۲۵ د جون تر دېرشمې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

خو ممتاز زهرا بلوچ څرګنده کړه چې هغه کډوال چې د اوسېدو اسنادو نه لري له پاکستانه ایستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب