شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeسپورتافغان لوبغاړي حلال خواړه نه شی موندلی

افغان لوبغاړي حلال خواړه نه شی موندلی

تاند- د افغانستان د کرکټ ټیم په بارباډوس کې له یوې عجیبې مسلې سره مخامخ دی او هغه دا ده چې دوی ته حلال خواړه په لاس نه ورځي او مجبوره دي چې خپل خواړه په خپله پاخه کړي.

د سپورټس ټک (Sports Tak) پر اساس، دا ستونزه د هند پر وړاندې د مهمې سیالۍ لپاره د افغان لوبغاړو چمتووالی له خنډ سره مخامخولی شي ځکه چې لوبغاړي په ښار کې له ځایی خلکو څخه پوښتنې کوي چې چیري حلاله غوښه موندلی شي او دا کار په باربادوس کې ګرانه دی.

دوی دا مسله په سینټ لوشیا کې نه درلوده چې ټیم د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبه کوله، مګر په بارباډوس کې شیان دومره اسانه نه دي.

د افغانستان او هند مسابقه (د افغانستان د ماښام ۷ بجې) پیلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب