شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهسوات کې د قرانکریم د سپکاوي په تور د یوه سېلاني وژل...

سوات کې د قرانکریم د سپکاوي په تور د یوه سېلاني وژل کېدل

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) د پښتونخوا د سوات په مدین سیمه کې له پنجابه یو ورغلی سېلاني د قرانکریم د سپکاوي په تور د ځایي خلکو لخوا وژل شوی.

راپورونه ښيي، چې دغه کس له پنجاب څخه دغې سیمې ته ورغلی و، خو نه ده معلومه چې مسلمان که غیر مسلمان و.

یاد شوی کس سېلاني او په یوه هوټل کې مېشت و، چې د یوه کس لخوا د قرانکریم په سپکاوي تورن شوی او ژر ورپسې جوماتونو کې اعلانونه شوي او خلک یې وژلو پسې وتلي.

د راپورونو له مخې، د دغه کس د وژلو لپاره پر راوتو قهرجنو خلکو پولیسو ډزې کړي، چې ۳ تنه یې ټپيان دي.

د پېښې په اړه د څېړنو خبر ورکړل شوی، خو لا یې جزیات نه دي څرګند شوي.

د پاکستان تر واک لاندې زیاتو سیمو او له هغې ډلې پښتونخوا کې وخت په وخت د مذهبي سپکاویو په نوم د ورته وژنو خبرونه ورکول کیږي.

1 COMMENT

  1. د یوی ټولنی د اکثریت وګړو عقائدو ته توهین او سپکاوی ( مثلاً قرآن ته سپکاوی ) د یو ناروغ کس کړنه ده بناءً د یو څو احساساتی او خښمیدلو کسانو پلاس د یو ناروغ کس وژل هیڅ حقوقی – مدنی – شریعی جواز او توجیه نلری بلکه دا ډول مسائل باید د یوی صلاحیت لرونکی محکمی او طبی – روحی پوهانو لخوا وڅیړل سی او وروسته ئی په اړه فیصله صادره شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی