دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهد ایران او طالبانو دیپلوماتیک ټکر او تهران ته د صلاح الدین...

د ایران او طالبانو دیپلوماتیک ټکر او تهران ته د صلاح الدین رباني سفر

تاند ( جمعه، د چنګاښ یا سرطان لومړۍ) تر هغې وروسته، چې د طالبانو رژیم سره د ایران د دیپلوماتیک ټکر خبرونه ورکړل شوي، راپورونه ښيي چې ایران پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه خپل یو افغان متحد صلاح الدین رباني ته د تهران د سفر زمینه برابره کړې ده.

صلاح الدین رباني، چې پلار یې د جمیعت ګوند موسس او څو کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شوی و، طالبانو سره د نږدې کیدو له هڅو نهیلی شوی او اوس یې د جمیعت ګوند په مشرۍ د خپلو پاشل شویو متحدانو د بیا نږدې کولو هڅې پیل کړې دي.

هغه چې په پرځیدلي جمهوري نظام کې څه موده د بهرنیو چارو وزیر هم و، د جمیعت ګوند د مشرۍ په سر ورسره د دغه ګوند د یوه مشهور قومندان عطامحمد نور په ګډون ځینې نورې څېرې اختلافات لري.

عطا محمد نور څه موده مخکې له صلاح الدین رباني سره د لیدنې او دغو اختلافونو د ژر حل خبر ورکړی و، خو داسې ښکاري چې لا د دغو ناندریو په حل نه دي توانیدلي.

صلاح الدین رباني د شمال ټلوالې د ډېرو نورو مشهورو څېرو په شان په ترکیه کې ژوند کوي.

هغه د مخالفانو لخوا یې تورن دی، چې طالبانو ته یې تر ډېره په قدرت کې د شریکیدو تمه او د همدې تمې لپاره خاموشي غوره کړې وه، خو اوس لیدل کیږي چې د ایران په ملاتړ یې په دغه هېواد کې د خپلو مېشتو پخوانیو ملګرو د انسجام هڅې پيل کړې دي.

صلاح الدین رباني داسې مهال ایران ته په سفر تلی، چې تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي باقري له خپل طالب سیال ملا امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې لرلې.

دا خبرې د دوحې د روانې میاشتې د ناستې په درشل کې شوي.

تاند ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، ایراني وزیر په دې خبرو او تر دې مخکې هڅو کې غوښتل چې طالبان له دغې ناستې سره لږې همکارۍ او پر ځای یې خپلو سیمه ییزو متحدانو سره ډېر تعامل ته وهڅوي، خو طالب وزیر نوموړي ته ویلي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه د هیڅ هېواد په ګټه نه ده.

طالبانو له دوحې ناستې مخکې په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې د یو شمېر هېوادونو جوړې شوې ناستې ته خپل پلاوی نه و استولی، چې د دغو هېوادونو د خپګان سبب شوی.

ایراني چارواکو او طالبانو تهران ته د صلاح الدین رباني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

مخکې طالبانو له هېوادونو غوښتي وو، چې مخالفانو ته یې د دوی خلاف د فعالیتونو اجازه ورنه کړي.

1 COMMENT

  1. ملاصلاح الدین رباني د جمعیت په ګوند کې هېڅ ډول صلاحیت نه لري . لاتر اوسه د خپل هغه ورور چې په کانادا کې اوسي ، د پوښتنو او انتقادونو ځواب نه دی ویلی .
    خور یې په دوبۍ کې د رباني د کورنۍ مشهور هوټل کې د سکس کاروبار ته دوام ورکوي .
    د لنډغرو د چور ، چپاول ، غلا او فساد کیسې لاتراوسه د افغانستان د ولس له هېره نه دي وتلي .
    ملا صلاح الدین د خپل ماموریت په وخت کې چې د افغانستان دباندېنیو چارو وزیر وو ، کوم ګلان وکرل ، چې اوس به یې وکري . ایران کرار کرار غواړي د افغانستان په وړاندي خپله شیطاني منحوسه څهره نړیوالو ته وښیي .

    Watan dost په نوم د فېسبوک له پاڼې دا لاندې معلومات تاسوته وړاندې کیږي
    د برهان الدین رباني لور فاطمه ربانی د فیشن ننداری تـه ووتـله
    تاند – د افغانستان دوژل شوي زورواکي برهان الدین رباني لور فاطمه رباني د فيشني کالیو او د ښکلا د توکو نندارې ته ووتله. د هارپر بازار په نامه د فيشن د امریکایي مجلې اړوند هارپر بازارعربیه انټرنيټي خپرونې د روان /2016/
    کال د ډسمبر په (6)مه د انا براډي یوه لیکنه خپره کړې چې په کې د فاطمې رباني او د هغې د سهیلیوپه فيشني لباسونو ملبس عکسونه خپاره شوي دي. دغه لیکنه
    د ډسمبر د 8 –10۰مې پر وخت په دوبۍکې د افغاني کالیو او ښکلاییزو توکو د نندارې په هکله معلومات وړاندې کوي. فاطمه رباني په زینه د راښکته کيدلو پر وختپه لیکنه کې راغلي چې فاطمه رباني په ماشومتوب کي د جګړو له امله له خپل هيواد څخه ووتله، پاکستان ته لاړه او بیا له هغه ځای څخه لندن او وروسته دوبۍ ته لاړه. هارپر بازار عربیه لیکي چې فاطمه له خپل هېواد سره ډيره مینه او علاقه لري.فاطمې رباني هارپر بازار مجلې ته ویلي چي د هغي پلار له وطن سره مینه لرله، نه یي غوښتل چې له افغانستان څخه وځي، راکټونه به راتلل او هغوی به ترې په تلخونه کي پټيدل. مجله د فاطمې له قوله لیکی چې اوس هغه له خپلې ملګرې ایمان سریا ناظمي سره په ګډه په دوبۍ کې د لاجوردو او زمردو د صیقل کولو کار کوي چې د نړیوالو مشتریانو لپاره لا ډير جذاب وګرځي. ویل کیږي چې د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمير جیګ پوړي پاتي شوني په افغانستان کي د قيمتي کاڼو په ناقانونه را ايستنه او قاچاق کې لاس لري.
    فاطمه رباني له نورو فيشنیانو سرهد افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو سیاسي جریانات ښیي چې د فاطمې پلار برهان الدین رباني له ګلبدین حکمیتار او یو شمير نورو سره یو ځای په (1970) مو کلونو کې په افغانستان کې
    د سردارمحمد داودخان د جمهوري نظام پر وخت چې په لږ وخت کې یي د افغانستان لپاره ډير پرمختیایي کارونه کړي ول راپورته شول، وروسته د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې )آی اېس آی( کش کړل او په پيښور کې یي روزنه ورکړه چې دوی هم په پوره اخلاص د سردار داودخان او له هغه راوروسته په افغانستان کې د شوروي پلوه واکمنیو پر ضد وجنګيدل. ویل کیږي چې برهان الدین رباني په افغانستان کي د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر ختميدلو وروسته په (1992) کال کي د پاکستان تر امر لاندې جهادي ګروپونو له خوا د هغه هيواد د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې د پيښور په ګورنر هاوس کې د ۴ میاشتو لپاره د افغانستان جمهور رییس وټاکل شو چې د صبغت الله مجددي له دوه میاشتني تمثیلي واکمني څخه وروسته د موقت حکومت مشري وکړي او انتخاباتو ته لاره جوړه کړي، خو د(4) میاشتو په پوره کيدلو سره هغه قدرت پرينښود او په (1994) کال طالبانو له کابل نه پسي واخیستلو بدخشان ته وتښتيد. نوموړی د (2009) کال د سپتمبر په (20) مه په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ووژل شو.
    او ده تـه دی شهید نوم ور کړی شو او بی شارمه لوری یئ فیشن شروع کړه اے ظالیمان افغانستان خو مو تباه او بر بـاد که تباه شی ظالیمانو.
    Mundigak افغان تاريخ
    د برهان الدین رباني د دورې پر مهال د ښځو پر مخ د علم د دروازو تړلو ملايي فتوا؛ ١٩٩٢ع

    په تفسیر احکام القرآن کې راغلي چې د نوي علومو لوستل په ښوونځیو کې ماشومانو ته او ځانګړي ډول جونو ته له دیني زدۀکړو ور هاخوا ممنوع دي. دا چې د ښځو لګښتونه ټول پر سړیو دي نو کسب، کار او بهر تګ ته هېڅ اړتیا نلري، یوازینۍ مکلفیت یې دا دی چې خاوند سره د کور د ننه همکاره اوسي. د ښځو کتابت او تعلیم حرامِ قطعي دی.
    (د سترې محکمې د مسلکي ټیم لخوا
    د برهان الدین رباني واکمنۍ کې د علماؤ فتوا د ښځو د زدۀکړو په هکله).

    لیکوال وایي چې د دغه مسلکي ټیم غړو د فتوا آخر کې د پورتني دلایلو په استناد کښلي:
    افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د اسلامي نظام لپاره یې ۱۴ کاله جهاد کړی دی؛ خو له تېرو ۱۶ میاشتو راهیسې بیا هم دفترونو، راډیوګانو او ټلویزیونونو او ښوونځیو کې ښځې او جونې شتون لري او ښار کې بې له حجابه ګرځي. له حکومتي او دولتي مسؤلینو جداً او اکیداً غوښتنه کیږي چې سمدستي آلهي احکام پلي کړي، په ځانګړي ډول ستر او حجاب! او ښځینۀ له دفترونو وشړي او د جونو ښوونځي چې د زنا او فحشا مرکزونه دي، وتړي.
    (د دارلافتاء د ریاست مسلکي ۱۱ کسه غړو امضاؤې)
    د “زنان افغان زیر فشار عنعنه و تجدد” له کتاب یوه وړوکې ژباړه. له ۴۲۲ تر ۴۲۶ پاڼې پورې.
    ياده فتوا دولت د جنګونو او نه خلاصيت له امله نه کړه عملي.
    سمون شریفي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب