شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونههند په ۴۷ منډو افغانستان ته ماته ورکړه

هند په ۴۷ منډو افغانستان ته ماته ورکړه

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو د اتو مخکښو لوبډلو د سیالیو په دوام کې تېره شپه هند افغانستان ته په ۴۷ منډو ماته ورکړه.

هند، چې پچه یې ګټلې وه، د میدان او پیچ شرایطو ته په کتو لومړی په خپله توپ وهنه یا بیټنګ وکړ. هندي لوبغاړو د ۸ ویکټو له بایللو او ۲۰ اورونو وروسته ۱۸۱ منډې وکړې.

راشدخان او فضل حق فاروقي، هر یوه ۳ – ۳ هندي لوبغاړي وسوځول. یو لوبغاړی نوین الحق وسوځاوه او بل رن اوټ شو.

په بیټنګ یا توپوهنه کې د افغانستان پیلګر لوبغاړي ژر وسوځېدل. رحمان الله ګوربز په ۸ توپونو ۱۱ منډې وکړې، خو حضرت الله ځاځی او ابراهیم ځدران ډېر ژر وسوځیدل.

په منځویو یا میډل ارډر کې یوازې عظمت الله عمرزي ۲۶ او نجیب الله ځدراڼ ۱۹ منډې وکړې.

د هند لپاره سوریاکومار په ۲۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې او په باولرانو کې یې جاسپریت بومرا نه یوازې درې افغان لوبغاړي وسوځول بلکې یوازې ۷ منډې یې ورکړې.

افغانستان د اتو غوره لوبډلو د سیالیو په دوام کې لا هم دوې نورې مسابقې لري. له استرالیا او بنګله دېش څخه د بري په صورت کې بل پړاو یا نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس لرلی شي. افغانستان به د یکشنبې په ورځ له استرالیا سره مخامخ شي.

همدا اوس (د افغانستان د سهار په ۶ بجې) د استرالیا او بنګله دېش مسابقه پیل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب