چي وو یو باچا وو، د دنیا هر نعمت خدای ورکړی وو، مینځي او مریان به لاس پر نامه ورته ولاړ وه، خو بیا هم باچا او ملکه نه وه خوشاله ، د دې وجه دا وه چي باچا نارینه اولاد نه درلودئ.
باچا څلور لوڼي درلودلې هره یوه یې تر هغه بلي ښایسته وه ، باچا او ملکې د کلونو- کلونو څخه دا هیله درلودله چي خدای به یو زوی ورکړي، د دنیا هر ډول علاجونه او تاویزونه یې وکړل، خو هیڅ فایده یې ونه کړه.
باچا د زوی د نه درلودلو په غم کي ورځ په ورځ ويلېدئ خوبونه پر حرام سول هر وخت به یې دغه فکرونه وهل چي یا خدایه ! زما ترمرګ وروسته به زما تخت او تاج چاته پاتيږي خدایه خو مراث به سم د مرګ ورځ به مي د میراث خورو د اختر ورځ وي.
باچا ورځ په ورځ کمزوری کېدى، د دنیا څخه یې زړه تور سو هر وخت به د خدای په عبادت بوخت وو او په دعا کي به يې د زوی خواستونه کول ، یوه ورځ ملکې و باچا ته ویل درځه چي نن د ماڼۍ څخه ووزو په سیل به ولاړ سو، یو ګړی به هلته ساعت تېر کړو باچا ورته ویل سمه ده.
دواړه پر اسانو سپاره سول شاهي محافظان ورسره تله، خو باچا ورته وویل چي تاسي مه راسره ځئ موږ یوازي ځو باچا او ملکې نیمه ورځ مزل وکړى اخیر یوه لوی ځنګله ته ورسېدل، اوس نو دواړه خورا ستړي دي تر یوې درختي لاندي کښېنستل، چي یو ګړی استراحت وکړي دوى هورې ناست وه ښه یخ باد چلېدى اخیر خوب ورغى دواړه بیده سول، لږ ګړی لا نه وو تېر سوی چي باچا د یوه کوچني په ژړا را ويښ سو، د ستي یې ملکه را ویښه کړله دواړه حیران سوله چي دلته په دې ځنګله کي کوچنی د کمي خوا سو ؟
اخیر دواړه را ولاړ سوه د کمي خوا څخه چي د کوچني ږغ راتلئ هغې خوا ته روان سول تر لږ مزله وروسته که یې کتل تر یوې درختي لاندي یو کوچني پروت وو ، داسي مالوميدئ لکه اوس اوس چي پیدا سوی وي.
ملکه دستي ور نژدې سوله کوچنی یې راپورته کړی پر سینه پوري یې ټینګ ونیوئ، کوچني هم ژړا ودروله، باچا او ملکې شاوخوا وکتل هیڅ څوک یې نه سول په سترګه دواړه حیران سوه، چي دا دونه کوچنی ماشوم د چا دئ چي دلته یې غورځولی دئ؟
ښه ډېر یې شاوخوا پسي وکتل خو هیڅ څوک یې و نه لیدئ اخیر دوئ دواړو داسي سره وویل، دا لکه چي خدای زموږ سره غیبي مرسته وکړه.
د دې په ایسته دواړو دا پرېکړه سره وکړه چي دغه کوچنی به موږ کورته بیایو لکه خپل زوی داسي به یې ساتو او اخیر به خپل تخت و تاج ور سپارو یاني د باچا د مرګ په ایسته به دغه کوچنی باچا کيږي د خيره.
دواړو کوچنی راواخیستئ خپلي ماڼۍ ته یې راوړئ باچا دستي شاهپور نوم پر کښېښوئ، یو څو ورځي خو یې لا ږغ نه کوئ، په دریمه ورځ یې اعلان وکړى چي وروسته له ډېرو علاجو او تاویزو باچا ته خدای ښایسته زوی ورکړی دئ، سبا په ماڼۍ کي یو لوی خیرات دئ د ښار او شاوخوا سیمو ټولو خلګو ته خبر ورکول کيږي را دي سي او د باچا په خوشالیو کي دي ګډون وکړي.
د ښار خلګو چي دا اعلان واورېدئ بېخي خوشاله سول په دا بله ورځ ټول خلګ د باچا ماڼۍ ته راغله باچا خیرات کړی وو، ټولو خلګو ځانونه بېسده ماړه کړل باچا ته یې دعاوي وکړلې او بیرته کورو ته سره ولاړه، هیڅ څوک په دې نه سو خبر چي دا کوچنی خو د باچا زوی نه دئ بلکي باچا په ځنګله کي پیدا کړی دئ.
باچا او ملکه نو اوس خورا خوشاله دي هر وخت د شاهپور ساتنه کوي پرګرځي ډېر خیال یې ساتي هله هله هله … د خدای شپې او ورځي دي عمر دئ تېريږي دغه شاهپور کرار کرار لویدى ترڅو دلسو کالو سو.
پر لسم کال د شاهپور ږیره او برېتونه راغله باچا حیرانوسو چي دا څه چم دى د لسو کالو د هلک ږيره څنګه راغله دستي یې ملکې ته وویل ،هغې ورته ویل چي باچا صاحبه دا څه د حیرانتیا خبره نه ده دا خو د خدای کارونه دي کله کله داسي عجیباتي هم پېښيږي.
کله چي شاهپور د یوولسو کالو سو پر سر یې دوه غټ غټ ښکرونه راشنه سول باچا حیران سو، چي یا خدایه دا څه نکل دى اوس نو ملکه هم پرېشانه سوله باچا ته یې ویل چي باچا صاحبه دستي شاهي طبيب راوغواړه چي ژر تر ژره یې چاره کوي کنې خلګ راخبريږي.
باچا دستي شاهي طبیب راوغوښتئ شاهپور ته یې وروستئ او ورسته یې ورته ویل چي ژر به زما د زوی علاج کوې کنې د ژوند څکه ولاکه راڅخه وکړې وژنم دي.
شاهي طبیب ورېږدېدئ د ځانه سره یې ویل چي دا کورسپېری مي وژني دستي یې د شاهپور علاج شروع کړى یو څو ورځي تیري سوې، خو دشاهي طبیب دواوو هیڅ ګټه و نه کړه د شاهپور ښکرونه نور هم غټېدل اخیر شاهي طبیب و باچا ته ویل چي صاحبه دا خورا تکلیفي او ستونزمن کار دئ ما خپل آن پر تمام کړى، خو نه کيږي څه وکړم ته داسي وکړه ماته لس ورځي مهلت راکړه.
باچا ورته ویل طبیبه! ته لس ورځي مهلت غواړې زه شل ورځي مهلت درکوم، خو زه یو وار بیا درته وایم چي زما د زوی علاج به خامخا کوې، ده ورته ویل سمه ده.
شاهي طبیب کورته رالئ، حیرانۍ اخیستی دئ چي خدایه دا په څه بلا اخته سولم خو اوس مي ژوند په خطر کي دئ اخیر را ولاړ سو زړه یې سره غټ کړى خپل شخصي کتابتون ته ورغئ د پلار نیکه د زمانې څخه د طبابت خورا زاړه زاړه کتابونه ور پاته وه په هغو کي وګرځېدى چي دشاهزاده علاج په کښي پیدا کړي ورځي ورځي په دغه کتابو کي پسي ګرځېدئ اخیر یې په یوه کتاب کي یوه نسخه پیدا کړه دغه کتاب د شاهي طبیب ورنیکه په خپل لاس لیکلی وو، خورا نادره او زورور کتاب وو ، شاهي طبیب ډېر خوشاله سو دځانه سره یې ویل چي اوس که خدای کول کار کيږي.
یوولسمه ورځ شاهي طبیب د باچا ماڼۍ ته ورغئ د هغه نسخې مطابق دوا یې جوړه کړې وه دستي د باچا مریانو شاهي طبیب شاهپور ته وروستى یو ګړی وروسته باچا هم ورغى شاهي طبیب هغه دوا په شاهپور وخوړله .
داغسي د شاهپور علاج شروع سو پوره پنځه ویشت ورځي د شاهپور علاج روان وو، شپږ ویشتمه ورځ د شاهپور د سره څخه ښکرونه ورک سوه باچا ډېر خوشاله سو ژر یې خزانه دار راوغوښتى هغه ته يې ویل چي شاهي طبیب شاهي خزانې ته بوزه هر څونه چي وړلای سي یو دي یې سي اختیار لري.
شاهي طبیبب د ځانه سره اوښان بوتله بېسده یې په بار کړله او خوښ خوشاله خپل کور ته ولاړئ.
باچا فوراً دا پرېکړه وکړه چي شاهپور به د ماڼۍ څخه نه وزي خپلو محافظانو او مریانو ته یې امر ورکړى چي پام کوئ شاهزاده د ماڼۍ څخه و نه وزي فکر پر کوئ .
د دې څخه د باچا مطلب دا وه، چي نور ولس او دښار خلګ د شاهپور په کیفیت باندې خبر نه سي.
شاهپور د دوولسو کالو سو، یوه ورځ شاهپور په ماڼۍ کي دننه په یوه باغ کي د وزیرانو د زامنو سره بازۍ کولې په دې مابنځ کي یو لوی مار راغی ټولو هلکانو چي مار ولېدئ دستي یې الا کړه وتښتېدل خو شاهپور پر خپل ځای ولاړ وو، د ماره څخه هیڅ و نه بېرېدئ.
نورو ټولو هلکانو چي ورته و کتل حیران سول ځکه چي شاهپور هیڅ د ماره څخه نه بېریدئ ځای پر ځای ولاړ وو ، اخیر و مار ته ور نژدې سو د ماره سره یې بازۍ شروع کړې یو ګړی یې بازۍ ورسره کولې اخیر یې مار راواخیست په لاس کي یې ټینګ ونیوئ د مار سر یې په خوله ننه ایستی کرار کرار یې د مار په خوړلو شروع وکړه یو ګړی وروسته یې ټوله مار خوا پاکی وخوړئ د مار تر خوړولو وروسته کرار راولاړ سو دباغ څخه راووتئ خپلي خوني ته ولاړئ.
په دغو هلکانو کي دوه درې هلکان د ډېره هیبته څخه بې هوښه سوه هغه نورو هلکانو الا کړه ورغله باچا ته یې دغه ټول کیفیت بیان کړى چي صاحبه دا کیسه ده، باچا ډېر وبېرېدى چي خدایه فضل راباندي کوې د زهرو ډک مار یې و خوړی خو مړ به یې کړي .
باچا دستي راغى شاهپور ته یې وکتل حیران سو ځکه شاهپور نه یوازي دا چي ژوندی وو، بلکي روغ رمټ هم وو او هیڅ نه وه په سوي دستي یې په شاهي طبیب پسي خپل مریان واستول چي هله ژر راځه شاهپور مار روغ تېر کړی.
شاهي طبیب په ځغاسته د باچا ماڼۍ ته راغئ باچا کیسه ورته وکړه او ورته وې ویل چي ژر کوه شاهپور داسي دوا ورکړه چي دمار د زهرو تاثیر ختم سي او ده ته هیڅ تاوان و نه رسيږي . شاهي طبیب دستي رقم په رقم دواوي شاهپور ته ورکړې چي مار په یو ډول سره قی کړي خو شاهپور مار قی نه کړى.
اوس نو باچا د حیرانۍ پرځای د شاهپور څخه بېريږي فکر کوي چي داخو ډېر خطرناکه هلک دئ ملکې هم دغه ټول کیفیت ولیدئ مګر دواړه ږغ نه کوي.
یوکال بل تېر سو، شاهپور اوس د دیارلسو کالو دئ تراوسه د باچا او ملکې په خونه کي بيدېدئ مګر پر ديارلسم کال یې شاهپور ته جلا خونه ورکړه .
یوه ورځ ملکې شاهپور ته مینځه ور واستوله چي راسه د ډوډۍ وخت دئ مینځه چي د شاهپور خوني ته ورغله شاهپور په خونه کي نه وو، شاوخوا یې په نورو خونو کي پسي وکتل خو نه يې کړى پيدا، راغله باچا ته یې وویل چي باچا صاحبه شاهپورصاحب خو نسته باچا حیران سو چي شاهزاده پر کمه خوا ولاړئ یو ګړی يې ورته کتل خو شاهپور را نه غئ اخیر باچا ولاړ سو ملکه هم ورسره راغله شاهي باغ ته که یې کتل شاهپور هورې تر یوې درختي لاندې ناست دئ داسي مالوميدئ لکه یو شی چي خوري، باچا او ملکه ور نژدې سول چي شاهپور څه کوي که یې کتل چي د شاهپور په لاس کي یو کوتره ده وژلې یې ده پرغاړه یې خوله ور ایښې ده وینه یې زبېښي باچا ته خښم ورغئ دستي پر ږغ کړل چي هلکه دا څه کوې ؟
شاهپور مخ پر راواړاوه پر باچا یې سترګي راوکښلې او ورته ویل یې چي ته څوک یې چي پر ما امرونه کوې ځه ورځه خپله لار دي وهه په دې وخت کي ناببره د شاهپور پر سر دوه دانې ښکرونه را پیدا سول سترګي یې تکي سرې واوښتلې خوله یې سره وازه کړله په خوله کي يې په وینو سره غاښونه راښکاره سول باچا او ملکې چي ورته وکتل ځيني وبېرېدل په دې وخت کي شاهپور یوه لو چغه وکړه مځکه او اسمان یې ولړزول باچا او ملکه وارخطا سول د دې ځایه څخه یې د تښتېدلو هڅه وکړله په دې وخت کي د ليري څخه یوه لو دوړه را والوتله په یوه ګړي کي دغه دوړه راورسېدله دربی او سړپی سو، تر دغه دوړه یوه ډېره خوفناکه او بدرنګه دېبه راووتله غټ غټ غاښونه لکه د غوایي تر سترګو یې اورونه غورځېدل اوږدې اوږدې کږې پښې د پښو پوندې یې د مخ خواته وې او ګوتي یې شا ته ګرځېدلي وې، پر سر یې یو یو ګز اوږده ښکرونه راشنه سوي وه چي داسي یې شاهپور ته وکتل دستي یې ور الا کړه ټینګ یې په غېږ کي ونیوئ شاهپور هم ډېر خوشاله سو ځکه دا خوفناکه دېبه یې مور وه.
دېبي په قهر سره باچا ته ویل چي ډېر ظالم او بد سړی یې زما ګران زوی دي راڅخه بېل کړی وو، زه دا دوولس کاله کيږي په خپل زوی پسي ګرځېدلم دا دئ نن مي پیدا کړی اوس نو داسي نه کيږي تاسي دواړو ته به زه سزا درکوم چي بل وخت بیا داسي ونه کړئ.
په دې وخت کي شاهپور و خپلي مور ته ویل چي ادې دوئ ته سزا مه ورکوه دوئ دواړو زما سره ډېر ښه کړي دي ږ غ مه ورته کوه.
دېبي ویل یه داسي نه ده چيري یې پرېږدم چي په سزا یې ونه رسوم دېبي د دې وینا سره سم د ښار خوا ته خوله ونیوله پوو یې کړه ، تر خوله یې اورونه وغورځول ټول ښار اور واخستى پر هر کور لمبې راو څرخېدلې یو بد حال جوړ سو ټولو خلګو غلبلې کړې په یوه ګړي کي د ښار ټول خلګ د خپلو خپلو کورو څخه راووتل د باچا د ماڼۍ پر خوا یې مخ ونيوى.
دېبي نارې کړې چي ما خپل غچ واخستى اوس نو ځم د خدای په امان ، دېبي شاهپور په غېږ کي واخستئ او غیبه سوله.
باچا او ملکې خپلي ماڼۍ ته را الا کړه که یې کتل چي د ماڼۍ و مخ ته په زرو زرو انسان ولاړ دي په زوره زوره چغي وهي چي باچا صاحبه ټوله ښار اور اخیستی کباب یې کړلو ، بې له باچا او ملکې بل هیڅ چا ته نه وه مالومه چي اور ولي ولګېدئ او چا ولګوئ.
باچا دخلګو سره ډېره غمرازي ښکاره کړل او د ځانه سره يې په زړه کي ویل چي دا خلګو ته دا ټول تکلیف زما په وجه پېښ سو کشکي ما دغسي شی نه وای غوښتی چي زما په نصیب کي نه وو، دغه ټول مشکلات خو زما د لاسه پېښ سول.
د دغي پېښي په ایسته باچا د ژونده څخه ډېر مایوسه سو دستي په خپله ماڼۍ ننوتئ بیا چا باچا و نه لیدئ یو څو میاشتي لا ژوندی وو، اخیر مړ سو.
ډېره خوږه او په زړه پورې کیسه یا نکل وو. مرهون صاحب د ژوندی وي . د دري ژبو لپاره یې په پښتو کې د دري ډېرې کلمې هم ځای ځای استعمال کړي دي ،.
« داسي یې شاهپور ته وکتل دستي یې ور الا کړه ټینګ یې په غېږ کي ونیوئ شاهپور هم ډېر خوشاله سو ځکه دا خوفناکه دېبه یې مور وه.»
ایلا = خوشې کول ، پرېښودل
خشم = قهر
درخته = ونه
دیبه = دیوه ، دیو یو افسانوي ډارونکی موجود دی . البته سمه بڼه یې دیو دی .
خوفناک = ډارونکی