سه شنبه, جون 18, 2024
Home+د جادو جزيره | محمود مرهون

د جادو جزيره | محمود مرهون

په پخوا زمانو کي یو پاچا وو چي ډېر انصاف داره وو او خپل ولس تر حده زیات پر ګران وو، تل به ئې د دوی مشکلات ور حلول دربار به ئې شپه او ورځ د خپل ولس دپاره خلاص وواو خلګو هر وخت کولای سوای چي خپل خپل مشکلات باچا ته وړاندي کړي او باچا ئې په ورین تندي حل و فصل کړي.

باچا ته خدای اولاد نه وو ورکړی یوه ورځ باچا په خپل شاهي باغ کي د بې اولادۍ په فکرو کي ډوب ناست وو   په دې وخت کي یوه مینا را په هوا سوې وه د شاهي باغ پر سر تېرېدله باچا ئې په خپل شاهي باغ کي دحوض پر څنډه په پرېشانیو کي ډوب ولیدی ورته راوګرځېدله د حوض پر څنډه یوه درخته وه پر دې کښېنستله یو ګړى ئې باچا ته کتل ږغ ئې نه کوى اخیر ئې خوله سره پورته کړه باچا ته ئې ویل چي ولي داسي غمجن ناست ئې خیر خو دی څه در پېښه ده؟

       باچا شاو خوا وکتل چي یو څوک به وي کار به راسره لري خو هیڅ څوک ئې نه سو په سترګه اخیر ئې په درخته کي ناسته مینا ولیدله حیران سو چي دا څنګه مینا ده چي خبرې  کوي ده د پخوانیو خلګو څخه اورېدلي وه چي شین توتي او مینا دوه داسي مرغان دي چي خبرې کولای سي مګر د هغو ږغ معلوم  وي سړی په پوهېږي چي د مرغان دي لېکن دغي مینا کټ مټ د انسانانو په رقم خبري کولې لکه انسان چي د مینا په بڼه سوی وي.

نور نو د باچا توان ختم سو دستي ئې پوښتنه ځني وکړه چي ته څوک ئې او دا ږغ دي ولي د انسانانو په رقم دی او دلته زما په شاهي باغ کي څه کوې چي راغلې ئې؟

  مینا ورته ویل زه مینا شاهزادي یم د مور یوه لوریم نوم مي مينا ده او کور مي په کوه کاف کي دی دا څو ورځي کېږي د دنیا په سیل راوتلې یم نن پر دې خوا راغلم د ليرې څخه مي ستا باغ په سترګو سو ماويل دا څنګه ښایسته باغ دی چي دلته راغلم که مي کتل ته په غمو او پرېشانیو کي ډوب ناست وې زړه مي درباندي وسو دستي راکښته سولم ما ویل پوښتنه به درباندي وکړم چي ولي داسي په فکرو کي غرق ئې څه غم دي پر زړه پروت دی.

باچا خوشاله سو د مینا په دې خبرو ئې زړه یو څه بیداره سو ول ته خو ډېره ښه مینا ئې خدای ښه ښایسته اواز هم درکړی دی زه رښتیا چي ډېر خوشاله سولم یو څه مي پام درسره بدل سو کنې د ډېري پرېشانۍ او غمو څخه دا څو ورځي کېږي ما د خوند ګوله نه ده په خوله کړې.

مینا ورته ویل مګر باچا صاحبه تا دا راته و نه ویل چي ولي داسي زهیر او فکر جن ئې ؟

باچا ورته ویل که رښتیا راباندي وائې نو دا خبري مه راڅخه پوښته پرېږده چي په غمو کي مړسم دغه به مې په قسمت لیکلي وه.

مینا ویل باچا صاحب زه یو ډېر کوچنی مرغه یم مګر خدای دونه فضل راباندي کړی دی چي زه ستا د دعا په برکت لوی لوی کارونه ترسره کوم.

باچا حیران سو ویل ښه نو مینا جاني چي نه مې پرېږدې نو به درته و وایم هغه داچي خدای پاک ماته اولاد نه دی راکړی د بې اولادۍ په غمو کي شپه او ورځ پرېشانه یم دا غم راسره دی چي که زه مړ سم زما تخت او تاج به دښمنانو ته پاته سي خپلي چړچې او مېلې به پکښي کوي.

مینا ډېر افسوس ښکاره کړی باچا ته ئې ویل چي ما د پخوانیو سپین ږیرو څخه اورېدلي دي چي هغه څوک چي اولاد نه لري په کار ده چي هغه خلګ سور سېب وخوري .

باچا مینا ته ویل سور سیب؟ دا کم سېب دی زه خو نن د دغه سېب نوم اورم تر دې دمخه خو مانه وو اوریدلی .

مینا ورته ویل سور سېب د دنیا په مېوو کي اول نمره مېوه ده داسي خوږ دی لکه عسل ، خوشبویه ئې داسي ده لکه ګل ګلاب څه صفت به ئې درته کوم غرض دا چي په دې سېب پسي ډېر خلګ لېوني دي خو نه يې سي پیدا کولای باچا مایوسه سو مغزى په وځړیدی ویل د داسي سېب صفتونه کول څه فایده لري چي پیدا کیږي نه پرېږده ئې دا د غم خبري یو بل بحث را واخله چي یو څه مي طبیعت برابر سي .

مینا ورته ویل باچا صاحبه نه دي دي اورېدلي چي مایوسي ګناه ده ته زړه مه اچوه خدای مهربانه دی زه به اوس د سره سېب په باره کي درته و وایم چي دا په دې دونه لویه دنیا کي یوه دانه دی دغه سېب یو کم سل ورځي پر خپل ښاخ راځړېږي خو کله چي یو کم سل ورځي پر تيري سي دغه سېب خدای د دنیا په بل کونج کي پر بله درخته راشین کړي په زرو کاله کېږي دغه سېب په دنیا کي را راوان دی دغه سېب جوړه نه لري پریوه وخت یوه دانه راشین کېږي تر هغو چي هغه دانه وروسته له یوکم سلو ورځو خزان سوى نه وي بله دانه نه راشنه کېږي  ته مه مایوسه کېږه زه اوس داسي کوم ځم کوه کاف ته زما اکا د باچا وزیر دی ډېر هوښیار او عقلمند دی بخت وشنې زه به پوښتنه ځني وکم ګوندي د سره سېب په باره کي هغه معلومات ولري که ئې دسره سېب پته په لاس راکړه زه به ژر درته راسم پته به په لاس درکړم او په ګډه به په سره سېب پسې ځو هرځای چي وو، پیدا کوو به ئې ترڅو چي زه بیرته راځم ته به زما انتظار کوې .

باچا ورته ویل مینا جانې که دي داسي وکړل لکه دا وائې چي نو زه به ستا دغه ښه تر ژونده هېر نه کړم مینا وخندل ویل ما مخکي درته وویل چي زه دا یو څو ورځي کېږي ستا د باچهي په سیل راوتلې یم دلته وګرځیدم را وګرځیدم د دې ښار د خلګو څخه مي ستا حالات معلوم کړل ټولو خلکو په یوه خوله ستا صفتونه راته وکړل چي داسي زړه سوانده او مهربانه باچا دی ټول ولس درڅخه خوشاله وو، نو زما خوښ سوې ځکه دي د شاهي باغ پرخوا راغلم ما ویل ښه دی درسره و به ګورم اوس چي مي ستا بې اولادۍ ته وکتل زړه مي درباندې وسو ، ما ته مور او پلار ویلي دي چي همېشه به د خلکو سره مرسته کوې چي په وس دي ښه کېدل ورسره کوې به ئې .

باچا ورته ویل مینا جانې ډېره ډېره مننه

مینا ویل ښه نو باچا صاحبه زه اوس درڅخه ځم کم تر کمه اووه اته ورځي به زما انتظار کوې  انشاالله که خدای کول کار کېږي ،پر سو مېنا دکوه کاف پر خوا والوتله

اوس نو باچا د مینا راتګ ته شپې او ورځي حسابي هره ورځ باچا خپل شاهي باغ ته ولاړسي ترماښامه هورې ناست وي ماښام بیرته خپلي بنګلې ته ولاړ سي باچا خپل حال پټ ساتي د مینا په باره کي ئې هیڅ چاته ږغ نه کوى خپلي ماینې ته ئې لا هم نه وه ویلي خوله ئې پټه نیولې وه دا په دې چي که هر چاته ووایم چي داسي مینا وه داسي خبري ئې کولې هغه به وايې چي باچا سړی دی درواغ وائي شرمیږي هم نه.

اتمه ورځ ماسپښین وو، باچا په خپل شاهي باغ کي د حوض پر غاړه ناست وو د مینا انتظار ئې کوى په دې وخت کي ناپامه ږغ پر وسو چي باچا صاحبه اسلام علیکم.

باچا پر دې ناپامه ږغ جست را و غورځېدی چي داسي يې وکتل مینا ئې په سترګو سوه تر اندازه ډېر زیات خوشاله سو مینا ته ئې ویل چي خدای خو دي راوله زما خو دا نن اتمه ده چي یو ګړى مي هم نه ئې هېره د هغې ورځي څخه دي انتظار کوم چي ته د دې ځایه څخه تللې ئې.

مینا راکښته سوه راغله د باچا پر راسته منګول کښېنستله باچا چي په غور سره ورته وکتل مینا ډېره ښایسته وه مشوکه ئې دسرو زرو وه تکي توري سترګي او تکي سپيني پښې يې وې لکه د شیدو، داسي پستې بڼکي ئې وې لکه ورېښم.

باچا دستي د مینا څخه پوښتنه وکړه چي ښه نو مینا جاني دا راته وایه چي د سره سېب په باره کي دي څه معلومات راوړي دي که یا.

مینا وخندل ویل هو باچا صاحبه معلومات مي راوړي دي سور سېب په یوه داسي جزیره کي دی چي شاوخوا یو خطرناکه سمندر پر راګرځېدلی دی ډېر خوفناکه ماهیان پکښې دي په دې سمندر کي دونه غټ ماهیان هم سته لکه غرونه ، په دې جزیره کي په لکو لکو درختي سته او دغه ټولي درختي ادم خورې دي په دغو درختو کي ډېر خوفناکه مرغان ژوند کوي د جزیزې په مابنځ کي د دغو ټولو درختو په منځ کي هغه دسره سېب درخته ولاړه ده دغه جزېره د جادو د جزیرې په نامه مشهوره ده.

باچا چي د مینا بیان واورېدی د ډېره وهمه څخه ئې بدن سره ورېږدېدی سر ئې کښته وځړوى چي دا خو ډېره خطرناکه جزیره ده دې جزیرې ته خو هیڅ څوک نه سي ورتلای د دې مطلب دا سو چي سور سېب له ما څخه پاته دی.

مینا ورته ویل باچا صاحبه ته ولې داسي ژر زړه اچوې ما اول درته وویل چي زړه به نه اچوې ماته وګوره زه څونه کوچنی مرغه یم مګر ما زړه نه دی اچولی ته ترما ډېر غټ طاقتوره او عقلمند ئې زړه دي بیا ولوېدی که داسي ژر مایوسه کېدلې نو بیا هیڅ کله ترمزله پوري نه سې رسېدلای او نه خپل مشکلات حلولای سې په کار ده چي پر خدای باندي توکل وکړې او په همت سره کار شروع کړې خدای مهربانه دی ضرور به کامیابه سې.

د مینا خبرو باچا ته ډېر خوند ورکړى یو څه وشرمېدی چي رښتیا هم شرم دی چي زه باچا یم د تکلیفو او پرېشانیو څخه وبېرېږم نو د نورو خلکو څخه څه ګیله ده وروسته باچا راواخستله خپلي بنګلې ته راغی هورې ئې مینا خپلي ملکې ته ورښکاره کړه هغه هم ډېره خوشاله سوه وروسته باچا ملکې ته د مینا بیان وکړی چي مینا خو داسي وایي.

باچا و ملکې ته ویل چي زه او مینا ځو د جادو جزیرې ته هلته د سره سېب درخته ده سور سېب ځني راوړو.

ملکې و باچا ته ویل چي تاسي دواړه د جادو جزیرې ته ځئ نو ما چاته پرېږدئ زه په دې تشه توره بنګله کي څه کوم یا نو زه هم درسره ځم باچا ورته ویل سمه ده ته هم راسره راځه.

په دابله شپه باچا او ملکه دواړه د خلکو په پټه د خپلي بنګلې څخه را ووتل باچا یوازي وزیر خبر کړی وو، نور ټوله خلک د باچا د تګ څخه بې خبره وه.

باچا تر بیرته راتګ پوري خپل د باچهي ټوله کارونه پر وزیر وسپارل پخپله دی ملکه او مینا د جادو د جزیرې پر خوا روان سول په داغه شپه کي ترښار را و وتل هله  هله هله هله … مزلونه پر مزلونه د جادو د جزیرې پر خوا روان دي میاشتي میاشتي ئې مزلونه وکړل یوه ورځ د یوه غره لمن ته ورسېدل دلته دوی ودرېدل شاوخوا ئې وکتل چي سترګو دید کوى داغه غر وو، چي غزېدلی وو ، داسي معلومېدله لکه دغه غر چي د دنیا اخیري کونج ته رسیدلی وي دوی چي لوړ وکتل غر دونه جګ وو، چي تر وریځ وتلی وو، وروسته ئې شاوخوا وکتل چي تر دې غره څنګه پوري وزو، خو د پوري وتلو لار ئې نه کړه پیدا حیرانۍ واخستل چي اوس به څه کوو.

په دې وخت کي مینا و دوی دواړو ته ویل چي باچا صاحبه تر دې غره موږ اوښتلای سو مګر اول به زه تر غره واوړم یوه لار مار به پیدا کړم ځکه چي زه وزر لرم زه به داسي وکړم شاوخوا به وګرځېږم ګوندي یوه لار پیدا کړم چي تر غره پوري وزو ها بلي خوا ته واوړو .

باچا او ملکې ورسره خوښه کړه دوی دلته د دې غره په لمن کي کږدۍ ودروله مینا را په هوا سوه د غره سره روانه سوه وګرځېدله راوګرځېدله تر ښه ډېره ليري ځایه پوري ئې مزل وکړی خو ها خوا ته د اوښتلو لار يې نه کړه پيدا اخیر ستړې سوه راکښته سوه یو ګړۍ بیده سوه.

یو وخت ته راویښه سوله که ئې کتل په یوه قفس کي بندي ده او دغه قفس په ښایسته باغ کي را ځړیږي په دغه باغ کې بل هیڅ څوک نه وه مینا ډېره پرېشانه سوه چي یا خدایه اوس به څه کوم دا خو ئې بندي کړې یم مینا فکر یووړه چي دا څوک دی چي زه ئې بندي کړې یم او اوس چیري دی؟

په دې وخت کي مینا ناببره د یوې ښځي په زوره خندا واورېدله حیرانه سوه چي دا ښځه څوک ده وروسته ئې فکر ووهى چي دا لکه چي هغه څوک ده چي زه ئې دلته بندي کړې یم یو ګړۍ وروسته مینا دوه ږغونه واورېدل دا ږغونه د یوه نر او یوې ښځي وه مینا نوره حیرانه سوه چي دا دوه کسه څوک دي چي ږغونه ئې راځي خو دوی نه معلومېږي په دې مابنځ کي يې تر درختو ها خواته باچا او ملکه ولیدل دواړو یو بل ترلاسو نیولي وه سره روان وه او خندل ئې د مینا زړه ډېر زهیرسو د ځانه سره ئې ویل چي دا خو باچا او ملکې چم راسره وکړی زه ئې بندي کړلم او پخپله خوشالۍ کوي.

دستي مینا د ځانه سره وویل چي ته ودرېږه چي دوی دواړه دې خواته راسي زه به ورسره پو سم.

په دې وخت کي باچا او ملکه د مینا و خواته را نژدې سوه مګر مینا ته ئې و هم نه کتل لکه نه چي ئې ویني ترڅنګ ئې تېر سول.

د مینا زړه ډېر درد وکړی ورپسي نارې ئې کړې چي باچا صاحبه ودرېږه اخیر ما کم بد در سره وکړل چي تاسي زه بندي کړلم خونه باچا د مینا فریاد واورېدی او نه ملکې ، دواړه بې پروا د مینا تر څنګ تېر سول داسي معلومېدله لکه دوی چي مېنا نه ویني.

دلته دغره په لمن کي باچا او ملکه په کيږدۍ کي ناست وه د دې غره پر سر د ماهان جادوګر کلا وه دغه کلا د غره د ډېر لوړوالي په وجه په وریځو کي پټه وه که چا ورته کتلي هم وای نه ئې سوای لیدلای.

ماهان جادوګر په چا کار نه درلودى په خپله دغه کلا کي اوسېدی په کال کي به ئې درې ورځي یو جادو پخوى نوري ورځي به په خپله کلا کي بې غمه ناست وو.

په کمو ورځو کي چي به ماهان جادوګر جادو پخوى نور ټول کارونه به ئې پرېښوول په خپله کلا کي ئې یو لوی څا پرې کړی وو،د ورځي به د انسانانو نړۍ ته راشوه سو هلته به ئې یو انسان ښکار کړى خپلي کلا ته به ئې پورته کړى خپل څا ته به ئې د ځانه سره ور شوه کړى هورې به ئې په غاړه غاښونه ور جګ کړل ټوله وینه به ئې ځني وڅښله چي مړ به ئې کړى اخیر به ئې په غاښو غوښي ځني بېلولې په دغه رقم سره به ئې ټول انسان وخوړی هډوکي چي به پاته سوه پر هغو به ئې خپل منتر ویلى تر څو چي جادو به ئې پخېدی اخیر به ئې هډوکو ته اور ور واچوى.

په داغسې رقم سره به دابله ورځ بیا د انسانانو نړۍ ته ورغی بل انسان به ئې د ځانه سره راپورته کړى ماخوستن به ئې وخوړی په دریمه به ئې اخیري انسان راپورته کړى هغه به ئې هم وخوړی او کوډي به ئې پخې سوې بیا به تر دا بل کال پوري د کوډو د پخولو څخه خلاص سو .

په دې ورځو کي بیا د ماهان جادوګر د جادو د پخولو وخت رانژدې سوی وو پخپله کلا کي ناست وو،داغه فکر يې وهى چي څنګه به دانسانانو نړۍ ته ورځم چي یوځني راولم اودلته په خپل ځای کي يې و خورم جادوګر چي په کمه خونه کي ناست وو په هغه خونه کي دیوه بم مجسمه هم پرته وه یودم دبم ستر ګي را ژوندی سوې اورونه پکښي بل سوه ټوله خونه په روښانه سوه د ماهان جادوګر ورته پام سو دستي ئې ورته وکتل یو وار ئې لاسونه پورته کړل مخامخ دېوال ته ئې ونیول ، دېوال لکه هنداره روښانه سو یوه لویه منظره پر راښکاره سوه ماهان جادوګر چي ورته وکتل یوه کږدۍ ئې ولیدله په کږدۍ کي باچا او ملکه ناست وه خبري ئې سره کولې ماهان جادوګر حیران سو چي دا ځای وګوره او انسانان وګوره دوی دلته څه کوي ډېر خوشاله سو چي ما خو دوی پر اسمانه غوښتل خدای پر مځکه راکړل.

دستي ماهان جادوګر ولاړ سو لاسونه ئې ټک وهل ورغی په خونه کي یو سندوخ پروت وو، هغه ئې خلاص کړى یو دلرګي کیشف ئې را واخستى یو منتر ئې پر و وایه پرچو ئې کړى.

کیشپ راژوندی سو، دستي ماهان جادوګر پوښتنه ځني وکړه چي د دې غره په لمن کي دوه انسانان په یوه کږدۍ کي ناست دي یو نر دی او یوه ښځه ورسه دواړه راپورته کړه دلته ئې راوړه.

کیشپ هیڅ ږغ و نه کړی ځای پر ځای ورک سو يو ګړى بعد بیرته کیشپ راغی و ماهان جادوګر ته ئې وویل چي جادوګر صاحبه د دوی سره خو یوه مینا هم ملګرې ده ډېره هوښیاره او عقلمنده ده او ترټولو لویه خبره داده چي دغه مینا دانسانانو په رقم خبري هم کولای سي.

ماهان جادوګر چي دا واورېدل ویل ښه نو مینا هم ورسره ده ، دستي جادوګر د دېوال و خواته مخ ور وګرځوى راسته لاس ئې مخامخ دېوال ته ونیوی یو منتر ئې ووایه پر دېوال ئې چو کړ ى.

فوراً دېوال بیرته په یوه توره هنداره بدل سو ماهان جادوګر ورته وکتل مینا ئې ولیدله .

مینا پر یوه درخته ناسته وه سترګي ئې پټي وې لکه بیده چي وي،ماهان جادوګر دستي خپل راسته موټ بند کړى اووه واره په یوه دایره کي راوګرځېدی اخیر ئې موټ خلاص کړى په موټه کې ئې یو تک ژړ لړم ناست وو، ماهان جادوګر ژر ورته وویل چي ورسه ژړ لړمه په هغه ځای کې یوه مینا پر هغه ډبره بیده ده ته ئې وچیچه کله چي بیده سوه درسره راوا ئې خله رائې وړه دلته.

ژړ لړم په مینا پسې ولاړی.ماهان جادوګر د خوني څخه راووتی مخامخ یوه بله خونه وه په هغه ننوتی هورې یو حبشی ولاړ  وو، یوه لویه نېزه ئې په لاس کي وه دی ورغی تر تېر سو په دې خونه کي یوه دروازه وه په دې دروازه ننوتی تر دروازې تير سو يوه باغ ته ور ووتی.

دا یو ډېر ښایسته باغ وو او دونه غټ وو  چي اندازه ئې نه درلودله پای ئې نه  معلوميدئ.

ماهان جادوګر ورغی هلته یو قفس پروت وو، هغه ئې راوخستى یو منتر ئې پر ووایه پر چُو ئې کړى، قفس ئې دځانه سره را واخستى د يوې درختي پر ښاخ ئې وځړوى.

ماهان جادوګر دلته ودرېدی یو ګړی وروسته دا دی ژړ لړم را په هوا سوئ دئ مینا ئې پر شا را اخیستې ده راغلئ، په دې وخت کې ماهان جادوګر ور دمخه سو دستي ئې د قفس دروازه ورته خلاصه کړه ژړ لړم ودرېدی جادوګر مینا راواخیستله په قفس ئې دننه کړه دروازه ئې پسي وتړله.

جادوګر خوشاله سو دځانه سره ئې ویل چي اوس مي هوښیاره مینا بندي کړه د خیره سره کار مي ور وکړى.

ماهان جادوګر بیرته راوګرځېدی ورغی په خونه ننوتی د هغې خوني څخه ووتی په بله خونه ننوتی هورې که ئې کتل باچا او ملکه دواړه بې هوښه په زنځیرانو تړلي دي دی ورغی دواړه ئې د زنځیرانو څخه خلاص کړل یو منتر ئې پر ووایه پر چُو ئې کړى.

دواړه پر سد راغله ده ورته ویل ګورئ زما امر به منی او پام کوئ چي دمینا په خوله و نه کړئ هغه ډېره شیطانه او مکاره مینا ده ترهغو چي ستاسې د قربانۍ وخت راځي دلته اوسئ خپلي خوشالۍ کوئ.

ماهان جادوګر خو پر دواړو جادو ویلی وو او دواړه د جادو تر تاثیر لاندي وه په حال کي نه وه په یوه خوله ئې ورته ویل چي صاحبه ولي به ستا امر نه منو ستا امر مو په غبرګو لېمو منلی دی .

ماهان جادوګر د خوني څخه ووتی باچا او ملکه دواړه راولاړ سوه باچا ملکه تر لاس ونیوله دواړه باغ ته ور ووتل هورې ئې خپلي خوشالۍ کولې خندل ئې لکه په خپل کور کي چي وي دا فکر ئې لا هم نه کاوه چي موږ خو د ماهان جادوګر په قبضه کي یو او هغه مو یو څو ورځي بعد خوري.

د جادو په زور د باچا او ملکې دماغونه د ماهان جادوګر په کنټرول کي وه.

په دې وخت کي مینا هم پر هوښ راغلې وه باچا او ملکه ئې ولیدل ور نارې ئې کړې چي دلته راسئ خو دوی تر تېر سول ، مینا حیرانه سوه چي دا باچا او ملکه ولي په ما کي چورت نه وهي زه ئې دلته بندي کړلم او اوس مي خبره لا هم نه اوري.

مینا د ځانه سره فکرونه وهل چي دا څه کیسه ده زه چا په دي قفس کي بندي کړلم دا باغ د چا دی او په دې باچا او ملکه څه وسول؟

په دې وخت کي باچا او ملکه یو وار بیا د مینا پر خوا راغله ، باچا و ملکې ته ویل چي وګوره دا څنګه ښایسته قفس دی او څونه ښایسته مینا پکښي بندي ده داسي راته معلومیږي لکه داسي مینا چي موږ بل ځای هم لیدلې وي.

په دې وخت کي مینا نارې کړې چي باچا صاحبه زه شاهزادي مینا یم د کوه کاف د باچا لور تاسي ما ولي نه پيژنئ زه خو ستاسي سره د ډېر ليري وطنو څخه ملګرې وم ملکې و باچا ته ویل وګوره څونه ښایسته رېزونه کوي کشکې موږ د دې مینا په ژبه پوهېدلای څونه ښه خوند به ئې کړی وای.

د مینا سر خلاص سو چي په باچا او ملکه باندي جادو سوی دی اوس ئې نه دمینا په خبرو سر خلاصېږي او نه مینا پېژني .باچا ویل هو رښتیا هم ډېر ښه اواز خدای ور کړی دی خو ارمان چي زموږ سر په خلاصېدلای کشکي هر څوک چي د دغي مینا څښتن دی پر موږ باندي ئې خرڅه کړي هر څونه دولت چي وغواړي موږ به ئې ورکړو.

باچا او ملکې چي دا خبري وکړې یو ګړۍ لا مینا ته ولاړ وه اخیر تر تېر سول بلې خوا ته ولاړل.

مینا ډېره غمجنه سوه چي په باچا او ملکه باندي څه وسول خو روغ جوړ خلک وه.

لږ ګړۍ لا نه وه ، تېر سوی دا دی یو ډېر بد شکله او بد رنګه دېب رقمه غټ جادوګر را راوان دی راغی د مینا و قفس ته درېدی یو ګړۍ ئې په غور سره ورته وکتل اخیر ئې ورته ویل چي ایله دا دی اوس په هوښ کي راغلې اوس زه یوه خبره درته کوم ماته ستا په هکله دا خبر راغلی دی چي ته ډېره هوښېاره او چالاکه مینا ئې ډېر عقل خدای درکړی دی خو باید خبره اوسې چي زه ماهان جادوګر نومېږم د نړۍ ټول جادوګران زما مریان دي د دې په ایسته ته بلې خواته نه سې تلای دلته به بندي ئې.

مینا ورته ویل ماهان جادوګره! ته خو ډېر قوتمن او زورور جادوګر ئې زه هم ستا مینځه یم خو هر چا چي زما په هکله درته ویلي دي چي زه ډېره هوښیاره او چالاکه مینا یم غلط ئې درته ویلي دي زه خو یوه بې ازاره او کمزوره مینا یم ته باید زما څخه و نه بېرېږي ما د دې قفس څخه در وباسه زه تا ته هیڅ تاوان نه سم رسولای ته خو دجادوګرانو باچا ئې او زه ستا یوه معمولي مینځه یم .

وروسته مینا و ماهان جادوګر ته ویل چي باداره دا دي څونه ښایسته باغ جوړ کړی دی ډېر مي خوښ سو زه پر وطنو وطنو ګرځېدلې یم دونه ښایسته باغ مي هیڅ ځای نه دی لیدلی .

ماهان چي دمینا خوږې خوږې خبري واورېدلې د ځانه سره ئې و ویل چي دا خو رښتیا بې ازاره مینا ده ناحقه ځني بېرېدم یوه ګوته مینا ده دا نو په ما څه کولای سي یا راسه ایله به ئې کړم ښه دی په دې باغ کي به ګرځي باغ به مي په ښایسته وي.

ماهان جاوګر دستي د قفس دروازه خلاصه کړه مینا ځني را ووتله.

مینا چي د قفس څخه راووتله دستي د ماهان جادوګر پر اوږه کښېنستله او ورته ویل ئې چي باداره تا دونه ښه راسره وکړل زه دي د دې بنده څخه را خلاصه کړلم مړه دي نه کړلم اوس نو زه هم دا درته وایم چي زه د کوه کاف د باچا لور یم ما د خپل وطن د جادوګرانو څخه ډېر جادو زده کړی دی اوس به زه خپل جادو ستا څخه نه سپموم ښې ښې مشورې به درکوم او چي څونه زما وس کېدی د جادو په کارو کې به مرسته درسره کوم .

ماهان جادوګر د مینا په دې غوړمالیو ډېر خوشاله سو ویل ډېري ښې خبري دي وکړې رښتیا هم زه ډېرو ښو ښو مشورو ته ضرورت لرم دا اوس د انسانانو د نړۍ څخه دوه انسانان راغلي دي زما سره بندیان دي زه حیران یم چي دوی دلته څه کول او څه مقصد ئې درلودى؟

مینا پوه سوه چي ماهان جادوګر د باچا او ملکې په هکله معلومات غواړي . وروسته ئې ورته ویل چي باداره باچا خوارکی اولاد نه لري ما ورته وویل چي د جادو په جزیره کي سور سیب دی هغه چي وخورئ اولاد به مو وسي دوی خوارانو زما خبره ومنله زه او دوی د سره سېب په تلاښ کي دې خوا ته راغلو نور نو موږ مخ ته نه سوی تللای دې غره مو لاره را و ګرځوله ما و دوی ته وویل چي تاسي دلته د غره په لمن کي کږدۍ ودروئ زه به ولاړه سم په دې غره کي که یوه لاره ماره وه زه به يې درک درمعلوم کړم ، دوی هورې کېږدۍ ودروله زه د ګودر او لاري په تلاښ کي مخ ته روانه سولم تر یو ځایه ولاړم خو اخیر لار راڅخه ورکه سوه ستړې هم سولم نور مزل مي نه سوای کولای خوب راغئ بیده سولم ، خو کله چي مي سترګي را روڼي کړې که مي کتل دلته په دې باغ کي په قفس کي بندي یم.

ماهان جادوګر د مینا په رښتیا ویلو ډېر خوشاله سو وروسته ئې ورته وویل زه څلورمه ورځ د دوو انسانانو خوړلو ته ضرورت لرم باچا او ملکه مي هم په دې نیت د دوی د کږدۍ څخه راپورته کړل چي دوی وخورم زه که دا رقم و نه کړم تر کاله پوري ژوندی نه پاتېږم مرم نو ځکه مجبوره یم دخپل ژوند د پاره د کاله درې انسانان و خورم ملکه مي ډېره خوښه سوه ډېره ښایسته ده پر مرګ مي نه ده پېرزو نیت مي دی چي واده ورسره وکړم البته باچا خورم.

مینا ورته ویل باداره ګومان نه کوم چي ملکه دي تاته زړه ښه کړي او واده درسره وکړي ځکه چي پر هغې خپل مېړه خورا ګران دی

جاودګر ویل ته په دې هکله بې غمه اوسه ملکه ضرور زما سره واده ته چمتو کېږي بله چاره نه لري زه ډېر طاقتوره جادوګر یم دا اوس مي هم د دواړو دماغونه دخپل جادو په زور په خپل کنټرول کي راوستلي دي اوس دوی دواړه زما په امر کار کوي.

مینا ورته ویل بادراه زه یوه خبره درته کوم هغه وخت چي تا د ملکې مېړه مړ کړي د ملکې به ډېر بد درڅخه راسي کرکه به ئې درڅخه وسي ته خو د جادو په زور ملکې دماغ په کنټرول کي راوستلای سي مګر نفرت ئې په محبت نه سي بدلولای .

ماهان جادوګر فکرجن سو ویل رښتیا دي وویل دا خبره دي د منلو وړ ده مینا و ماهان جادوګر ته ویل چي باداره که ستا د خوا څخه اجازه وي زه ملکه ستا سره واده کولو ته راضي کولای سم ملکه به دې پښو ته راسي.

ماهان جادوګر ورته ویل سمه ده مینا زه په دې هکله تا ته لس ورځي میعاد درکوم لسمه ورځي که ته په خپل کار کي بریالۍ سوې خو ښه تر ښه او ډېر لوی انعام به هم درکړم کنې د ملکې سره په زوره واده کوم او په هغه ورځ ستا دغوښو کباب خورم .

مینا و ماهان جاوګر ته ویل چي باداره زما ستا خبري زړه ته نه لوېږي داسي نه وي چي زه په خپل کار کي بریالیتوب ته ورسیږم او پر ځای د دې چي ته انعام راکړې مړه مي کړې .

ماهان جادوګر سليماني قسم ورسره وکړى چي مینا ته بې غمه اوسه ما سليماني قسم درسره وکړى که تا خپل کار سرته ورسوى چي ته وغواړې هغونه لوی انعام درکوم .

مینا ورته ویل باداره ستا قسم مي زړه ته ولوېدی زه به د دې په ایسته کار شروع کړم مګر یوه خبره ده …ماهان جادوګر ورته ویل هغه بیا کومه خبره ده ژر ئې راته کوه .

مینا ورته ویل تا د باچا او ملکې پر دماغو جادو کړی دی تر څو چي دغه  د جادو تاثیر ختم نه کړې دوی زما خبري نه اوري نو که غواړې چي زه دا ستا سره واده کولو ته راضي کړم پردوی باندي کړی جادو بیرته واخله ترڅو دوی زما خبري واوري.

ماهان جادوګر ویل مینا ښه خبره دې وکړه زه به اوس د باچا او ملکې د دماغو څخه د جادو تاثیر ایسته کړم ، ماهان جادوګر لاسونه په فضا کي پورته ونیول اووه واره ئې نارې کړې چي ( هو سمنجاهو کلا تر شو ) یو وار درز سو زلزله سوه دودان جوړ سوه مځکه لړزیدله اخیر زلزله ودرېدله دودان هم ورک سوه او د دې سره سم ماهان جادوګر ورک سو .

مینا والوتله د یوې درختي پر ښاخ کښېنستله چي لاندي يې وکتل باچا او ملکه بې سده پراته وه یو ګړۍ وروسته دواړه پر هوښ راغله دواړو سترګي و موښلې راکښېنستل شاوخوا ئې و کتل په دې وخت کې مینا پر نارې کړې چي باچا صاحبه زه هغه مینا یم ستاسي ملګرې.

 باچا ومینا ته وکتل ډېر زیات خوشاله سو مینا ئې وپيژندله دستې ئې پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا باغ د چا دی او موږ دلته څه کوو چي ناست یو دا ځای خو موږ تر دې د مخه نه وو لیدلی .

مینا ټوله کیسه د سره څخه تر پایه پوري ورته وکړه او ورته وې ویل چي ماهان جادوګر خطا ایستى ستاسي دماغونه مي د جادو څخه خلاص کړل او جاودګر مي د ځانه څخه خوشاله کړى او وروسته ئې ورته وویل چي ماهان جادوګر غواړي چي لسمه ورځ باچا وخوري او ملکه ځان ته کښېنوي.ملکې چي دا واوریدل وې ژړل .

باچا ورته ویل ملکې ته ولي ژاړي بې غمه اوسه تر اوسه خو لا زه ژوندی یم زما په ژوند کله ماهان جادوګر تا ته لاس دروړلای سي.

ملکې ویل ماهان جادوګر خو ډېر زورور دی ستا به څه زور په و رسېږي خدای دي خپل فضل کوي .د دې په ایسته مینا باچا او ملکې دوی خپل پلانونه سره جوړول چي څه رقم سره موږ کولای سو چي د ماهان جادوګر د قیده څخه ځانونه خلاص کړو.

لس ورځي تيري سوې خو دوی درې سره وازه خوله پاته وه په یوه پلان ئې هم سر نه سره ورتلی درې سره ډېر سخت خوابدي وه.

یوولسمه ورځ ماهان جادوګر خپل دربار لګولی وو، تورکالي يې اغوستي وه او دسرو زرو پر تخت ناست وو دانسانانو د کوپړیو تاج ئې پر سر وو ، و مخ ته ئې یو میز پروت وو ، يو بدن ئې تر میز لاندي پروت وو او تور جادوګر د یوه انساني کالبوت پر سر لاس تکیه کړی وو، حبشی جلاد چي سر ئې پک او بدن ئې لڅ او تک سور وو ، پرتوګ ئې اغوستی وو ، یوه لویه په وینو سره توره ئې په لاس کي وه مخامخ روې او دېبان په ادب سره ورته ولاړ وه په دې وخت کي ماهان جادوګر په زوره چغه کړه او خپلو نوکرانو ته ئې امر وکړئ چي ورسئ باچا ملکه او مینا را وړاندي کړئ .

په یوه ګړي کي ئې باچا او ملکه لاس تړلي ورته راوستل مینا دملکې پر اوږه ناسته وه ،ماهان جادوګر بل امر وکړی چي دغه سر او تن یوسئ ماشام ته ئې پوخ کړئ زه ئې خورم په یوه ګړي کي د ماهان جادوګر امر پر ځای سو دهغه ځوان سر او تن ئې د هغه ځایه څخه یووړل میز خالي سو.

د میز د خالي کېدو سره سم ماهان جادوګر جلاد ته امر وکړئ چي هله ژر سه د باچا سر پرې کوه ، ملکې چي د جادوګر امر واورېدی د ډېره غمه څخه ئې ژبه وتړل سوه یخي خولې پر را ایله سوې تر سترګو ئې د اوښکو رودونه جاري سول، مینا د ډېري مایوسۍ په حال کي ورته وویل چي ملکې صاحبې ته حوصله مه بایله خدای به خیر راپېښ کړي .

په دې وخت کي ماهان جادوګر په لوړ ږغ وو ملکې ته وویل زما نوم ماهان جادوګر دی ته ستا مېړه او مینا زما بندیان یاست ما دا فیصله کړې ده چي ستا مېړه وژنم خورم ئې ته ډېره ښایسته ئې پر مرګ مي يې نه پېرزو تا وځان ته کښېنوم او د مینا څخه به زما او ستا د واده په ورځ سیخ کباب جوړوم تر دې دمخه ما دمینا سره قول وکړی چي که ته زما سره ستا په خوښه او رضا واده وکړې نو زه به باچا وبخښم نه به ئې وژنم او مګر وروسته مې دافیصله بدله کړه په دې چي وخت ډېر لږ پاته دی نن اخیري ورځ ده که مي نن لا دانسان قرباني ور نه کړه نو زه به د همیش د پاره خپل جادوګري طاقت بایلم زما او د یوه معمولي انسان تر منځ به هیڅ فرق پاته نه سي، نو په دې زه مجبور یم که څه هم ما د مینا سره سليماني قسم کړی دی مګر اوس د دې قسم کفاره ادا کولو ته چمتو یم چي هغه څلویښت ورځي وږي ګرځېدل دي نو اوس به ته زما سره خامخا واده کوې که دي خوښه ده که نه.

د ملکې د طاقته څخه ووتله بې اختیاره ئې تر خوله چغه ووتله چي ظالم جادوګره ته څونه ظالم او بې رحمه ئې چي پر بې ګنا انسانانو ظلمونه کوې خدای خو دي تا تبا وو برباد کړي چي بیا پر مظلومانوظلم ونه کړې.

ماهان چي دملکې اه و فریاد واورېدی هیڅ ئې زړه سوی پر ونه کړى فوراً ئې جلاد ته امر وکړی چي هله ژر سه د باچا سر پرې که چي قرباني مي پر ځای سي جلاد هم بله و نه کړه دستې ئې توره پورته کړه سږ سو د باچا سرئې غوټ ور پرې کړى ، ملکې چي دا منظره ولیدله پر سترګو ئې توره شپه راغله بې سده سوه لږ ګړى وروسته بیرته پرهوښ راغله شاوخوا ئې وکتل د خپل ګران مېړه پرې کړی سر ئې ولیدی د ډېره درده ئې پر جلاد ور وځغستل د سترګو په رپ کې ئې د جلاد څخه توره حمله کړه د ماهان جادوګر په لړمانه ئې وردننه کړه یو وار د وینو شور سو ماهان جادوګر را چپه سو ځای پرځای مړ سو.

د ماهان جادوګر ترمرګه وروسته ټولو دېبانو او روو دملکې لاسونه ور مچ کړل دستي ئې ورته وویل چي دا خو دي ډېر ښه کار وکړى چي دغه ظالم جادوګر دي ووژى موږ خواران ئې دجاو په زور د ځان تابع کړي وو ددې په ایسته ته زموږ ملکه ئې موږ به ستا په خوله کوو امر به دي منو د ماهان جادوګر په ایسته ته زموږ ملکه ئې .

ملکې په ژړا ژړا کې ورته ویل چي ځئ تاسي ټول زما د خوا څخه ازاد یاست پر هره خوا چي ځئ ولاړسئ خو تر تګ دمخه دونه ښه راسره وکړئ دوه ښه زورور اسان راولئ زه دخپل مېړه مړی خپل وطن ته وړم

دوی ورته ویل ستا امر مو په دواړو لېمو منلی دی آبس د سترګو په رپ کې ئې دوه ښه مست او زورور اسان ورته راوستل .

وروسته ټول دېبان او روي خوشاله سول ټول خپلو خپلو وطنو ته ولاړل په یوه ګړۍ کي ټول دربار خالي سو ، یوازي ملکه او مینا پاته سول .

ملکې دستي د ډېره درده د ماهان جادوګر مړي ته اور ور واچوی.

وروسته ملکې او مینا د باچا مړی پر یوه آس ټینګ وتړی پر بل آس پخپله سپره سو مینا ئې پر اوږه ټینګه ناسته وه وروسته ملکه د وینو ډک زړه مخ د کور پر خوا روانه سوه د جادو د جزیرې سفر ناکامه سو.

د دېبانو او انسانانو خپلوي | محمود مرهون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب