یکشنبه, جون 16, 2024
Home+د دېبانو او انسانانو خپلوي | محمود مرهون

د دېبانو او انسانانو خپلوي | محمود مرهون

دا کیسه د یوه دېب ده. د سپین غره په لمن کي د دېبانو پوره یو کلی آباد وو په دغه دېبانو کي یو دېب چي طاووس دېب نومیدی دوې لوڼي او دوه زامن يې درلودل یوه لور يې پري او بله يې ماه پري نومېدله پري او ماه پري هسي خو د دېب لوڼي وې لېکن ډېري ښایستې وې.

طاووس دېب د دې کلي د دېبانو مشر وو د طاووس دېب په کلي کي یوازي دېبان نه اوسېدل بلکي پریزاد هم اوسیدل طاووس دېب د یوې شاپېرۍ سره واده کړی وو ځکه يې پر پریزادو هم امر چلېدی.

د طاووس دېب په لوڼو کي د دېبانو او پریزادو دواړو خاصیتونه جمع سوي وه دوی د پریزادو په رنګ ډېري ښایستې او نازکي وې او  د ضرورت پر وخت د دېبانو په رنګ ډيري بیروونکي،خطرناکي او خونخورې او زوروري هم وې د دوی کلی د سپین غره په لمن کي د ډېري مودې څخه آباد وو د سپین غره لمن ډېره پراخه او آباده وه د شنو اوبو ولې پکښي بهیدلې تکه شنه مځکه وه د میوو بې شمېري درختي پکښي شنې وې دا ځای د مځکي پر سر جنت معلومېدی ځکه طاووس دېب د خپلي قبیلې د پاره دا ځای خوښ کړى وو او دلته آباد سوى وو.

په سپین غره کي شاوخوا تر ډېره لیري ځایه پوري د انسانانو ابادي نه وه کله نا کله به یو مسافر لار ورکه کړې وه پر دې خوا به تېر سو تر راتلو وروسته بيا د هغه ژوندي تلل ډېر ګران کار وو.

په کومه ورځ چي به یو مسافر یا قافله پر دې خوا تېره سوه د غره په لمن کي آبادو دېبانو ته به د اختر ورځ جوړه سوه دستي به يې په لویه پیمانه جشن جوړ کړى اتڼونه به يې پیل کړل هسي خو د دېبانو عمومي خورک میوې او د ځناورو غوښي وې لیکن د انسان غوښه يې تر ټولو خوښه وه د جشن په پای کي به دغه بدبخته انسان په غټو غټو سیخانو ژوندي وپېیل سو او د کبابولو وروسته به دېبانو وخوړى .پری او ماه پري يوازي دوې دوې خوندي نه وې د دوی دوه وروڼه هم وه چي زرمیر او شاه میر نومېدل.

يو وخت طاووس دېب تر یوې درختي لاندي ناست وو څنګ ته ئې لوڼي او زامن هم ناست وه دوی ډوډۍ خوړله د طاووس دېب چُرت خراب وو تندي يې بې شمېره ګونجي کړي وې هر چا چي ورته کتلي وای پوهېدی چي طاووس په چُرتو کي ډوب دی یو ګړی وروسته  طاووس دېب خپلو لوڼو ته وکتل او وې ویل تاسي ښه پوهېږى چي انسان زموږ تر ټولو لوی دښمن دی همدارنګه موږ هم د انسانانو دښمنان یو چي په لاس را  سي ژوندي يې نه پریږدو په داسي حالاتو او دښمنۍ کي د انسانانو نړۍ ته ستاسي تګ او د هغه ځای سیل کول ډېر خطر لري خدای نکرده چي په تاسی یو څه و نه سي ډېر دېبان د انسانانو نړۍ ته تللي دي بیا د هغې خوا ژوندي نه دي راغلي پر ځینو بیا د کوډګرانو او جادوګرانو چمبه صافه سوې ده او هغه  يې د تل د پاره خپل غلامان کړي دي.

طاووس چي خپله خبره خلاصه کړه نو يې د سترګو تر کونجو زامنو ته وکتل د زرمیر په لاس کي دا وخت د یو انسان ورون وو چي ده په غاښو غوښه ځني راپرې کوله او ښه په مزه مزه يې خوړله.

پري وویل بابا هسي خو ته ځان ته ډېر زړور وايې او په دې ټول کلي کي په هیچا کي دونه همت نسته چي ستا سره مقابله وکړي مګر ته فکر نه کوې چي اولادونه دي د ځان په رنګ غښتلي دي ته خو ښه خبر يې چي موږ څلویښت پنځوس انسانان په یوه ګړي کي وژلای سو.

د طاووس دېب ماینې ږغ وکړى ویل هو تاسي دونه زور لرى لیکن تاسي د انسانانو د پټ زور څخه  ناخبره یاست که رښتیا درته و وایم نو د مځکي پر سر انسان ته خدای زیات علم او پوه ورکړې ده.

د دې پوهي او علم په وجه انسان د نړۍ پر هر شي قدرت ترلاسه کړی دی ا نسان داسي علم هم لري چي د هغه په وسیله يې غټ غټ دېبان،پیرانان او روي پخپله ولکه کي راوستلي دي که تاسي زما څخه لیري ولاړاست نو بیا زه ستاسي سره مرسته هم نه سم کولای هر وخت به مو په تاسی چُرت خراب وي  دا پلا ماه پري ویل بابا موږ د غټو غټو استاذانو څخه علم تر لاسه کړی دی موږ تر چا کم نه یو تا زموږ سره قول کړی وو چي کله موږ اتلس کلني سو نو به د انسانانو د نړۍ د سیل کولو موقع راکوې اوس بې قولي مه کوه اوپرې موږده چي موږ د یو څو عمر د پاره د انسانانو نړۍ ته ولاړي سو.

د طاووس زامن چي پټه خوله ناست وه او هیڅ يې نه ویل دوی هم په دې وخت کي د خپلو خوندو پر خوا سول او ول ته بې غمه اوسه زموږ خوندو ته هیڅوک په بده سترګه نه سي کتلای موږ به سترګي ځني وکاږو دوی ته  د سیل اجازه ورکړه موږ به هم ورسره یو د دوی ساتنه به کوو.

طاووس دېب چي زامن هم د لوڼو پر خوا ولیدل ناچاره سو د لوڼو فرمایش يې ومنى ول مجبوره مو کړم چي اجازه درکړم ستاسي د تلو وروسته به زما هر وخت په تاسي کي چُرت وي داسي وکړئ چي سبا سهار د لمر ختلو وروسته ولاړ سئ زه به زما خاص سا  تونکی مالوس درسره کړم او زرمیر او شاه میر به هم درسره ولاړ سي.

خوشاب یو ډېر ښایسته او اباد کلی وو د خوشاب خلک هم ښه او ساده خلک وه په خوشاب کي رُستم خان هم اوسیدی رُستم یو شتمن سړی وو ښه په عیش او عشرت يې ژوند تیروى د خوشاب د څو پخو او ښایسته کورونو څخه يې یو کور د ده هم وو دا وخت رُستم په خپل کور کي بیده وو د باندي پیره دار توپک په لاس ولاړ  وو پیره يې کوله.

نا وخته وو ناڅاپه مخامخ څلور اوږدې اوږدې سائې پیدا سوې سائې کرار کرار د رُستم د کور پر خوا را رواني وې پیره دار ښه په غور ورته کتل دغه سایو لکه پیرانيان د سترګو په رپ کي ځان پیره دار ته را و رسوى تر څو چي د پیره دار سر خلاصېدی دغه سايې پر پیره دار ومُښتلې پیره دار يې پوري وهى پیره دار غوځار سو او توپک يې د لاسه و وتى.

پیره دار وارخطا سو فکر يې وکړى چي د پیرانانو په لاس ورغلم اوس به مي ژوندی وخوري دى ډېر کمزوره سړى وو ځکه دستي په زاریو سو او ویل ګوره ماته څه مه وایاست زه یو غریب مسافر سړی یم په خواري   پسې دلته راغلی یم که زه مړ سوم نو تر شا به مي ماینه او اولادونه خوار سي د ننه په خونه کي رُستم خان پروت دی په غوښه پټ سړی دی هغه وخورئ په ماړه به سئ یوبېروونکی ږغ وسو ول د رنګ خو انسان ئې مګر زړه دي د مېږي دى د دې سره یوه لغته راغله په پیره دار کي ومُښتله پیره دارلیري ومُښت پیره دار هم بله و نه کړه دوې پښې يې څلور کړې یوې خواته يې منډه کړل توپک يې هلته پاته سو پیره دار وتښتېدى.

سائې د څلورو انسانانو وې تک تور کالي يې اغوستي وه بیروونکي مخونه ئې وه غټي غټي سرې سترګي يې وي او غټ غټ غاښونه يې د باندي راوتلي وه په دوی کي یو ور دمخه سو او په زوره زوره ئې دروازه وټکوله د دروازې د ټکولو په وخت کي د هغه غټ غټ نوکان د باندي راووتل د رُستم خان د کور مزدور د خوبه راویښ سو سترګي يې مُږلې د باندي راووتی.

مزدور ته ډیر درد ورغلی وو چي په دې نیمه شپه بیا څوک راغی ده چي دروازه خلاصه کړه او د باندي يې وکتل دغه بیروونکی مخونه يې ولیدل تر خولې يې یوه غټه چغه ووتله غوښتل يې چي دروازه بیرته ژر بنده کړي په دغه سایو کي یوه خپله پښه د دروازې په چوکاټ کي بنده کړه.

د رُستم خان مزدور زور وکړى خو دروازه يې بنده نه کړای سوه اخير دی هم په زاریو سو ول اې دېبانو زه غریب بې وزله او بې وسه سړی یم د خدای د پاره ما پرېږدئ یوې سائې د رُستم خان مزدور په نس کي په لغته وواهه او په ګړبېدلي ږغ يې وویل دا بیا زموږ بخت دی چي ته هم بې وسه او غریب مسافر ئې هغه پیره دار مو هم په دغه خبرو د لاسه ووتی ځان ئې راڅخه خلاص کړى لیکن تا نه پرېږدو.

یوې بلي سائې وویل ګوره ! ټپوسه موږ د ملنګ بابا پیرانيان یو سبا سهار د ملنګ بابا زیارت ته لس دیګونه واریجي را واستوه خیرات ئې کړه نو که دي چیري داسي نه وکړل بیا دي نو د ژوند خوند نسته.

د رُستم خان مزدور دستي سر وښوروى ول بیخي سمه دده لس دیګونه دومره شي نه دي چي زه بچ سم څلورو سره پیرانانو په زوره وخندل خادم پر فرش غوځار سو او بېسده سو د تلو په وخت کي یوې سائې په زوره خادم پر دا ملا په لغته و وهى وروسته دوی څلور سره و یوې خواته وځغستل په تیاره کي ورک سول یو څه مخ ته د دوبي کور وو دغه دوبي د ډیر عمر وو داسي وچ کلک سوی وو لکه وچ لرګی ډېر بخیل انسان وو بیا پیرانان د دوبي کورته ورغلل د هغه دروازه يې ور وټکوله.

دوبي چي د باندي راووتى او د دوی مخونو ته يې وکتل ژبه يې بنده سوه دستي يې په پښو کي ورولوېدی ول د خدای پار دی ما مه وژنى زه یو سپین ږرى سړی یم هیڅ غوښه پر بدن نه لرم یو پېري په زوره پر سر په چپلاخه ووهى او په بیروونکی ږغ يې و ویل ته خو د آدم علیه السلام د زمانې يې ستا د غوښو په خوړلو خو موږ دستي ناجوړه کیږو اصلاً خبره دا ده چي زموږ د سپین ږرو دېبانو او پیرانانو د سترګو دید کم سوی دی هغو فرمایش را کړی دی چي د خوشاب د دوبي د هډوکو رانجه راته راوړئ چي موږ يې په سترګو کي واچوو په دې سره زموږ د سترګو دید زياتیږي اوس موږ ستا د غوښو د پاره نه بلکي د هډوکو د پاره راغلي یو دوبي چي دا واورېدل د سترګو تر کونجو ئې شاوخوا وکتل چي پر کومه خوا وتښتم بیا يې په رېږدېدلي ږغ وویل د خدای پار دی پر ما رحم وکړئ زه سپین ږرى سړی یم ما پرېږدئ.

یوه پېري وویل موږ تا په یو شرط پرېږدو هغه دا چي سبا د ملنګ بابا زیارت ته لس دیګه د پخو ورجو راواستوه خیرات يې کړه دوبي دغه شرط دستي ورسره ومنى پیرانان د دې ځایه روان سوه ښه لیري د یوه بل کور دروازې ته ودرېدل د دروازو تر کونجانو يې د ننه وکتل یوه ګړی لا ولاړ وه وروسته يې دروازه ور پوري وهله دروازه خلاصه وه دوی کور ته ورننول او یوې خوني ته ورغلل په کور کي توره تیاره وه د دوی په ور ننوتو سره یو پلا په دوی چغ او بغ ګډ سو دا کور د شېردل وو دا وخت شېردل او د هغه ماینه په دې خونه کي ولاړ وه کله چي پیرانان خوني ته ورننوتل نو شېردل او د هغې ماینې لښتي ورته بندي کړې د یوې خوا څخه شېردل په لښتو وهل د بلي خوا څخه د هغه ماینې په لښتو وهل.

په تیاره کي دوی ته د سر پناه ځای نه ښکاره کیدی آخر ناچاره سول پر مځکه پرېوتل په دې وخت کي په خونه کي د څراغ رڼا سوه څلور سره پیرانان پر مځکه اوږده اوږده پراته وه د لښتو په وجه يې بدنونه شنه اوښتي وه شېردل او د هغه ماینه ور د مخه سول د پیرانانو څخه يې د هغو توره جامه وکښله په اخير کي يې د مخو څخه هغه بیروونکي ربړي مخونه هم ایسته کړل.

اوس نو دا څلور سره پیرانان نه بلکي انسانان ښکاره کېدل په دوی کي یوه نجلۍ وه او درې هلکان وه دستي غوږونه ونیول او نجلۍ د شېردل د ماینې په پښو کي ولوېدله.

دا څلور سره اصلاً د شېردل اولادونه وه یعني درې زامن او یوه لور دا د دوی د هري ورځ حال وو د دونه وهلو خوړلو سره سره يې یو او بل ته پټ پټ خندل د دې شیطاني ډلي مشره د شېردل یوازیني لور وه چي مرمرینه نومېده د دوی څلورو څخه ټول کلی په  تنګ وو خلک يې ډېر زهیرول په کلي کي د یوه غټ پیر زیارت چي د ملنګ بابا د زیارت په نامه مشهوره وو په زیارت کي یو څو ملنګیان اوسېدل .

 دوی د دې ملنګانو سره لاره جوړه کړې وه خلک به يې د شپې وبېرول او په دې شرط به يې وبخښل چي هغو به سهار د ملنګ بابا زیارت ته لس دیګونه وریجي استوي سهار چي به د وریجي دیګونه زیارت ته ورسېدل نو ملنګیانو به دوی ته انعام ورکړه مرمرینه هسي خو په عمر کمه وه لیکن په قد غټه وه یو څه موده بعد يې د کلي د یوه هلک سره واده کيدونکی وو ډېره ښایسته او جګه نجلۍ وه په هغې کي د نجونو هيڅ عادتونه نه وه د هلکانو په رنګه طبیعت يې وو او د هلکانو سره يې لوبي کولې د دې سره سره هغه ډېره سر زوره وه زیاتره به يې د هلکانو سره جنګونه کول ډېرهلکان يې وهلي وه د همدې عادتو په وجه خلک ځني بېرېدل شېردل د کلي یوه ځوان سره چي فرید نومیدی د دې کوزده وکړه فرید یوازي دا نه چي په یوه سترګه چُک وو بلکي په یوه پښه ګوډ هم وو.

د مرمریني مشر ورور هم د خور پر خوا وو هغه په بدن ډېر کلک او پنډ وو یو وخت يې د کلي یو غویى په اوږه ووهى غويى يې راچپه کړى د هغه ورځي څخه خلکو د غويي په نامه ورته ویل.

پاته دوه کشران وروڼه يې هم په بدن ښه تکړه وه په کلي که به هر کله چي د چا چرګه غلا سوه نو خلکو به پر دوی دواړو شک کوى ځکه چي څو پلا د چرګو پر غلا نیول سوي وه غرض دا چي د شېردل د زامنو او لور څخه هر څوک تنګ وه شېردل پخپله ډیر ښه سړی وو هر وخت به يې خپلو زامنو او لور ته نصیحت کوى او وهل به يې لیکن پر دوی نه نصیحت اثر  کوى او نه وهلو.

دا وخت هم دوی سرونه ځړولي وه او شېردل په درد ورته ولاړ وو اصلاً شېردل د هري ورځي د وهلو څخه تنګ سوی وو بې اختیاره يې تر خوله ووتل خدای مو پر دېبانو او پریانانو پېښ کړه چي په لتولو لتولو مو هډوکي در رانجه کړي بدبختانو زما خوار د وهلو څخه خو حیا نه کوئ دا وخت د دعا د قبلېدو وخت وو ده چي دا خبره وکړه د لاسه يې لښته ووتله لښته پخپله په فضا، کي پورته سوه او په زوره يې دوی ووهل یو پلا بیا دوی چغي کړې منډي يې کړې دوی چي هري خواته ځغلي لښته هم هغې خوا ته پسې ځغلي او ښه مضبوطه يې وهي آخر دوی ناچاره سول د خپل پلار پښو ته ولوېدل توبه يې وکښله چي بیا به هیڅ څوک زهیر نه کړود توبې تر کښلو وروسته لښته بیرته د شېردل لاسو ته راغله هغه ونیوله د دې حیرانوونکي پيښي په لیدلو سره شېردل او د هغه ماینه حیران وه چي دا  لښته څنګه پخپله په فضا، کي پورته سوه او دوی يې ووهل کله چي شېردل دا خبره وکړه په دې وخت کي د طاووس دېب دواړي لوڼي پري او ماه پري هم په خونه کي موجودي وې مګر چا نه سوای لیدلای.

کم وخت چي پري او ماه پري د خپل ساتونکي مالوس دېب سره د سپین غره د لمني څخه د انسانانو د آبادۍ پر خوا رارواني سوې نو دوی ډیري خوشاله وې پر ډېرو دریابو،ځنګلو او غټو ښارو وګرځیدلې آخر د خوشاب کلي پر خوا راغللې په دي وخت کي دوی چا نه سوای لیدلای کله چي دوی د کلي منځ ته راغلې نو ډېري خوشاله سوې.

په دې وخت کي د کلي په منځ کي د کلي د سپین ږرو مجلس روان وو دوی پر کلي راوګرځېدلې یوې خواته یوه کنډواله ولاړه وه دلته یو څاه هم وو دوی پر دغه کنډواله راکښته سوې پري د اوسېدو دپاره دغه کنډواله خوښه کړه د ماه پري او مالوس دېب هم دا کنډواله خوښه سوه کنډوالې ته په مخامخ میداني کي د کلي هلکانو او نجونو خپلي بازى کولې په دې هلکانو او نجونو کي یوه نجلۍ داسي هم وه چي د نجونو سره نه بلکي د هلکانو سره يې لوبي کولې.

دغه نجلۍ ډېره زړوره ښکارېدله ځکه هلکانو هم څه نه سوای ورته ویلای دوی د کنډوالې پر دېوال ناستي وې د هلکانو او نجونو پر بازيو يې خوند اخستی وو ماه پري په دې خوشاله وه چي دلته کوچني کوچني هلکان ډېر وه د پري ورته پام سو ویل ماه پري ته دې کوچنیانو ته ډېره ګورې خیر خو دی د خوړلو نیت خو ئې نه لرې؟

  پري ورته وویل یه زه يې قوارو ته حیرانه یم چي د انسانانو کوچنیان څونه ښایسته وي د دېبانو کوچنیان خو دا رنګه ښایسته نه وي ارمان چي ما د انسان بچی ساتلی وای ښه به مي ساعت په تېر وای.

پري خوشکه  ورته وکړ ول دا څه وائې د دېبانو او انسانانو یاري نه سره کیږي زما خو پخپله زړه غواړي چي هره ورځ د دې کوچنیانو څخه یو کوچنی وخورم ماه پري وویل پام کوه چي داسي چټي حرکت و نه کړې که په تاسو دواړو کي یو هم داسي بد کار دلته وکړي نو بیا زما او ستاسي لاري سره بېلي دي د ماه پري زړه غوښتى چي د انسانانو په آبادۍ کي د انسانانو په رنګه ژوند وکړي د دې خپل کلی نه وو خوښ دوی دستي دغه څاه ته کښته سول چي په دې کنډواله کي وو په لږ موده کي دوی په څاه کي لار جوړه کړه او تر  کنډوالې لاندي يې په مځکه کي د ننه یوه ښایسته او پراخه ماڼۍ جوړه کړه دوی به د ورځي پر ښارونو ګرځېدل چي هر شي به يې خوښ سو هغه به يې غلا کړى دغه ماڼۍ ته به يې راوړى د دوی په ماڼۍ کي هر شي موجود وه ماه پري د ډوډۍ او انساني خوړو د پخولو کوښښ کوى زیاتره وخت به د شېردل په کور کي وه په خوشاب کي یو تکړه ځوان هم اوسېدی چي ګلاب نومېدی ګلاب د خیرو زوی وو خیرو د خوشاب تر ټولو غریب سړی وو دی بوټ ساز  وو.

ګلاب ډېر زورور وو پهلواني يې کوله په ټول خوشاب کي د چا د ده سره په پهلواني کي مقابله نه سوای کولای د ده تر ټولو غټ حریف د خوشاب د صالح جان زوی وو هغه هم ښه تکړه پهلوان وو هر وخت چي به د پهلوانۍ مقابله وه په دوی دواړو کي به یوه هغه مقابله وګټله د وخت په تېرېدلو سره د دوی دواړو تر منځ خوابدتیا پیدا کیده ماه پري چي به هر وخت د پهلوانۍ د مقابلې څنګ ته تېرېده نو ډېره به حیرانه وه چي دا خلک ولي جنګ کوي د دې هیڅ سر نه په خلاصیدی.

یو ورځ د کلي په منځ کي د پهلوانۍ مقابله جاري وه ماه پري د خپلي خور سره یو ځای کښېنستله په دې وخت کي دوی چا نه لیدل دې نن فیصله کړې وه چي د دې راز څخه به خامخا پرده پورته کوم چي دا خلک ولي جنګ سره کوي.

یو ګړی چي دوی ورته کښینستل نو ئې سر خلاص سو چي دا خلک جنګ نه سره کوي بلکي یو د بل زور معلوموي ماه پري په هغه ګړي میدان ته ورغله په دې وخت کي د دوو پهلوانانو په منځ کي مقابله روانه وه ماه پري د دېب لور وه ډېره زوروره وه دې دا پهلوان تر پښو ونیوى راکش يې کړ هغه غوځار سو د خلکو دا فکر سو چي یوه پهلوان په چل و ول سره دغه پهلوان غوځار کړى خلکو پر دې بل پهلوان آفرین ووایه.

دواړو پهلوانان حیران وه چي دا څه وسول په مقابلې کي د حریف د خوږولو اجازه نه وي کله چي ماه پري غوځار سوی پهلوان پورته کړى د مځکي يې وویشتى نو هغه بېسده سو ګلاب په پهلوانى کي یوې خوا ته ولاړ وو هغه ته درد ورغی فکر يې وکړى چي دغه پهلوان يې ناحقه خوږ کړى ځکه ئې د درده څخه دا بل پهلوان په سُوک و وهى او خُشکه يې ورته وکړه چي ولي دي داسي وکړل.

د هغه پهلوان مخ ته ماه پري پټه ولاړه وه د ګلاب سوک پر ځای د دې چي پر پهلوان مښتی وای پر ماه پري ومُښتى هغه يې خوږ کړه په منډه خور ته راغله چي دا پهلوان خو ډېر زورور دی په سُوکه ئې ووهلم اوس يې زه هم نه پرېږدم خپل بدل خامخا ځني اخلم.

 دلته مرمریني او د هغې وروڼو تر ډېري مودې پوري بیا خلک نه زهیرول ډېر بېرېدل چي داسي نه بابا را خبر سي لیکن دوی دوبي ته ډېر دردېدلي وه فیصله ئې کړي وه چي دوبي به نه پرېږدو یوه ورځ شېردل ډېر ستړی وو ماښام وختي بیده سو دوی دغه موقع غنیمت وګڼله دستي ئې توري جامې ورته واغوستلې بېروونکي مخونه يې کښېښول د دوبي د کور پر خوا روان سول.

دوبي کور ناست وو ده ته یو چا ویلي وه چي پیرانان ، دېبان او روي د اوره ډېر بېریږي لیري ځني تښتي ځکه ده یو څو ځوانان را ټول کړي وه پر غټو غټو لرګیو يې ټوکران ټرلي وه پر دغه ټوکرانو باندي يې تیل اچولي وه چي دوی دروازه وټکوله دلته هلکانو ټوکرانو ته اور  ور واچوى او ژريې دروازه خلاصه کړه د دې حال په لیدو سره دوی څلور سره وار خطا سول دستي يې منډه کړه، اوس نو مخ ته دوی څلور منډي وهي او تر شا يې ښه ډېر هلکانو منډي پسي وهي په لاسو کي ئې غټ غټ لرګي دي د لرګیو سرو اور اخستی وو.

مرمریني او وروڼو يې فکر وکړی که اوس موږ دې خلکو ته په لاس ورغلو ژوندي مو سوځي د مخه تر دې چي موږ ځانونه ور وښیو دوی به پر موږ اورو بل کړی وي ډېر په وهم او وارخطایي يې ځغستل پر ټول کلي را وګرځېدل لیکن د هلکانو څخه خلاص نه سول هلکان هغسي په پسې دي اخير دوی هدیرې ته ورسېدل نیمه شپه وه د دوی مخ ته یوه غټه او بېروونکې هدیره وه یو ګړی ودرېدل او تر شا يې وکتل په تیاره کي د اور لمبې ښه روښانه ښکاره کيدې چي د دوی پر خوا را رواني وې دوی تر ډېره

هلته نه سوای درېدلای ځکه چي د اور لمبې را نژدې سوي وې دوی ژر هدیرې ته ورننوتل تر قبرو ژر ژر اوښتل او ځغستل يې هلکان چي هدیرې ته را و رسېدل وهم واخستل په دوی کي دونه جرائت نه وو چي هدیرې ته ورننوزي په چغو چغو يې بیرته پر شا منډي کړې ولاړل مرمرینه او وروڼه چي يې په هدیره کي یو څه پر مخ ولاړل ناببره مرمرینه یوه مات قبر ته ور ولوېدله هغې داسي فکر وکړى لکه یو څوک چي يې تر پښه ونیسي او راکش ئې کړي.

د مرمریني وروڼه چي لږ پر مخ ولاړل اصلي دېب پر پېښ سو دا دېب د ماه پري خادم مالوس دېب وو مالوس دېب دوى ډېر مظبوطه ووهل د مخونو څخه ئې مصنوعي مخونه ایله سول توري جامې ورباندي څیري سوې مالوس دېب ته يې ډېري زارۍ وکړې چي موږ ایله کړه مالوس دېب په زوره وخندل او وې ویل ځئ ایله مي کړلاست که مو بیا په دېبانو پسخند وهلی وو نو زه به درسره جوړ سم درې سره وروڼو دوې پښې څلور کړې د هدیرې څخه په ځغستا راووتل کور ته ولاړل د بیرته راتګ پر وخت مرمرینه هم د نړېدلي قبرڅخه راووتله بیا درې سره په منډه کورته راغله.

د شېردل او د هغه د ماینې د پاره نن ورځ د خوشالۍ وه ځکه چي د دوی لور مرمرینه چي په دغه ورځ سهار وختي راپورته سوه تر لمانځه وروسته يې د کور په کارو کي د مور سره مرسته وکړه وروڼه يې هم سهار وختي د خوبه راپورته کړل د پلار سره يې کار ته واستول.

شېردل او ماینه يې حیران وه چي نن څه کیسه ده مرمریني مور ته وویل زویه نن زه ډېره درڅخه خوشاله یم یو څو ورځي چي تیري سي د خیره سره ستا واده دی په یو څو ورځو کي د چُک فرید مور زموږ کره د خبرو د پاره راځي د واده نیټه به معلومه کړي مرمریني ډېر په درد ورته وویل ادې د چُک او ګوډ سره واده نه کوم شېردل ته درد ورغی ول ما د چُک فرید د پلار سره قول کړی دی زه خپل قول نه سم ماتولای چُک فرید که هر څنګه دی اوس ته د هغه په نامه يې  تر څو چي هغه ژوندی وي زه د بل چا سره ستا واده نه سم کولای.

مرمریني ویل بابا د مرګ ورځ نو چا ته معلومه ده د دې خبري په اورېدو شېردل په چُرتو کي ډوب سو دلته په دا بله ورځ حال راغی چي چُک فرید د کوره وتښتېدی فقط دونه حال ئې پرې ایښي وو چي ترڅو پوري د مرمریني واده بل ځای نه وي سوی زه کورته نه درځم د چُک فرید په تیښته کي یوازي د هغه کورنۍ خوابدې نه وه بلکي شېردل او د هغه ماینه هم ډېر خوابدي وه مګر مرمرینه خوشاله وه شېردل د کښت او کروندې د پاره لږ مځکه درلودله چي د هغې په کرلو ئې خپله ګزاره کوله د دې مځکي د فصل په خرڅولو به يې دونه پیسې تر لاسه کړې چي بسته کال به يې کور په چلوى دغه کال چي د فصل وخت راغی مرمریني پلار ته وویل بابا دا پلا فقط غنم وکره بل هیڅ شی مه کره.

شېردل هم د لور خبره ومنله غنم يې وکرل د خدای په فضل سره دغه کال فصل ډېر ښه سو دونه زیات غنم وسول چي د دوی کور د غنمو په بوجیو ډک سو بیا هم غنم پاته سول دوی چي به هر څونه غنم خرڅ کړل په دا بله ورځ به د غنمو په بوجیو کي یو څو نوري بوجۍ هم زیاتي سوي وې دې خبري ته د هیچا پام نه وو چي دا غنم ولي نه کمیږي د خرڅو کړو غنمو پیسې چي به يې کور ته راوړلي سهار ته به په هغه پيسو کي زیاتوب راغلی وو.

په دې راز هیڅوک هم نه وه خبر  چي د نړېدلي قبر څخه مرمرینه د باندي نه راووتله بلکي د طاووس دېب لور ماه پري راووتله مرمرینه خو هلته په قبر کي پاته سوه ماه پري د مرمریني په بڼه د شېردل کور ته راغله په غنمو او پیسو کي دغه زیاتوب د ماه پري په اشاره روان وو ماښام چي به د کور خلک بیده سول مالوس دېب به یو څو بوجی غنم راوړل د شېردل د غنمو د بوجیو سره به ئې کښېښول په پیسو کي به يې یو څه نوري پیسې واچولې.

په دې وخت کي د ماه پري او پري په منځ کي جګړه روانه وه پري په درد خور ته ویل دا څه وایې زه دي مشره خور یم ته دلته د سیل او تفریح د پاره راغلې يې د واده کولو د پاره نه يې راغلې، اول مي مرمرینه نړېدلي قبر ته واچوله وروسته مي د هغه ځای څخه یووړه خپلي ماڼۍ ته مي ورسوله بیا دي چُک فرید د کور څخه غیب کړى دا ټوله کارونه تا په ما وکړل ځکه ستا په جُرم کي زه هم درسره شریکه سوم زه څه خبره وم چي ستا په زړه کي دا خبري د مخه لا وې اوس غواړې چي د مرمریني په بڼه د ګلاب پهلوان سره واده وکړې ته ښه پوهېږې چي اور او خاوره د یو بل سره ضد لري دېبان د اور او انسانان د خاوري څخه پیدا سوي دي ستا او د ګلاب پهلوان واده نه سي سره کیدلای داسي نه چي د خپل ځان سره ته موږ هم په غم اخته کړې.

ماه پري پر وخندل ول ته نو اوس دونه هم نه يې را باندي مشره چي دا ډول نصیحتونه راته وکړې دا زما د ژوند مقصد ګرځېدلی دی چي زه به د ګلاب پهلوان سره واده کوم که چیري ته مرسته نه سې راسره کولای نو ځه بیا مي نه يې په کار چي په ټول ژوند بیا خبره راسره ونه کړې.

پري وویل ستا د دې کارو له کبله زه ډېره پریشانه یم خدای دي نه کړي که چیري بابا را خبر سو نو ما ته به هم سخته سزا راکړي.

ماه پري وویل زه هري سزا ته چمتو یم ته بې غمه اوسه مرمرینه او چُک فرید زما په شاهي ماڼۍ کي استراحت کوي په ژوند يې دونه ارام نه وو لیدلی، پري ناچاره سوه ویل ښه سمه ده ته خپل کار کوه زه دي ملګرې یم هر مُشکل چي راغی په ګډه به ئې مقابله کوو.

شېردل اوس ډېر شتمن سو د دې سره سره هغه مشهور هم سو خلکو به ویل چي د شېردل مځکه پنځه پنځه فصله کوي ده د هغه زاړه کور پر ځا یوه ښایسته او پوخ کور جوړ کړی د مرمریني عادتونه خو نه وه بدل سوي لېکن قسمت يې بدل سو هر چا غوښتل چي مرمرینه خپل زوی ته ور و غواړي د خوشاب د صالح جان د زوی ګلک غوږو ته هم د مرمریني صفت رسېدلی وو د پلار نازولی زوی وو دستي پلار ته ورغی او وې ویل چي بابا زه فقط د مرمریني سره واده کوم د بل هیچا سره واده نه کوم .

پلا ر يې دستي پر بریتو لاس را تیر کړى ول زویه په چا کي دونه جرائت نسته چي زما زوی ته نټه وکړي زه سهار د شېردل کور ته ورځم مرمرینه ستا د پاره ځني غواړم شېردل چي زما په راتګ خبر سي د خوشحالۍ څخه به په کالو کي نه ځاییږي ځکه چي په دې ټوله سیمه کي تر صالح جان موړ سړی نسته ګلک هم خوشاله سو دلته ګلاب پهلوان ته هم مور او پلار ډېر ویل چي زویه واده وکړه لیکن ده نې ورته کوله یوه ورځ خیرو بوټ ساز پر لاره را روان وو چي یوه کڅوڼه يې پیدا کړه.

ده چي کڅوڼه را پورته کړه او وې کتله کڅوڼه د طلاوو ډکه وه شاوخوا يې وکتل هیڅوک هم نه وه خیرو بوټ ساز طلاوي کور ته راوړې پټي يې کړې هیچا ته ئې ږغ نه کوى فکر ئې وکړى چي د هر چا څخه چي لوېدلي وي هغه به اعلان وکړي زه به ئې ورکړم څو ورځي چي تیري سوې هیچا د خپلو طلاوو د ورکېدو ږغ و نه کړى ماینې يې ورته وویل سړیه دا پيسې موږ ته  خدای د خپلي خزانې څخه راکړې اوس نور مه پسي ګرځه دغه طلاوي زموږ دي.

خیرو بوټ ساز په دغو پیسو د کښت او کروندې د پاره یو څه مځکه رانیوله بوټ سازي يې پرېښوله کښت او کرونده يې شروع کړه.

د طلاوو ډکه کڅوڼه ماه پري د خیرو بوټ ساز په لار کي ورته ایښې وه چي خیرو يې پورته کړي په خپل درد ئې ووهي د طلاوو د لاس ته راتلو وروسته چي خیرو خپل زوی ګلاب ته د واده کولو وویل نو ده هم دا پلا نټه و نه کړه ورته هو يې کړه د خیرو او شېردل د کوچنیوالي څخه انډیوالي وه.

خیرو په دې خبر وو چي چُک فرید د مرمریني سره د واده کولو څخه نټه کړې ده ځکه هغه د شېردل کور ته ورغی چي مرمرینه خپل زوی ته وغواړي د خدای کارونه دي په کومه ورځ چي صالح جان د شېردل کور ته راغی په هغه ګړي خیرو هم د شېردل کورته راغی شېردل دواړه خلک ښه په عزت سره په میلمستون کي کښېنول.

صالح جان ته ډېر درد ورغلی وو خیرو ته يې بد بد کتل وس يې نه چلېدی که نه وي خیرو به يې د شېردل د کوره د باندي غورځولی وای د درده بوږېدی چي دا بوټ ساز هم نن زما سره حریفي کوي شیردل نه صالح جان خوابدی کولای سوای اونه ئې خپل زوړ انډیوال خیرو خوابدی کولای سوای دا فیصله مرمریني ته پرېښوله ماه پري چي د مرمریني په بڼه وه د خدایه څخه دغه ورځ غوښته دستي مېلمستون ته راغله ویل زه د مسکین خیرو بوټ ساز د زوی سره واده کوم د مړو او خانانو خلکو سره زما نه ده جوړه.

صالح جان په خړو سترګو، شرمېدلی بیرته کور ته ولاړى هلته دواړو خواو د واده تیاری پیل کړى دواړه په لږ وخت کي شتمن سوي وه ځکه يې هر شي مخکي لا پوره کړى وو اوومه ورځ د واده نېټه کښېښول سوه.

شېردل ډېر خوشاله وو ځکه چي د ګلاب په رنګ خوش اخلاقه او تکړه ځوان په ټول خوشاب کي بل نه وو فکر يې کوى چي پاک خدای ښه پیسې راکړې او د چُک فرید پر ځای يې دا ډول ښایسته زوم هم راکړى دلته د ګلاب په کور کي هم خوشالۍ جوړه وه.

د صالح جان په کور کي غم جوړ سوی وو صالح جان او د هغه زوی ګلک ډیر دردېدلي وه چي شېردل زموږ پر ځای خیرو بوټ ساز ته هو وکړه دوی په دغه چُرتو کي ډوب وه چي څنګه به د دواړو کورنیو څخه خپل غچ اخلو.

صالح جان د خوشاب پر خلکو ډېر اثر درلودى ده دا فیصله وکړه چي که د خوشاب څخه هر چا په دې واده کي ګډون وکړى نو موږ به د هغه سره هم وګورو ټول کلی د صالح جان پر خوا وو ځکه چي دوی د صالح جان څخه ډېر بېرېدل صالح جان دا فیصله هم وکړه چي د خیرو څخه به مځکه په زوره لاندي کوم اخير به دوی پخپله دې ته اړ سي چي د دې ځایه کډه وکړي بل ځای ته ولاړ سي.

خیرو هم په دې خبر سو هغه ته اندازه وسوه چي په راتلونکي وختو کي د سختو مشکلاتو سره مخامخ کیدلای سم وهم يې په زړه کي پیدا سو اوس يې د خپل زوی او د شېردل د لور کوزده هم نه سوای ختمولای دا کار يې د خپل ځان د پاره د شرم خبره ګڼله.

په کلي کي ډېرو خلکو قولونه ورسره وکړه چي موږ په واده کي ګډون درسره کوو لیکن د واده په ورځ کله چي ورا د شېردل د کور پر خوا روانه سوه په ټول کلي کي هیچا هم په دې واده کي ګډون و نه کړى یوازي ګلاب او د هغه پلار خیرو د کوره روان سول یو څو خلک د ښاره میلمانه ورته راغلي وه.

دوی په پښو د شېردل د کور پر خوا روان سول ځکه چي هیچا هم آس نه ورکوى د شېردل کور ډېر لیري وو هغه سپیره ورا چي پنځه کسه پکښې وه چي کله د شېردل کره ورسېده نو د پنځو سوو کسو غټه واره ځني جوړه سوې وه د ورا مخ او شاته ئې یوه لویه بجه خانه روانه وه موسیقي ږغېدله.

دغه پنځه سوه کسه ټول پر آسانو سپاره وه کم وخت چي خیرو د یو څو تنو سره را روان سو نو ډېر شرميدی چي په ورا کي څوک نسته راسره ځکه دی د شېردل د کور پر هغه لار ولاړى چي څوک نه پر تلی دوی پر دغه لار  یو څه پر مخ ولاړل یو څو خلک په مخه ورغلل چي پر آسانو سپاره وه.

دغه خلک ورته را د مخه سول او پوښتنه يې وکړه تاسي څوک یاست او چیري روان یاست خیرو کیسه ورته وکړه سپرو ورته ویل موږ د بل هیواد څخه سیلانیان راغلي یو موږ به ستاسي په واده کي ګډون وکړو تاسي زموږ پر آسانو سپاره سئ د شېردل د کور پر خوا در روان سئ.

خیرو خو د خدایه دا غوښتل دوی دستي د سیلانیانو پر آسانو سپاره سول روان سول یو عجبه کار وسو د دوی تر شا پر آسانو سپرو لړۍ وار په وار زیاتیده خدای خبر چي دا خلک د کومي څخه پیدا کیدل یو څو تنه چي د شېردل کور ته ورسېدل نو د پنځو سوو تنو ورا ځني جوړه سوه.

شېردل چي دونه غټه ورا ولیده وار خطا سو هغه فقط د پنځه ویشتو دیرشو خلکو خواړه برابر کړي وه ځکه چي هغه په دې خبر وو چي په دې واده کي د یو څو خلکو ماسيوا بل هیڅ څوک ګډون نه کوي د دې سره سره هغه دننه د خلکو د کښېنولو ځای هم نه درلودى.

یوازي خیرو او ګلاب د هغه خلکو سره چي د دوی سره د کوره را روان سوي وه د شېردل کور ته ور ننوتل نور ټول خلک د آسانو څخه نه دي راکښته سوي د باندي ودرېدل دستي نکاح وتړل سوه مرمریني تر نکاح مخکي لا مور او پلار ته ویلي وه چي د دې په ایسته زما نوم مرمرینه نه ده بلکي ماه پري ده ما ته به د دې ایسته په همدې نامه وایاست د ماه پري په نامه د دې او ګلاب نکاح وتړل سوه.

تر نکاح وروسته خیرو او ګلاب ژر د مرمریني سره چي اوس د ماه پري په نامه وه د کور پر خوا را روان سول ټول کلی دې ورا ته حیران وه چي خیرو دا دونه خلک د کمي خوا پیدا کړل داسي غټ واده خو دوی په ژوند نه وو لیدلی ګلاب او خیرو هم حیرانۍ اخیستۍ وه چي دا دونه غټه ورا څنګه جوړه سوه او دونه ډېر آسان د کمي خوا پیدا سول.

کله چي ګلاب د ناوي سره خپل کور ته ورسېدی نو دغه خلک د سترګو په رپ کي غیب سول دلته خلک هم حیران وه د صالح جان د بیري هیڅوک مخ ته نه ورته راغی لیکن هر سړی د خپل کور پر بام ورته ولاړ وو د دوی ننداره ئې کوله د هیچا سر نه خلا صېدی چي خیرو بوټ ساز دونه پیسې د کمي خوا کړې.

د خیرو کور د یوه غریب سړي د کور په شان وو ناوې په یوه زړه خونه کي کښېنول سوه کله چي ماه پري د خیرو کور ته را ننوت نو د هغه د زاړه او خرابه کور په لیدو يې خوابده سوه لیکن په زړه کي خوشاله وه چي خپل مُراد مي تر لاسه کړى.

بلي خوا ته صالح جان او د هغه زوی ګلک د درده ډک ناست وه دا وخت بې شمېره لوچګان پر را ټول وه د دوی سره وسله ورسره وه صالح جان پر خپلو بریتو لاس تیر کړى ول هلکانو موږ د شپې دوولس بجې د خیرو بوټ ساز کور ته ور اوړو او هغه ته وایو چي مرمریني ته دي طلاق ورکړي او موږ ته دي يې په لاس راکړي که يې چیري زموږ خبره ومنله خو ښه تر ښه که نه وي بیا نو دوی ټول حلالوو او مرمرینه په زوره ځني راولو.

لُوچګانو ویل بیخي سمه ده څنګه چي ستا خوښه وي د مرمریني د راوستلو د پاره که د خیرو د کورنۍ حلالولو ته اړتیا پیښه سي هم به موږ دریغ و نه کړو دوی دونه د جوشه ډک وه چي تر وخت د مخه د غچ اخیستلو د پاره د خیرو د کور پر خوا روان سول.

د ګلاب په خونه کي د څراغ نرۍ ژړه رڼا وه په دې رڼا کي ماه پري چي د مرمریني په بڼه پر پالنګ ناسته وه په دې وخت کي ګلاب پر خوني ته راغی او پر څنګ ئې کښېنستى او د هغې د مخه څخه يې پوړنی ایسته کړى ماه پري داسي ښایسته وه لکه سپوږمۍ ګلاب يې ښایست ته حیران ولاړى.

ګلاب د ځانه سره د سرو زرو ګوتمۍ راوړې وه چي دغه ګوتمۍ يې ماه پري ته ور په ګوته کړه کرار کرار د دوی په منځ کي خبري اتري پیل سوې د خبرو په منځ کي بې اختیاره ماه پري وویل ستا په سوک کي ډیر قوت پروت دی.

ګلاب حیران ولاړى چي دا زما د سُوکه په قوت څه خبره ده ماه پري خو د پهلوانۍ په مقابله کي د ده سوک خوړلی وو ګلاب پوښتنه وکړه ما خو تر اوسه په سوکه نه يې وهلې تا ته زما د سُوکه درک څنګه معلوم سو.

ماه پري په خبرو کي پاته راغله دستي ئې یوه بهانه جوړه کړه ویل ستا نوم تر ډېرو لیریو سیمو پوري رسېدلی دی ډېر مشهور شخصیت يې ما دي د نورو څخه د پهلوانۍ او قوت صفتونه اورېدلي دي.

ګلاب په چُرتو کي ډوب سو د ماه پري پر پوښتنه ده ټوله کیسه ورته وکړه چي صالح جان او د هغه زوی ګلک زموږ سره داسي بد وکړل په دې وخت کي د باندي د یو چا د پښو کړپی سو داسي معلومېدله لکه ښه ډېر خلک چي تر دېوال را واوړي او کور ته راننوزي ګلاب د باندي د وتلو کوښښ وکړى لیکن ماه پري ټینګ ونیوى د باندي تلو ته يې نه پرېښوى د دوی اندازه صحیح وه تر ټولو د مخه صالح جال راواوښتى وروسته ئې زوی ګُلک په پسې وو تر شا ئې شل کسه لوچګان ډانګان په لاسو کي تر دېوال را واوښتل او د سرای په منځ کي ودرېدل د خیرو سرای ډېر غټ وو یو څو خوني پکښي جوړي وې نوره مځکه خالي ولاړه وه یو څو درختي پکښي ولاړي وې تر دغو درختو لاندي صالح جان او د هغه ملګري را ټول سول غټ غټ ډانګان يې په لاسو کي نیولي وه .

د سپوږمۍ په رڼا کي دوی ښه روښانه معلومېدل تر سترګو ئې اورونه راوتل د صالح جان په اشاره  دوی حرکت وکړى د خونو پر خوا روان سول دوی دوه درې ګامونه لا نه وه اخستي چي د درختو د ښاخو څخه لړزوونکی پُښهاری سو ټول وار خطا سول او ودرېدل او شاته يې وکتل د صالح جان زوی ګلک توپک ورسره را اخیستي وو هغه یو څو ټکان د درختو پر خوا وکړل.

د درختو څخه درې بېروونکي ماران مځکي ته راولوېدل دغه ماران اوږده وه او غټ غټ سرونه يې وه تر سترګو يې اور بادېدی اوږدې اوږدې ژبي يې د باندي را ایستلي وې.

صالح جان او د هغه ملګرو بې اختیاره چغي کړې یو څو ګامه پر شا سول وروسته يې فکر وکړى چي د دونه توپکانو مخ ته دا درې ماران څه زور لري توپکان يې پر راسته کړل پر مارانو يې ټکان وکړل ماران هم څه معمولي ماران نه وه د دوی په ارادو پوه وه د مارانو سترګي دونه تیزي وې چي د مرمۍ تر رارسیدو د مخه به هغه یوې او بلي خوا ته سول یوه مرمۍ هم پر مارانو نه ومُښتله مارانو صالح جان او د هغه ملګري نه چیچل بلکي د خپل خولې ناوړې به يې په زوره د دوی پر خوا ور وغورځولې دغه ناوړي د وینو په رقم سرې وي.

دغه سرې ناوړي چي به د هر چا پر بدن ولوېدلې لکه تیزاب چي يې پر بدن ولویږي دستي به يې هغه ځای اور واخستى د هغه ځای غوښه به يې وشوړېده.

ماران هم پوه وه په احتیاط سره ئې خپلي ناوړي پر دوی غورځولې دغه ناوړي د صالح جان او د هغه د ملګرو پر لاسو او پښو باندي مُښتلې داسي معلومېدل لکه دوی چي صالح جان او د هغه ملګرو ته زیات تاوان رسول نه غواړي ځکه چي خاص وار يې نه ورباندي کوى.

څنګه چي د صالح جان د ملګرو سره مرمۍ ختم سوې نو په تیښته کي يې خپل خیر وباله تر ټولو زیات ګلک دردېدلی وو د هغه تیار کار خراب سو خپل هدف ته رسېدلی وو خو دغه مارانو په لار کي خنډ ورته جوړ کړى د تیښتي په وخت کي ګلک یو مار په تش توپک وویشتى.

مار ژر پر شا سو د ګلک وار خطا ولاړ په دې وخت کي مار د ګلک پر غاړه خپله زهرجنه ناړه ور و غورځوله د ګلک تر خولې چيغه ووتله توپک يې و غورځوى پرغاړه يې لاس ونیوى او منډه يې کړه.

دلته د خیرو کورنۍ په دې ناڅاپه پېښه وارخطا تللي وه هر یو په خپله خونه کي پټ وه د ګلاب سره ماه پري هم وارخطا ناسته وه د ټکانو ږغ ټولو اورېدی لیکن په هیچا کي دونه همت نه وو چي ور وتلی وای او کتلي يې وای چي د دوی په دفاع کي څوک جنګیږي دوی تر سهاره غلي وه.

دلته د صالح په کور کي ژړاوي وې صالح جان د ګلک سره خپل ټول ملګري د ځانه سره کور ته بوتلل دا وخت دوی په یوه غټه خونه کي ناست وه د کلي تجربه کاره طبیب ئې را غوښتی وو چي د ګلک او د هغه د لوچګانو علاج وکړي.

لیکن دا د طبیب د وس کار نه وو د مارانو په ناوړو کي خدای خبر چي څه تاثیر پروت وو چي وار په وار ناوړي په غوښه ننوتلې غوښه يې شوړوله تر ټولو زیات ګلک پر بد حال وو د هغه په غاړه کي ناوړي ننوتلي وې او سوری يې جوړ کړی وو د غاړي څخه يې د غوښي کوچنۍ کوچنۍ ټوټې لاندي را ایله کیدلې.

ګلک په زوره زوره چغي وهلې تر لمر راختو مخکي صالح جان د خپل زوی او ملګرو سره د ښار پر خوا روان سول چي دغه ټپیان یوه طبیب ته ښکاره کړي. د خیرو په کور کي تر لمر راختو وروسته د کلي خلک راټول سول هر یوه د برايې شپې د پيښي په هکله خپله رایه ورکوله ماه پري پټه خوله ولاړه وه یو ګری بعد خلک بیرته ولاړل ماه پري په کور کي وګرځېدله یو ځای ودرېده او وې ویل چي دلته په مځکه کي د ننه د طلاوو څخه ډک یو غټ دیګ ښخ پروت دی را وې باسئ.

د دې خبري په اورېدو خیرو حیران ولاړى او په حیرت ئې ماه پري ته وکتل چي دا څه وائې خو هیچا هم هغه ځای  ونه کيندی.

صالح جان نور ډېر ژر خپل زوی او ملګري ښار ته ورسول د ښار پوه طبیبانو ته يې ور ښکاره کړل لیکن هیڅ طبیب د مارانو د زهرو درملنه نه سوای کولای وار په وار د ټپیانو ټپونه شوړېدل اخير طبیبان دې ته اړ سول چي دغه ځایونه پرې کړي تر دې فيصلې وروسته چي د چا پر پښه ناوړي لوېدلي وې د هغه پښه پرې کړل سوه او د چا چي پر لاس ناوړي لوېدلي وې د هغه لاس پرې کړل سو.

تر ټولو زیات د ګلک حال خراب وو ځکه چي د هغه خو پر داسي ځای ناوړي مُښتي وې چي طبیبانو هغه ځای نه سو پرئې کولای د ګلک په غاړه کي غټ غټ سوري پیدا سوي وه چي تر هغه يې رګونه صفا ښکاره کیدل دی ډېر په تکلیف وو.

د صالح جان خپلوان را ټول سول هر یو حیران وو چي اخير دا څه په وسول صالح جان خپلو ملګرو ته ویلي وه چي پام کوئ هیچا ته مه وایاست ځکه يې د درواغو یوه کیسه ورته جوړه کړه.

طبیبانو زیاتره وخت د بېسده کیدو د دوا په مرسته ګلک بېسده ساتی لیکن څنګه چي به هغه په سد کي راغی نو به يې په زوره چغي کړې د تکلیفه به جګ جګ غورځېدی.

د دونه زیات تاوان رسېدو سره سره صالح جان د خیرو د کور د خرابولو څخه لاس نه اخستى خپل ملګري يې ور واستول د هغو په ذریعه يې د خیرو ټوله مځکه په زوره لاندي کړه په ټول کلي کي په هیچا کي دونه همت نه وو چي صالح جان يې د دې ظلمه راګرځولی وای د صالح جان حوصله نوره هم  زیاته سوه د هغه مزدورانو پر خیرو حمله وکړه خیرو خوارکی يې ښه مضبوطه وواهه.

د ګلک د غاړي زخم وار په وار غټېدی د هغه د بچ کېدو هیڅ امکان نه وو اوس ئې نو چا حال ته کتلای هم نه سوای ډېر په تکلیف وو اخير د طبیبانو په مشوره هغه ته زهر ورکړل سوه په زهرو ووژل سو د صالح جان بیخي ملا ماته سوه فقط یو زوی يې درلودى هغه ئې هم پخپل لاس ووژى د زوی د مړي او د ګوډانو ملګرو سره کلي ته راغی.

ټول کلی د هغه پر کور را مات سو د صالح جان د کوره څخه د ښځو چیغي د باندي راوتلې کله چي خیرو په دې خبر سو نو هغه هم د ګلک په جنازه کي د ګډون د پاره د صالح جان کور ته ورغی د صالح جان چي سترګي پر ومُښتې نو يې په درد سره ورته وویل اوس مي نو د تماشې د لېدلو د پاره راغلی يې ما دغه یو زوی درلودى چي هغه هم ستا د وجي مړ سو ځه اوس زما د کوره ووزه او په درو ورځو کي خپله کډه په شا کړه د دې کلي څخ به وزې که مي څلورمه ورځ په کلي کي ولېدلې نو بیا به یا ته په دې کلي کي ژوندی ګرځې یا زه.

خیرو غریب سړی وو صالح جان ته يې څه نه سوای ویلای مړ سر په ځړېدی بیرته کور ته راغی طبیعت يې خټه وو کله چي کور ته ورننوتى نو د ټول پر را ټول سوه پوښتنه يې ځني وکړه چي ولي خیر خو دی ولي خوابدی يې.

خیرو ناچاره سو د صالح جان خبره يې ورته وکړه ماینې يې و ویل موږ نو د صالح جان سره څه بد کړي دي اول ئې زموږ مځکه په زوره لاندي کړه بیا يې ته په خپلو خلکو ووهلې اوس غواړي چي موږ د دې کلي څخه وشړي.

ګلاب ویل ته بې غمه اوسه د صالح جان لس لوچګان خو زما نسوار  لا نه دي هغه موږ په زوره د دې کلي څخه نه سي شړلای.خیرو ماه پري ته وکتل او وې ویل دا ټول ستا د وجي موږ ته راپېښ سول که تا د ګلک سره واده کړی وای نو نن به دا هر څه نه پېښېدل.

ماه پري نو اوس په جواب کي  څه ورته ویلي وای پټه خوله پاته سوه اخير خیرو وویل د صالح جان سره يې موږ نه سو معلومولای ما فیصله کړې ده چي په دوې درې ورځو کي به موږ کډه په شا کوو دا کلی به پرېږدو ښار ته به ځو.

ټول کلي د ګلک په جنازه کي ګډون کړی وو ولي چي هغه یو معمولي سړی نه وو بلکي د صالح جان زوی وو د مړي د ښخولو وروسته ملا صاحب دعا کوله ، چي یو دم ګډوډي جوړه سوه یو عجبه کار وسو په زرهاوو غټ او خروړي سپي خدای خبر چي د کمي خوا پیدا سول چي هر يو يې تر زمري غټ او غښتلی معلومېدی دغه سپي هدیرې ته راننوتل خلکو چي بې حسابه خروړي سپي ولېدل دستي په منډه سول.

هر یوه د کور پر خوا مخ کړه منډه يې واخيسته صالح جان د خپلو لوچګانو سره د ټولو په سر کي ځغستل هغه څو پلا پر قبرو غوځار سو او را پورته سو نور ټول درد او تکلیف يې هیر سو فقط دونه يې په یاد وه چي څنګه باید ځان د دې خروړو سپيو څخه بچ کړم.

پر ټول کلي د خروړو سپيو لښکر را مات سو د کلي په هره کوڅه کي سپي ګرځېدل د سپیو غپا زړونه لړزول په اورېدو ئې د انسان د غوږو پردې پرې کيدې د سپیانو د غپا له کبله د خلکو خوبونه حرام سول.

دغه سپيو بل په هیچا کار نه و درلودى فقط يې د صالح جان خپلوان او د هغه لوچګان داړل د صالح جان د کور دیوالونه ډېر جګ وه مګر سپي د دیوالو په جګوالي بند نه وه تر جګو جګو دیوالو ور  وا وښتل د صالح جان په کور کي چیغاري او بغاري سوې هر یو په خونه ننوتى دروازه ئې په ځان پسي بنده کړه.

سهار چي سو که ئې کتل ټول سپي غیب سوي وه لیکن د صالح جان لس خپلوان او پنځلس لوچګان ئې چیچلي وه دغه خلک ډېر پر بد حال وه تر خولو يې ځګونه راتلل صالح جان یو پلا بیا په ځغستا سو دغه خلک يې ژر د ښار پوهانو طبیبانو ته و رسول چي دغه خلکو ته د لیونیو سپيو د داړلو دوا ورکړي کنې ټول لیوني کېدل.

د کلي خلک دې خبري ته حیران تللی وه چي دونه زیات داسي بېروونکي سپي د کمي خوا څخه راغلل سپيانو یوازي د صالح جان پر خلکو باندي حمله وکړه لکه هغه چي يې ټول پېژندل د خلکو د داړلو وروسته ټول سپي بیرته غیب سول.

که څه هم د کلي خلک د صالح جان څخه بېرېدل لیکن د دې پرله پسې پیښو په خاطر دوی د یو او بل سره پټ پټ ویل چي صالح جان اول د خیرو غریب پر کور حمله وکړه غوښتل يې چي د هغه څخه نجلۍ په زوره راولي خدای ورته په قهر سو هلته ماران پیدا سول چي د صالح جان لوچګان او د هغه یوازینی زوی په خپلو ناوړو سره ټپیان کړل او اخير ئې د صالح جان زوی ګلک مړ سو.

تر دې کار وروسته صالح جان د خیرو مځکه په زور لاندي کړه خیرو يې وواهه او ورته ویل د کلي څخه ووزه کنې په لېونیو سپيو دي خورم.

یوه وویل داسي معلومیږي لکه خدای چي ظالم د ظلم په رسۍ راکش کړى ځکه چي مارانوهم یوازي د صالح جان خلکو ته تاوان ورسوى بل هیچا ته يې تاوان نه دی رسولی وروسته ورک سول او دا وار بيا سپي موږ په ژوند داسي خروړي او غټ سپي نه وه لیدلي عجبه انصافداره سپي وه یوازي يې د صالح جان خلک داړل په بل چا يې کار نه درلودى.

یوه بل سړي وویل وروڼو نن سبا  په آسمان کي وریځي ګرځي صالح جان موږ ته د فصلو پيسې هم نه دي راکړي که چیري بارانونه شروع سول نو زموږ حال به ډېر خراب سي.

په دا دوهمه ورځ ناڅاپه باران شروع سو د باران سره تیز باد ورسره وو ځکه صالح جان هم ناچاره سو د ټپیانو سره بیرته کلي ته راغی یو پوه طبیب يې د ځانه سره کلي ته راوستى چي د خپلو خلکو درملنه په وکړي د پر له پسي ناڅاپه پیښو په وجه صالح جان دونه وخت پیدا نه کړ چي د کروندو څخه يې د غنمو بوجۍ ښار ته وړي وای او خرڅي کړي يې وای یا يې خپلو غټو غټو ګودامو ته رسولي وای.

باران ناڅاپه شروع سو صالح جان ډېر کوښښ وکړى چي د غنمو بوجۍ ګودامو ته ورسوي او د بارانه يې خوندي کړي لیکن دی په خپلو هڅو کي پاته راغی فقط یو څو بوجۍ يې ګودامو ته ورسولې نور ټول غنم په باران کي لانده خیشته سول او وراسته سول دغه غنم صالح جان د کلي د خلکو څخه په پور اخستي وه چي په ښار کي تر خرڅولو وروسته به زه تاسي ته پیسې درکړم.

خوشاب په کښته ځای کي وو شاوخوا سیمي پر پورته وې باران چي یو پلا شروع سو بیا يې د دریدو نوم وا نه خستى د زیات باران په وجه په خوشاب کي سیل راغی په هر کور کي تر ملا پوري اوبه ودرېدلې د خورک شیان ختم سول.

دا ورځ ټول کلي د لوږي او وهم په حال کي تېره کړه په دا بله ورځ یوه غټه کښتۍ راغله په کښتۍ کي یوه نجلۍ سپره وه او یو سړی هم ورسره سپور وو دې نجلۍ خورکي شيان راوړي وه دغه نجلۍ او سړي د خیرو په کور کي واړول خوراکي شيان ئې د کلي پر خلکو و وېشل دغه نجلۍ او سړی هیچا نه پېژندل فقط ماه پري وه او دغه سړی چي د دې نجلۍ سره ورسره وو د ماه پري خادم مالوس دېب وو چي د انسانانو په بڼه د دوی مرستي ته راغلي وه.

صالح جان خو اول د هغه خپلوانو او ملګرو څخه پریشانه وو چي سپيانو داړلي وه په دې وخت کي د باران اوبو یو بل ناورین ورته جوړ کړى د ده په خيال کي هم نه وه چي د ده د کور تر وسپني کلک بامونه به د باران تاب را نه وړي او وبه څڅيږي د ده د پخو باموڅخه اوبې وڅڅېدلې وروسته غټ غټ درزونه پکښي پیدا سول.

اوس نو د ده په کور کي هیڅ خوندي ځای پاته نه سو کله چي یوه او دوې خوني را ونړېدلې نو صالح جان هم په منډه سو او په خیمو کي اړولو ته اړ سو.

کم خلک چي سپيانو داړلي وه د باران اوبه د هغو په ضرر تمامي سوې ټپونه يې خراب سول د لیونتوب علامې پر ښکاره سوې اوس نو دغه خلک د لیوني سپو څخه هم زیات خطرناکه وه ځکه چي هر څوک يې داړلی وای هغه هم ورسره لېونی کيدی.

صالح جان اول د دې خلکو لاسونه او پښې ور وتړل وروسته يې په خپل کور کي د ننه ټول په توپک وویشتل مړه يې کړل باران ودرېدی د کلي د مسکینانو د خاورو بامونه وڅڅېدل لیکن دستي یوه غیبي لاس پر دغه بامونو بیرته خټه واچوله دغه راز هیڅ کور هم و نه نړېدی په ټول کلی کي یوازي د صالح جان پخه کلا نړېدلې وه.

د خدای قهر اوس هم پر صالح جان روان وو داسي معلومېدل لکه د باران ټولي اوبه چي د ده په مځکه کي جذبیږي د ده په ښیرازه او حاصلخیزه مځکه کي لوی لوی درزونه پیدا سول ځني ځایونه خو بیخي کښینستل د لویو لویو درزو د پیدا کیدو په سبب د ده مځکه د کرلو نه وه د ده پر مځکه د خیرو مځکه پوري وه چي ده په زوره لاندي کړې وه هسي خو د خیرو په مځکه هیڅ نه وه سوی لیکن دهغه پر مځکي چاپیره پلن پلن درزونه پیدا سول چۍ د باران د اوببو څخه ډک وه د درزو په اوبو کي غټي غټي او بېروونکي سمسارې پیدا سوې کله نا کله به سمسارې د اوبو څخه راووتلې د سمسارو د بیري صالح جان د خیرو د مځکي خوا پريښوده نه ورتلی.

د کلي خلکو د باران د درېدو سره سم ژر د خپلو کورو ترمیم شروع کړى او د نوي فصل د پاره يې تیاری پیل کړى باران د خیرو د پاره د خوشالۍ یو بل زیری راوړى په کور کي د اوبو د را ننوتلو په سبب د طلاوو هغه دېګ پخپله د مځکي څخه راووتى ښکاره سو چي  ماه پري په خوب کي لیدلی وو خوب خو فقط یوه بهانه وه په حقیقت کي ماه پري د مالوس دېب په وسیله هغه دیګ په مځکه کي ښخ کړی وو چي تر باران وروسته ښکاره سو.

دا وخت خیرو د خوني دروازه بنده کړې وه د کور ټول غړي په خونه کي یو ځای ولاړ وه د طلاوو دیګ يې د خوني په منځ کي چپه کړي وو طلاوي ډېري پخوانۍ وې ځلېدلې د سکندر اعظم باچا مهر پر وهل سوی وو.

ماه پري وویل زموږ کور ډېر پراخ دی په دغه طلاوو به موږ پر دغه ځای یوه زوروره مانۍ جوړه کړو یعني داسي ماڼۍ به جوړه کړو چي باچايان به يې په ښار و کي نه لري.

خیرو دطلاوو د دیګ په پیدا کېدو ډېر خوشاله وو مګر په زړه کي يې اندېښنه درلوده چي خلک به څه وایي چي خیرو خو خوار سړی وو دا دونه پیسې يې د کمه کړې که باچا را خبر سو خو خانه به مو را خرابه کړي هم به مو بندیان کړي او هم به دغه ټوله خزانه په ظلم او زور را څخه واخلي.

خیرو چي دغه خبري ماه پري ته وکړې نو هغې تسلي ورکړه ویل بابا په کیسه کي يې مه کیږه هیڅوک پوښتنه نه درڅخه کوي بې غمه اوسه که يې بیا هم داسي چټي کار وکړى نو زما وروڼه په ژوندي سر ناست دي ته يې بیا سیل کوه چي رښکۍ ځني باسي که يا.

د صالح جان حالت وار په وار خرابېدی سهار او ماښام به خلک د ده کور ته ولاړ وه او خپل پور به يې ځني غوښتى ده به هر یوه ته زارۍ کولې چي تاسي لږ صبر وکړئ زه مو پيسې ژر درکوم.

صالح جان په دغه غمو کي ډوب وو چي د یو بل مصیبت سره مخامخ سو کوم طبیب چي ده کور ته راوستلی وو چي د خپلو خلکو درملنه په وکړي هغه طبیب چي ښار ته ولاړى د ښار قاضي ته يې وویل چي د صالح جان یو څو خپلوان سپیانو داړلي وه صالح جان دغه خلکو ته زهر ورکړل پخپله يې ووژل.

قاضي د عسکرو سره د صالح جان کور ته راغی هغه ته د دې خبري ثبوت په لاس ورغى چي رښتیا هم صالح جان خپل خلک پخپله وژلي دي دستي يې صالح جان لاس تړلی ښار ته بوتلى تر محکمې وروسته قاضي هغه ته د پنځو کالو د سخت بند د تېرولو سزا ورکړه او د هغه ټوله شتمني يې ضبط کړه.

دلته د خیرو د کور پرځای د یوې زوروري ماڼۍ د جوړولو کار شروع سو دا کار د ماه پري وروڼو پخپل لاس تر سره کوى یعني خاص دېبانو دغه ماڼۍ جوړوله شپه او ورځ د ماڼۍ پر جوړولو کار روان وو ماڼۍ په دوه کاله کی جوړېدله لیکن دلته داسي حال وو چي شپه او ورځ کار روان وو په ډېره لږ موده کي ماڼۍ جوړه سوه په ماڼۍ کي د ننه یوه ښایسته شاهي باغ تیار سود روڼو اوبو ولې پکښي جوړي سوې چي ډېر ښایسته ماهیان پکښي ګرځېدل مطلب دا چي د خیرو ماڼۍ په ښایست کي د باچا تر ماڼۍ کمه نه وه.

د خیرو ژوند خدای ور سم کړى ښه په عیش او عشرت کي دی اوس خو خیرو نه نومیږي بلکي خیر الدین خان نوميږي پخوا يې وچه ډوډۍ نه درلودله اوس يې سهار او ماښام ورجي او غوښي خوړلې د خیرو په دې پراخه او زوروره ماڼۍ کي د دنیا د هیڅ نعمت کمی نه وو فقط د یوه کوچني کمی وو د خیرو د ماینې او د هغه د لوڼو اوس دې ته فکر وو چي کله د ماه پري اولاد پیدا سي.

د ماه پري په وس هیڅ نه وه پوره دې پخپله دا ارمان درلودى لیکن پاک خدای اولاد ور نه کړى یوه ورځ ماه پري په خونه کي ناسته وه په داغه چُرتو کي ډوبه وه خوا يې بده وه چي ناڅاپه يې خور پري هلته راغله ول بابا راغلی دی ډېر درته په قهر دی ژر درځه دا رنګه کیدلای سي چي د هغه زړه درباندي وسوځي او و دي بخښي کیدای سي که نه وي زړه ته مي نه لويږي تا او ګلاب دي بې سزا پريږدي.

ماه پري د طاووس دېب څخه په پټه واده کړی وو ژر هغه کنډوالې ته ورغله چي لاندي يې دوى ماڼۍ جوړه کړې وه طاووس دېب د ماینې او کوچنیانو سره راغلی وو ماه پري ژر د پلار پښو ته ور ولويدله بخښنه يې ځني وغوښتله طاووس دېب په دې شرط وبخښله چي ماه پري به اوس د هغه سره بیرته سپین غره ته ځي ماه پری د یو څو ورځو مُهلت ځني واخستى.

کله چي ماه پري بیرته د خیرو کور ته راغله نو د ګلاب په ټپي کېدو خبره سوه ګلاب د ښار څخه د کور پر خوا را روان ، چي پر لاري صالح جان کمین ورته نیولی وو پر ګلاب يې د توپک ډزي کړي وې د ګلاب ژوند پر دنیا پاته وو ځکه بچ پاته سوى وو فقط یو لاس يې ټپي سوى وو صالح جان يو څو ورځي مخکي د بندي خانې څخه را خلاص سوی وو د ده په زړه کي هغه پخوانی خروښ پاته وو ګلاب ته په لاره کي پټ کښېنستی ګلاب په وینو لړلی کور ته راغی طبیب د هغه درملنه وکړه ماه پري چي ګلاب په داسي حال کي ولیدی نو ډېره ودردېدله یو ګړی يې وژړل وروسته يې ګلاب یوازي خوني ته را و غوښتى هغه ته ئې وویل چي زه اوس خپله کیسه درته کوم ته غوږ راته ونیسه په منځ کي ئې خبري مه کوه.

ماه پري ویل زه د یوه دېب لور یم چي د سپین غره په لمن کي آباد دى دېبانو د کلي سردار دی زه دلته د سیل د پاره راغلې وم چي وروسته مي ستا سره واده وکړى زما خور زما ساتونکی مالوس دېب هم زما سره راغلي وه کله چي صالح جان د واده په ورځ زموږ پر کور باندي حمله وکړه نو زما خور او مالوس دېب د مارانو په بڼه ورته راغلل صالح جان ئې تیښتي ته اړ کړى وروسته بیا د صالح جان یوازینی زوی ګلک مړ سو او د صالح جان د لوچګانو لاسونه او پښې یو چا ور پرې کړل صالح جان په دې سر خلاص نه کړى بیا زما خور او مالوس دېب د نورو دېبانو په مرسته د سپيو په بڼه پر دوی حمله وکړه د باران د اورېدو په وخت کي هم زما ملګرو دېبانو د صالح جان ماڼۍ او د هغه کروندې ور خرابي کړې لوټي لوټي او غاري غاري يې کړې د طلاوو دېګ هم زما په اشاره په په مځکه کي ښخ کړل سو چي وروسته را وکښل سو د دې ماڼۍ په جوړېدو کي هم دېبانو کار وکړى ستا په ورا کي زما دېبانو ګډون وکړى.

ګلاب حیران وو ول که رښتیا درته ووایم نو ما د اولي ورځ څخه دا شک درلود چي زما په حال بدلولو کي د یوه انسان د لور نه بلکي د دېب د لور لاس دی د دې خبري وروسته ګلاب وویل ته اوس مه ژاړه په دې وخت کي ګلاب ماه پري تر لاس ونیوله ده داسي حس کړه لکه یو غیبي قوت چي ماه پري تر لاس ونیسي او پورته يې کش کړي د ماه پري لاس د ګلاب د لاسه ووتى.

ګلاب ژر ور ولاړ سو غوښتل يې چي ماه پري تر لاس ونیسي لیکن ماه پري د ده د سترګو څخه نهامه سوه او ځای پر ځای غیبه سوه ګلاب د پرېشانۍ په حال کي په خونه کي پرله ګرځېدی د ماه پري په غیبېدو يې ډېره خوابده وه په دې وخت کي په خونه کي د یوې بلي نجلۍ مخ ښکاره سو دا نجلۍ عیني د ماه پري په بڼه وه لیکن کالي يې بل رنګه اغوستي وه دا د شېردل خپله اصلي لور مرمرینه وه.

په فضا، کي د ماه پري ږغ سو ګلاب ته يې ویل دا د شېردل اصلي لور مرمرینه ده ما د دې نجلۍ په بڼه ستا سره واده وکړى اوس ته مرمرینه یوازي مه پرېږده واده ورسره وکړه د ځانه سره يې وساته د دې نجلۍ په مرسته زه خپل مقصد ته ورسېدم.

مرمرینه مالوس دېب هلته را ورسوله ګلاب حیران وو چي اوس څه وکړم خو هغه په دې هم پوه وو چي که اوس د مرمریني سره واده و نه کړم نو ټول خلک به زما او د ماه پري په راز خبر سي بیا شېردل خو زموږ خپل دی ښه خبره دا ده چي زه د مرمریني سره پټ واده وکړم د مرمریني او د ماه پري یو رنګ و شکل دی ځکه هیڅوک به هم په دې راز خبر نه سي.

ګلاب خپل مور او پلار په دې راز خبر کړل هغو هم د ماه پري په تګ زیات خوابدي سول خو د ګلاب فیصله يې خوښه وه ځکه يې  په پټه ملا صاحب راوستى د ګلاب او مرمریني نکاح يې ور وتړله په دغه راز فقط د ګلاب کورنۍ خبره وه بل هیڅوک په دې راز خبر نه سوه.

دلته چي کله ماه پري د ګلاب د کوره ووتله د صالح جان کور ته ورغله صالح جان د خپلو لوچګانو سره ناست وو او ویل يې چي ما پر ګلاب باندي ډزي وکړې لیکن ارمان چي هغه را څخه بچ سو خیر دوهمه پلا حمله پر کوم دا پلا نو خطا نه لري تر څو چي د خپل زوی بدل وا نه خلم کرار نه کښېنم.

صالح جان دغه خبري کولې چي ماه پري هلته ور و رسېدله صالح جان چي ماه پري ولیدله په درد يې ماه پري ته وویل ستا په وجه زما  زوى مړ سو څنګ ته يې توپک پروت وو توپک يې را وا خستى.

صالح جان پر ماه پري پرله پسې ډزي وکړې تر شل دېرش ټکانو وروسته هم ماه پري روغه رمټه ورته ولاړه وه او په زوره زوره يې د صالح جان پر حال خندل پر هغې ټکانو هیڅ اثر و نه کړى د صالح جان لوچګانو خپل توپکان را واخستل دوی غوښتل چي په ګډه ټکان پر وکړي په دې وخت کي ماه پري یوې خوا ته مخ کړى او په زوره يې وویل زما ساتونکو چیري یاست ژر راسئ ښه میله مي درته جوړه کړې ده داسي ښکار به تاسي هیڅکله نه وي کړی.

ماه پري چي دا خبره وکړه صالح جان او د هغه ملګرو هغه خوا ته وکتل د ماه پری د خبري سره سم په هغه ځای کي بېروونکي بلاګاني پیدا سوې چي یوازي د هغو په لیدو سره صالح جان او د هغه لوچګان وبېرېدل توپکان يې وغورځول او په تېښته سول بلاګانو چیري داسي په آسانۍ سره خپل ښکار د لاسه ایستی دستي يې دوی ونیول یوه یوه ګوله يې کړل یو ګړی بعد هلته فقط د صالح جان او د هغه د لوچګانو هډوکي پاته سول.

صالح جان او د هغه لوچګان ختم سول ماه پري د دوی په خوړلو کي برخه و نه خیسته ولي چي هغې د ګلاب سره د واده تر کولو وروسته د انسان د غوښې د خوړلو څخه توبه کښلې وه کله چي روانېدله ماه پری ډېره زیاته خوشاله وه ځکه چي د ګلاب ټول دښمنان ختم سول.

ماه پري د خپلي مور او پلار او خور سره په فضا کي پورته الوتلې وه چي د ګلاب پر ماڼۍ لوړه تېره سوه لاندي يې وکتل او یوه سړه ساه يې وکښله.

د دېب لور ناکامه بیرته سپین غره ته ولاړه لیکن د ځانه سره يې د ګلاب خواږه یادونه یوړل.

1 COMMENT

  1. دیو
    /div/
    ________________________________________
    مترادف دیو: ابلیس، اهرمن، اهریمن، روح پلید، شیطان، عفریت
    ________________________________________
    متضاد دیو: فرشته، ملک
    ________________________________________
    معنی انگلیسی:
    bogy, daemon, demon, devil, giant, goblin, monster, ogre, fiend

    دیب. ( ترکی ، اِ ) بیخ و بن هر چیز را گویند. ( برهان ) . و نیز در ترکی معنی شایستگی و خوشبختی و ته و پا و پایه دارد. ( حاشیه برهان چ معین ) .
    Deep ریشه ترکی داره
    گزارش
    8 | 1
    ناز٢٢:٤٣ – ١٤٠٠/٠٥/٠٦دیب ( Dib ) در زبان ترکی به معنی قعر و ته است
    کلمه انگلیسی دیپ ( Deep ) به معنی عمیق شبیه این کلمه ترکی است

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب