Homeخبرونهشریف: پاکستان د سوال کچکول مات کړی د اقتصادي مرستو لټه کوي

شریف: پاکستان د سوال کچکول مات کړی د اقتصادي مرستو لټه کوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۶ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دغه هېواد کې د متحده عربي اماراتو د پانګونو د تازه اعلان په غبرګون کې ویلي، چې هېواد یې نور د سوال کچکول مات کړی او د اقتصادي او سوداګریزو مرستو د جذب هڅې یې پيل کړي.

هغه په یوه لوړپوړې غونډه کې دا هم ویلي، چې د شړیدلي اقتصاد د رغونې لپاره یې د پوځ رول هم مهم دی او په دې برخه کې به پوځ هم لاس په کار شي.

متحده عربي امارتو په وروستیو کې وویل، چې پاکستان کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي.

شهباز شریف ویلي، چې دغه هېواد ته د سفر تر څنګ یې سعودي عربستان ته هم د مرستو د جذب لپاره سفر ګټور و او هیله من دی، چې سعودي به هم ورته پانګونې ته چمتو شي.

هغه په عین حال کې د پوځ په تړاو نه دي ویلي، چې په مشخص ډول د پاکستان د اقتصادي رغونې لپاره څه پروګرام لري؟

د پاکستان د حکومت یوه لویه برخه اقتصادي امکانات د پوځ لاس کې دي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد اصلي واکدار او د پانګو څښتن ګڼل کیږي، تر دې چې د اقتصادي ګډوډۍ لوی دلیل یې د پوځ پراخ لګښتونه او د پانګې انحصار ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...