Homeخبرونهد پېښور محکمې ته د افغان نرښځیانو عریضه؛ له پولیسو مو خلاص...

د پېښور محکمې ته د افغان نرښځیانو عریضه؛ له پولیسو مو خلاص او پناه راکړئ

تاند (دوشنبه، د جوزا ۶ مه) د طالبانو له وېرې پېښور ته کډوال شویو یو شمېر افغان نرښځیانو د یوې خبري غونډې له جوړولو سره وویل، چې پېښور محکمې ته یې د پاکستان له پولیسو د خلاصون او دوی ته د پناه ورکولو لپاره عریضه سپارلې ده.

د خبري ناستې پر مهال د دوی څو تنو وویل، چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته یې طالبان او دې غاړې ته پاکستاني پولیس کرار نه پریږدي.

یو شمېر مدافع وکیلانو ویلي، چې د پېښور محکمه باید د دغو نرښځیانو غږ ته مثبت ځواب ووایي او پاکستاني پولیس ورته له ستونزو جوړولو منع کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، په افغانستان کې د نر ښځیانو، هم جنسپالو او ان ښځو خلاف توندې پالېسۍ وضع شوي او د ناوړه چلند او قیوداتو له امله پر طالب رژیم توندې نیوکې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...