چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهځایي خلک: د هلمند بست کلا د نړیدو خطر سره مخ ده

ځایي خلک: د هلمند بست کلا د نړیدو خطر سره مخ ده

تاند (دوشنبې، د جوزا ۷ مه)  د هلمند یو شمېر اوسیدونکی وایي، چې د دې ولایت تاریخي بست کلا د نړیدو خطر سره مخ ده.

د دوی په وینا، بارانونه او د یو شمېر سېلانیانو ناپامي سبب شوې چې دا تاریخي کلا دغه خطر سره مخامخ شي.

خلک د دې تر څنګ سېلانیانو ته په دې کلا کې د اسانتیاوو غوښتنه لري او وایي چې چارواکي باید پاملرنه ورته وکړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ یو طالب چارواکی سلطان محمد حنیف وایي، چې د دې کلا رغول یې خپلو مرکزي چارواکو ته وړاندیز کړي او تمه شته چې د نوي مالي کال بودیجه کې ورته پاملرنه وشي.

هلمند کې پر بست تاریخي کلا سربېره نورې تاریخي کلاګانې هم ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې خلک ورته د پاملرنې غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب