یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد دوحې درېیمې ناستې او د « ټول شموله» حکومت غوښتنو ته...

د دوحې درېیمې ناستې او د « ټول شموله» حکومت غوښتنو ته د حکمتیار غبرګون

تاند (دوشنبه، د جوزا ۶ مه) په داسې حال کې چې ویل کیږي د طالبانو رژیم د قطر او خپلو نورو متحدینو په فشار او هڅو د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه کې ګډون ته لېوال شوي؛ د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار دغې غونډې ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي دا غونډه د طالبانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته په افغانستان کې د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره د جرمني په بن ښار کې جوړې شوې غونډې ته ورته ګڼلې او ویلي: « د دوحې درېيمه ناسته د بن ناكامي تجربې تكرار دئ، هدف ئې د بل بينن سيوان او اخضر ابراهيمي ټاكل دي، دا به د امريكا د خوښي شخص وي او مأموريت ئې د هغو هېوادو تر منځ همغږي چي د افغانستان په پېښو كي دخيل دي؛ ټول په دې متفق چي د ټول شمول حكومت له جوړېدو پرته د افغانستان بحران نشي حل كېدى»

حکمتیار دغه راز د « ټول شموله حکومت» د جوړیدو په اړه د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو پرله پسې غوښتنې ته هم توند غبرګون ښودلی او مخالفت یې ورسره کړی.

دا غوښتنه تازه د ایران له لورې شوی او خبرداری ورکړل شوی چې که طالبان د دغه هېواد په باور« ټول شموله حکومت» جوړولو ته غاړه کېنږدي، د بن په شان بلې غونډې ته به شرایط برابر شي.

د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د خپلې دې خبرې پوره وضاحت نه دی کړی، خو ځینو شنونکو داسې انګېرلې چې ایران طالبانو ته د رژیم د بیا احتمالي نسکوریدو خبرداری ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب