شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد دوحې غونډې لپاره د خپل رژیم د شرایطو په تړاو د...

د دوحې غونډې لپاره د خپل رژیم د شرایطو په تړاو د مجاهد توضیحات

تاند (دوشنبه، د جوزا ۶ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې په اړه د خپل رژیم یو شمېر شرایط روښانه کړل.

هغه وویل: د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا له ارزونې وروسته، که‌چېرې دغه اجنډا د افغانستان په ګټه وي، په دغې غونډه کې به ګډون وکړي.

مجاهد دغه‌راز وایي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې باید د دوی له رژیم سره د تعامل، د دوی پر چارواکو د بندیزونو د لرې کېدو او د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو خبرې وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي:«موږ یې څېړو که‌چېرې د افغانستان په ګټه وي له شک پرته موږ به ګډون وکړو؛ خو که‌چېرې د افغانستان شرطونه په پام کې ونه‌نیول شي او دا غونډې د دې لپاره جوړې شي چې، افغانستان ګډوډ او خور ور وښيي، له شک پرته موږ به ګډون ونه‌کړو.»

 په پام کې ده چې د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې جون میاشتې په پای کې ترسره شي.

د دوحې دویمه غونډه د طالبانو د استازو د نه ګډون له امله ناکامۍ سره مخ شوه.

په را روانه غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه پر دوی د یو شمېر متحدینو لخوا یې فشارونه لیدل کیږي.

وړاندوینه دا ده چې طالبان او ملګري ملتونه به د غونډې په اړه د اختلافونو پر حل یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب