دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهیوې زلزلې چې مرکز یې په بدخشان کې و، شاوخوا سیمې ولړزولې

یوې زلزلې چې مرکز یې په بدخشان کې و، شاوخوا سیمې ولړزولې

تاند )دوشنبه، د جوزا ۷ مه) یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې و، د یکشنبې د شپې په ۱۱ بجې او ۲۲ دقیقې د افغانستان بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ولړزاوه.

د زلزله پېژندنې د ویبپاڼې، والکانوډسکوري د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز له فیض اباد ښاره ۶۶ کیلومتره لېرې تر مځکې ۱۷۴ کیلومتره لاندې و.

د دې زلزلې له کبله د سرومال د احتمالي تاوانونو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

دا زلزله داسي وخت شوې چې د بدخشان په شمول د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدید ورښتونه شوي او له کبله یې د اکثره اومو کورونو مقاومت کم شوی دی.

په بدخشان کې د وروستي سیل له کبله د یوې کورنۍ لس غړي مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب