شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه نړیوال شل اوره جام کې د پاکستان لومړۍ بریا

په نړیوال شل اوره جام کې د پاکستان لومړۍ بریا

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۲ مه) پاکستان په نړیوال شل اوریز جام کې له دوو سختو ماتو وروسته نن کاناډا ته په ۷ ویکټونو او ۱۵ اضافي توپونو ماته ورکړه.

د پاکستان لپاره محمدرضوان ښه توپ وهنه یا بټنګ وکړ. ده په ۵۳ توپونو ۵۳ منډې وکړې.

پاکستان د دې سیالۍ پچه ګټلې وه او لومړی یې کاناډا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. کاناډايي لوبغاړو خورا ښه بټنګ پیل کړ خو له لومړیو څو لوبغاړو وروسته نورو ښه بټنګ ونه کړای شو.

د کاناډا پیلګر لوبغاړي ارون جانسن په ۴۴ توپونو ۵۲ منډې وکړې او له همدې کبله د مسابقې اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو.

د پاکستان لپاره بیا محمد عامر ښه باولینک وکړ. ده په ۴ اورونو کې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. له همدې امله د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

له دې بري سره سره په اې ګروپ کې له هنده وروسته چې دواړه مسابقې یې ګټلي، امریکا دوهم ځای لري ځکه چې دواړه سیالۍ یې ګټلي خو پاکستان چې د کاناډا په شان په ۳ سیالیو کې یوه ګټلې، درېیم ځای لري.

امریکا باید له هند او آیرلنډ سره په مسابقو کې که یوه هم وګټي، بل پړاو ته د پاکستان چانس پای ته رسیږي. پاکستان ته یوه مسابقه پاته ده چې هغه له آیرلنډ سره ده.

سبا د افغانستان د سهار په ۴ بجې په ډي ګروپ کې نیپال، سریلانکا او د افغانستان د ماښام په ۷ بجې په بي ګروپ کې استرالیا او نامیبیا مخامخ کېږي. همداراز په اې ګروپ کې د هند او امرکیا لوبډلې مسابقه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب