چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ ادعا کوي چې ۱۱ سختدریځي یې وژلي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې ۱۱ سختدریځي یې وژلي

تاند (سې شنبه،د جوزا ۲۲ مه) پاکستاني چارواکو نن (د سه شنبې په ورځ) وویل، امنیتي ځواکونو یې تېره شپه په خیبرپښتونخوا کې د اورپکو پر یوه پټنځای چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې ۱۱ سختدریځي وژل شوي دي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، د استخباراتي معلوماتو پر اساس، دا برید د یکشنبې د ورځې د سړک د غاړې د هغې بمي چاودنې په غچ کې و چې د خیبر پښتونخوا په همدې لکۍ مروت ولسوالۍ کې یې اووه سرتېري ووژل.

پوځ زیاته کړې چې عملیات اوس هم روان دي.

د یکشنبې د ورځې د برید پړمسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو پړه یې پر پاکستاني طالبانو اچول کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان یا TTP په نوم پیژندل کیږي.

ټي ټي پي د افغان طالبانو یوه متحده خو جلا ډله ده. دې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واک تر لاسه کولو وروسته په سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

پاکستاني چارواکي اکثرا تور لګوي چې د افغانستان طالب واکمنانو د ټي ټي پي جنګیالیو ته پناه ورکړې خو دا تور کابل په وار وار رد کړی دی او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي. پاکستاني طالبان هم وايي، د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره نه کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب