چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهم.م. د افغانانو له لوري د لمریزې انرژۍ کارول ډېر شوي

م.م. د افغانانو له لوري د لمریزې انرژۍ کارول ډېر شوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ کارول زیات شوي او اوس څه باندې یو میلیون افغانان دا ډول پاکه انرژي کاروي.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې اوس په افغانستان کې ۱،۱۳۳۴۰۰ کسان له دې پاکې او ارزانه انرژۍ څخه استفاده کوي.

د ملګروملتو دې ادارې تایید کړې چې په روغتیايي، تعلیمي او ټولنیزو مرکزونو او د ښاري اوبو په مخزنونو کې د لمریزې برېښنا تولید په افغانستان کې له بې وزلو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام د روان کال په لومړیو کې ویلي و چې په افغانستان کې یوازې ۴۰ سلنه کورنۍ برېښنا ته لاس رسی لري او دې هیواد د برېښنا ۷۵ سلنه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه واردېږي.

خو د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان په کلیوالو سیمو کې برېښنا ته د محدود لاسرسي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دا ډول ننګونې په افغانستان کې د ضروري خدمتونو لکه روغتیايي اسانتیاوو، ښوونې او روزنې، بشري مرستو، پراختیا او اقتصادي ودې په برخه کې منفي اغېزې لري.

ملګروملتو په ۲۰۲۳ کال کې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د ۳۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۵ ښوونځیو لپاره د لمریزې انرژۍ سیستم فعال کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب