یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د کاسازر پروژې سروې پیل شوه

په افغانستان کې د کاسازر پروژې سروې پیل شوه

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۲ مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په کندوز او بغلان ولایتونو کې یې د کاسا زر برېښنا د پروژې سروې پیل کړه.

د برشنا شرکت ویندوی حکمت الله میوندي وايي، د دغه شرکت اجرايي رییس بغلان او کندوز ولایتونو ته سفرونه کړي او د دې پروژې د پلې کېدو په برخه کې یې د سروې او اسانتیاوو د برابرولو لپاره له سیمه ییزو چارواکو سره لیدلي او خبرې کړې دي.

د افغانستان برشنا شرکت پخواني رئیس امان الله غالب هم د دې پروژې اجرا په سیاسي او سیمه ییزه کچه د افغانستان لپاره ګټوره وبلله او ویې ویل: «کابل کولای شي په کال کې له ۴۵ تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې ترانزیتي فیس یا حق العبور ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه: «افغانستان په سیاسي لحاظ ثابتولی شي چې پر بندیزونو لاسبری شوی او اوس په همکارۍ او مشارکت نورې پروژې لکه ټاپي او انټرنیټ هم پیلولی شي.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان د کاسا زر پروژې تطبیق د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په سیمه کې د افغانستان د اقتصادي باور د ښه کیدو لپاره اغېزمن بولي.

تر دې مخکې د افغانستان بانک اعلان کړی و چې د کاسا زر پروژې له بشپړېدو سره به په افغانستان کې د دې مزې په څنګ کې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیربنایي پروژې جوړې شي.

د کاسا زر پروژې له لارې به د تاجکستان او قرغیزستان شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي. د دې پروژې کار تر اوسه پورې په تاجکستان او قرغیزستان کې بشپړ شوی، خو په افغانستان کې لا هم نه دی پلی شوی.

ویل کیږي چې دې پروژې ته ۱،۲ میلیارده ډالره پکار دي، چې له هغو څخه ۲۶۰ میلیون ډالره یې په افغانستان کې لګیږي. تراوسه پورې نړیوال بانک د دې پروژې لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب