شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد بریکس غړیو هیوادونو د سوله ییز او له ترهګرۍ پاک افغانستان...

د بریکس غړیو هیوادونو د سوله ییز او له ترهګرۍ پاک افغانستان غوښتنه وکړه

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۲مه) د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د سیمه ییز امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د یوه سوله ییز حل پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: “وزیرانو د سیمه ییز امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د بېړني سوله ییز حل پر اړتیا ټینګار وکړ.”

وزیرانو د یوه خپلواک، متحد او سوله ییز افغانستان ملاتړ وکړ. دوی همداراز له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د خلاص افغانستان غوښتنه وکړه. د بریکس د باندنیو چارو وزیرانو همداراز داسي باوري اقدامات ضروري وبلل چې په وسیله یې دا ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا نه کارول کیږي.

د دې ترڅنګ د بریکس وزیرانو د افغانستان خلکو ته د بیړنیو او پرله پسې بشري مرستو د رسولو په اهمیت، د ښځو، نجونو او د مختلفو توکمونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

وزیرانو د افغان کشالې په اسانه کولو کې د سیمه ییزو پلیټفارمونو او ګاونډیو هېوادونو د اساسي رول یادونه وکړه او د سولې د ټینګښت لپاره یې د دوی د هڅو هرکلی وکړ.

د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، په دې غونډه کې چې د جون په ۱ مه یې په نوګورود کې جوړه کړه، د نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

دوی د BRICS ستراتیژیک مشارکت ته، چې په سیاست او امنیت، اقتصاد او مالیو او د خلکو تر منځ پر کلتوري تبادلې تمرکز کوي، پر خپلې ژمنتیا تاکید وکړ.

بریکس، چې د برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا د نومونو د لومړیو تورو لنډه بڼه ده، همدغو هیوادونو تاسیس کړی او وروسته مصر، ایتوپیا، ایران او متحده عربي امارات ورسره یوځای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب