سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، ۸۵ افغانان یې چې په غیرقانوني ډول وراوښتي وو، نیولي

پاکستان وايي، ۸۵ افغانان یې چې په غیرقانوني ډول وراوښتي وو، نیولي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۱ مه) د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د چاغي ولسوالۍ په سرحدي ولسوالۍ کې ۸۵ تنه افغانان په غیر قانوني توګه پاکستان ته د اوښتو په تور نیولي دي.

د دوی په وینا، دا افغان اتباع د پاکستان پولې ته څېرمه پرته له قانوني سفري اسنادو نیول شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن په چاغي کې د امنیتي سرچینو په قول وویل، دا افغان وګړي پاکستان ته د دې لپاره په غیرقانوني ډول اوښتي وو چې له دې ځایه ایران ته لاړ شي.

يوه جګپوړي امنيتي چارواکي وويل چې افغان اتباع نيول شوي او د نورو پلټنو لپاره يې ملېشه (ليويز) ځواک ته سپارلي دي.

د ليويز ځواک چارواکو ويلي چي افغان وګړي به د قانوني پروسې له بشپړولو وروسته بیرته افغانستان ته واستول شي.

پاکستان د تېر کال له نوومبر څخه تراوسه پورې لکونه افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره ایستلي او دې لړۍ ته لا هم دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب