شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپنجشنبه هم په افغانستان کې عمومي رخصتي ده

پنجشنبه هم په افغانستان کې عمومي رخصتي ده

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) د کار ټولنيزو چارو وزارت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې نن پنجشنبه هم عمومي رخصتي ده.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دا رخصتي د لوی اختر د څلورمې ورځې په مناسبت په نظر کې نیول شوې ده.

طالبانو د سعودي عربستان او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو برعکس سږ کال د لوی اختر پيل د یکشنبې پر ځای د دوشنبې په ورځ وکړ.

له دې سره، د پنجشنبې ورځې یانې نن د اختر څلورمه ورځ شوه.

په افغانستان کې معمولاً له اختر مخکې یا وروسته کومه ورځ، چې د دوو رخصتیو په منځ کې راځي، رخصت اعلانیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب