شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهلنډي کوتل کې د خبریال خلیل جبران وژل کیدل او د یوه...

لنډي کوتل کې د خبریال خلیل جبران وژل کیدل او د یوه وکیل ټپي کیدل

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) د پاکستان تر واک لاندې د پښتونخوا په لنډي کوتل کې د دغې سیمې یو مشهور ځایي خبریال خلیل جبران د نا څرګندو وسله والو په ډزو وژل شوی او ورسره ملګری یو مدافع وکیل چې سجاد نومیږي، ټپي شوی.

پاکستاني رسنیو دا پېښه د « ناڅرګندو وسله والو» کار ګڼلی او ویلي، چې چارواکو پرې خواشیني ښودلې او د عاملانو د نیولو په هڅه کې دي.

په وروستیو کې له پاکستان څخه د پښتنو خبریالانو او نورو فعالانو د وژل کیدو خبرونه زیات شوي.

دا پېښې تر ډېره په تازه بیا نا امنه شویو سیمو کې کیږي، چې ځینې وژل شوي یې خپله د پاکستان د واکمنو پلویان هم دي.

څارونکي باور لري، چې د دې ډول پېښو تر شا د پاکستان پوځ او استخبارات لاس لري.

د دوی په باور، دغه لوري غواړي چې پښتانه فعالان له دې نا امنیو په ډار سره خپلې سیمې پریږدي او پاکستاني بنسټونو ته دلته د مرموزو جګړو او لوبو د نوي پړاو زمینه اسانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب