شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد ټي ټي پي د تجهیزاتي پياوړتیا اندېښنو ته د امرالله صالح...

د ټي ټي پي د تجهیزاتي پياوړتیا اندېښنو ته د امرالله صالح توند غبرګون

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي منیر اکرم دا اندېښنه د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله له توند غبرګون سره مخ شوې، چې وایي تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پياوړو او پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کولای شي.

منیر اکرم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې دغه لاسرسي او په ځانګړي ډول په سیمه کې پاتې شویو امریکایي وسلو ته د پاکستاني طالبانو د رسېدو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

پاکستان تر دې مخکې هم دا ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتو وروسته ټي ټي پي په دغه هېواد کې پاتې شویو امریکایي وسلو او تجهیزاتو ته لاسرسی موندلی، خو په افغانستان کې واکمن شویو طالبانو دا ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي.

د پرځیدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي، چې پاکستان په داسې ادعاوو لویدیزوالو ته دروغ وایي او نوې لوبه ورسره کوي.

د صالح په باور، ټي ټي پي تل د پاکستان د پوځ نانځکه ډله وه چې د خپلو استخباراتي موخو لپاره یې لوبولې او لا یې هم لوبوي.

د هغه په وینا، پاکستان لکه څنګه چې په افغانستان کې د خپلو لوبو لپاره د طالبانو او حقاني شبکې ډلې جوړې کړې وې، دغسې یې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو ډله جوړه کړې او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره استفاده ورڅخه کړې ده.

پاکستان تر دې مخکې هم ډېر ځله د مشهورو سیاستوالو او شنونکو ورته تورونو سره مخ شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب