جمعه, جون 28, 2024
Homeخبرونهکرکټ: جنوبي افریقا امریکا ته او انګلیستان ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

کرکټ: جنوبي افریقا امریکا ته او انګلیستان ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې پرون جنوبي افریقا په ۱۸ منډو امریکا ته او انګلیستان په ۸ ویکتونو او ۱۵ اضافي توپونو ویسټ انډیز ته ماته ورکړه.

جنوبي افریقا د ۴ لوبغاړو د بایللو او ۲۰ اورونو په پای کې ۱۹۴ منډې وکړې. د امریکا لوبغاړو هدف ته د ځان رسولو لپاره ښه بیټنګ وکړ خو جنوبي افریقا ورته ډېر لوړ هدف ټاکلی و. په داسي حال کې چې ۶ لوبغاړي یې بایللي وو، په ۲۰ اورونو کې یې ۱۷۶ منډې وکړې.

له ماتې سره سره دې سیالۍ وښوده چې د امریکا لوبډله د نړۍ د لومړی درجه ټیمونو په شان لوبیږي.

له بلې خوا د انګلیستان لوبډلې، چې په لومړي پړاو کې چندان ښه نه وه لوبېدلې، د ویسټ انډیز لوړ هدف په اوولسم اور کې په داسي حال کې پوره کړ چې یوازې یې ۲ لوبغاړي سوځېدلي وو.

ویسټ انډیز د ۴ لوبغاړو د سوځېدو او ۲۰ اورونو په پای کې ۱۸۰ منډې وکړې.

د انګلیستان لپاره فیل سالټ خورا ښه لوبه وکړه. ده په ۴۷ توپونو ۸۷ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

ټاکل شوې ده چې د کابل په وخت نن ماښام ۷ بجې د افغانستان او هند لوبډلې مخامخ شي.

په دې پړاو کې هره لوبډله ۳ سیالۍ کوي.

افغانستان د هند ترڅنګ له استرالیا او بنګله دېش سره هم مخامخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب