Homeخبرونهد جرمني حکومت افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لپاره له درېیمو...

د جرمني حکومت افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لپاره له درېیمو هیوادو سره خبرې پیل کړي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایسر (Nancy Faeser) وايي، افغانستان ته د «جنایي مهاجرو» د ایستلو په اړه له دریمو هیوادونو سره پټې خبرې پیل شوي دي.

د جرمني ځايي ورځپاڼې «Nue Osnabrücker Zeitung» د چهارشنبې په ورځ (جون ۱۹مه) راپور ورکړ چې فایسر دا څرګندونې د خپل هیواد د ایالتونو له کورنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې وکړې.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې وویل، «موږ په جدي ډول کار کوو چې خطرناک اسلامپال او د تاوتریخوالي عاملان افغانستان ته واستولی شو.»

هغې ټینګار وکړ چې د جرمني امنیتي ګټې د دوی لومړیتوب دی او زیاته یې کړه: «موږ له بېلابېلو هېوادونو سره پټې خبرې کوو څو داسې لارې چارې ولټوو چې افغانستان ته د اخراج امکان برابر شي.»

جرمني چارواکو وروسته له هغه د افغان کډوالو پر ایستلو تمرکز زیات کړ چې یوه افغان مهاجر په منهایم ښار کې د اسلام ضد ډلې «پاکس یوروپا» په غونډه کې په چاقو برید وکړ چې په پایله کې یې یو جرمنی افسر ووژل شو.

تېره اوونۍ د جرمني رسنیو راپور ورکړ چې یوه بل افغان کډوال د اروپا د فوټبال اتلولیو د لیدو په حال کې یو افغان په چاقو وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

په همدې حال کې یو شمېر نورو جرمني چارواکو هم له دغه هېواد څخه د مجرمانو د ایستلو د پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د دغو کسانو د اخراج لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو لارې چارې لټوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...