شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمولوي ضعیف وايي، د نړۍ له پېژندلو پرته له نړۍ سره اړیکې...

مولوي ضعیف وايي، د نړۍ له پېژندلو پرته له نړۍ سره اړیکې ناشوني دي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، د نړۍ له پېژندلو پرته له هغوی سره اړیکه ناشونې ده.

مولوي ضعیف، د طالبانو د اوسني حکومت چارواکو ته په اشارې نن (پنجشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې که څوک خپله تېروتنه ونه مني، اصلاحات نه شي راوستلی.

ښاغلي ضعیف همداراز ویلي چې هدف یې د اسلامي نظام ټینګښت دی او باید خبرې یې ناسمې تعبیر نه شي. د هغه په ​​وينا، افغانانو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره کلونه کلونه مبارزه او قرباني ورکړې ده.

مولوي ضعیف، چې د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر و، همداراز کښلي: «راتلونکی نه شي جوړیدای، چې تېر ته له نژدې ونه کتل شي. که څوک خپله تېروتنه ونه مني، هغه اصلاح نه شي راوستلی.»

3 COMMENTS

  1. سلام
    بلکل دتیر وتلو منل پوهاوی، عدالت، مساوات، اخوت او زړه سوی دی . تیر وتنه زموږ دبن اوفرهنګ سره مشترک روابط او ضوابط لری او دافغانستان تاریخ کې داسې پېښې ډیرې تکرار شوی . هوښیار خلک یې منی خو کبرجن اومغرور نمرودان یې مخالفت کوی.

  2. په افغانستان کې داسې څوک نه وینم چې د اسلامي حکومت یا نظام مخالف وي مګر تش په نوم اسلامي نظام لکه دا اوسنی د طالب نظام چې د اسلام په نوم پنجابي او امریکا راوستی هر څوک مخالف دی. دوی د یوې استخباراتي پروژې په اساس قدرت ته ورسیدل او اوس یواځې د پیسو ټولولو اسلامي غلا شروع ده. رشوت داسې عام دی لکه حق یې چې وي. کانونه لوټیږي، ۴۰ میلونه امربکایي ډالر هفتوار راځي، د ګمرکونو میلونونه ډالر غایبیږي د هوایی حق العبور د میاشتې ۲۵۲۰۰۰۰ډالر د چیرته روان دي. خو بیا هم ملت د لوږې او بې روزګارئ نه مړ شو. داسې تش په نوم استخباراتي او جاسوسي اسلامي نظام نه خو مطلق کفري نظام بهتر دی.

  3. زه خو بیا وایم چې، د افغانستان خلکو له پیژندلو پرته له خپل ځان سره هم اړیکې ناشوني دئ. تر څو هیواد د پنجاب له اشغال څخه خلاص نسي بدلون به نا ممکنه وئ. حیران دې ته یم چې، دا پروژه به څومره دوام وکړئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب