شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه جرمني کې د یوې ۱۵ افغان ماشومې مړی وموندل شو

په جرمني کې د یوې ۱۵ افغان ماشومې مړی وموندل شو

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳۱ مه) د جرمني د پولیسو چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د یوې پنځلس کلنې افغان نجلۍ مړی موندل شوی دی.

د جرمني رسنیو د پولیسو په قول ویلي، د دې پېغلوټې مړی په ورمس ښار کې موندل شوی دی.

په همدې حال کې پولیسو ویلي چې دغه افغانه نجلۍ د ډوبېدو له امله مړه شوې، خو د هغې له مور او پلار څخه د قتل په شک پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د ماینز د پولیسو دفتر د سې شنبې په ورځ وویل:«داسې شک کېږي چې د نجلۍ مور و پلار په لوی لاس خپله لور ډوبه کړې وي ځکه چې دوی د هغې د ژوند له طریقې سره جوړ نه وو.»

د پولیسو په وینا، د نجلۍ ۳۹ کلن پلار او ۳۴ کلنه مور په جلا جلا توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.

د پوليسو د معلوماتو پر اساس، د دې ١٥ کلنې نجلۍ مور او پلار، چې د افغانستان اتباع دي، په پيرماسين ښار کې په جلا جلا ادرسونو کې اوسېدل او نجلۍ تر پېښې مخکې له خپلې مور سره اوسېده.

په جرمني کې په یوه تازه پېښه کې یو کډوال پر څو کسانو د چاقو برید وکړ، چې په دغه هیواد کې یې د ټولو مسلمانو کډوالو په تیره بیا افغانانو په اړه بدبیني زیاته کړې او د خلکو د خوندیتوب په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.

دې پیښې د جرمني د کډوالو د پالیسۍ په اړه بحثونه زیات کړي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په اړه چې جرمي سابقه لري.

د چاقو برید او د ورته نورو پیښو په غبرګون کې، د جرمني چارواکو پریکړه کړې چې د جرمي کډوالو د جبري اخراج په ګډون د سخت اقدامات پلي کړي.

د دې پریکړې موخه دا ده چې امنیت ټینګ کړي او په هیواد کې د مهاجرینو د ادغام او چلند په اړه د خلکو مخ په زیاتیدونکي اندیښنې کمې کړي.

3 COMMENTS

  1. په جرمني کې د یوې ۱۵ افغان ماشوم مړی وموندل شو

    ۱۹۸۶ کال کې مې یو سوسیلیست سویسی سره مې د هغو افغانو فلم ونیؤ چه د سویس خارجې وزارت دوی یې د تداویو په بهانه له پښاور نه د جنګی زخمیانو په بهانه راوړي ؤ او داخلی ځینې اعضاوې یې ترې ویستل شوي ؤ او له دردونو نه ډک بېرته پښاور ته واستول شول، خو وزیران او د پارلمان غړي او یو زمری پنجشېري د دغو پهمه کم و زیاد نیم ملیون دالر ځانونو ته یې ټول کړي ؤ خو دروازه مو پر دغو بنده کړه! او افغانان چه په یو دول یا بل ډول وژل کېږي په اصل کې داسې خبرې یې شاته دي او په زرهاؤ ووژل شول!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب