Homeخبرونهپاکستان اختر کې پېښور ته د افغانانو پر تګ بندیز لګولی

پاکستان اختر کې پېښور ته د افغانانو پر تګ بندیز لګولی

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷ مه) پاکستاني چارواکو په لوی اختر کې پېښور ښار ته د افغانانو پر تګ بندیز لګولی او ادعا یې کړې، چې دا بندیز یې د امنیتي تدابیرو د ښه والي لپاره لګولی.

د پېښور لپاره د پاکستاني پولیسو مشر قاسم علي خان ویلي، چې د افغانانو پر تګ راتګ دغه بندیز د اختر ترڅنګ په محرم الحرام کې هم وضع شوی.

د پاکستاني مقام په وینا، دغه بندیز په ځانګړي ډول پر هغو افغانانو وضع شوی چې په ناقانونه توګه پېښور او پاکستان کې ژوند تېروي.

پاکستان تر دې مخکې هم پر افغان کډوالو ګڼ بندیزونه لګولي او په بېلابېلو پلمو یې ځورولي، چې دا چلند یې د افغانانو او نړیوالو بشري سازمانونو نیوکو سره مخ شوی.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت لري، چې پاکستاني پولیس یې په بېلابېلو پلمو جیبونه لوټي، باج ګیري ترې کوي او هم یې په ناوړه بڼه له خپل واک لاندې سیمو افغانستان ته ستنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...