چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي د اختر په مناسبت یو اړخیز اوربند اعلان کړ

ټي ټي پي د اختر په مناسبت یو اړخیز اوربند اعلان کړ

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷ مه) ټي ټي پي، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف په ګڼو حملو کې لاس لري، نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت اوربند کوي او په دې درو ورځو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه نه کوي.

په پاکستان کې سبا (دوشنبې) د لوی اختر لومړی ورځ ده.

د اوربند اعلان به عبادت کوونکو ته اجازه ورکړي چې د اورپکو له بیرې پرته په جوماتونو او خلاصو سیمو کې د اختر لمونځ وکړي.

ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان، چې د افغان طالبانو یوه جلا ډله ده، خو د افغان طالبانو نژدې متحده بلل کېږي، په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني ولس په غوښتنه یې د اوربند د اعلان پرېکړه کړې ده.

TTP وویل که د امنیتي ځواکونو له خوا اقدام وشي د دوی جنګیالي به د ځان دفاع وکړي.

 ټي ټي پي د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له هغه وخت راهیسې چې افغان طالبانو په ګاونډي افغانستان کې واک ترلاسه کړی، او د امریکا او ناټو ځواکونه له شلو کلونو وروسته له دې څخه وتلي دي، بریدونو ته زور ورکړی دی.

دا له ۲۰۲۱ کال وروسته دوهم ځل دی چې ټي ټي پي د اوربند اعلان کوي.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي جنګیالي د حملو لپاره د پاکستان له خاورې کار اخلي خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه په کلکه ردوي او وايي چې پاکستان دې د خپلو ستونزو پړه په نورو نه اچوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب