چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د هغو موټرو پر وارداتو بندیز ولګول شو چې تر...

افغانستان ته د هغو موټرو پر وارداتو بندیز ولګول شو چې تر ۲۰۰۵ مخکې جوړ شوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان د مالیې وزارت له ۲۰۰۵ کال مخکې د تولید شویو موټرو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

دغه وزارت پرون (یکشنبې) په یوه بیان کې وویل چې دغه پرېکړه د کابینې د پرېکړه لیک او د طالبانو د مشر د فرمان پر اساس شوې ده.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ د تولید شویو موټرو، چې تر دغه فرمان مخکې وارد شوي، پروسیجر به د روان کال د جولای – اګست تر میاشتې پورې بشپړ شي.

تر دې مخکې د مالیې وزارت هم په ۲۰۰۲، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د تولید شویو موټرو پر وارداتو بشپړ بندیز اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج له امله لا پسې خراب شوی دی.

په زرګونو کډوال چې ډیری یې په پاکستان او ایران کې له کلونو راهیسې استوګن دي، بیرته افغانستان ته استول کیږي چې په هیواد کې اقتصادي کړکیچ او ټولنیزه بې ثباتي زیاتوي.

د زړو موټرو د وارداتو مخنیوی له چاپیریال د ککړتیا له مخنیوي سره مرسته کوي خو متخصصان وايي، باید ټول موټر د ترافیکو د تخنیکي ټیمونو له لوری هر کال چیک شي او موټرچلوونکي اړ کړل شي چې د مضرو ګازونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د خپلو موټرو فلټرونه بدل کړي.

1 COMMENT

  1. this is good idea.some small businessman collect old cars and send that to afghanistan/very dangerous for air
    also TALIBS MUST COLLECT REKSHA FROM JALALABAD CITY,
    VERY DIRTY AIR AND VERY BAD FOR LUNGS DISEASE,
    NANGARHAR PUBLIC HEALTH ADMINISTRATION MUST ALSO PAY ATTENTION TO REKSH SMOKE.
    NANGARHAR GOVERNER MUST BRINGDOWN RIKSH A NUMBERS
    MANY DISEASE COME OUT FROM SMOKE LIKE ASTHMA/COUGH/ANEMIE EMPEZIMA AND MORE PULMONOLOGY DISEASE

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب