چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهملا متقي سره د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ټلیفوني...

ملا متقي سره د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ټلیفوني خبرې

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران تسنیم اژانس لیکلي، چې په دې خبرو کې ایراني لوري د فلسطین په قضیه کې د اسلامي هېوادونو په رول ټینګار کړی.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان پرېکړې باید افغانان د سیمې د هېوادونو په همکارۍ وکړي او له سیمې لیرې هېوادونو ته چې د ده په باور، په افغانستان کې یې ویجاړوونکی رول لرلی، په دې برخه کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړل شي.

ایراني وزیر په دې اړه پوره جزیات نه دي ورکړي، خو له داسې څرګندونو یې ډېر ځله هدف د افغانستان په قضیه کې د امریکا او نورو لویدیزو هېوادونو پر رول نیوکې دي.

ایران څه موده مخکې د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس ډلې غونډه هم جوړه کړې وه، چې د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي ورغلي وو، خو د طالبانو رژیم پکې ګډون نه و کړی.

څارونکي باور لري، چې ایران او د سیمې نور هېوادونه هڅه کوي څو طالبان له لویدیزو قدرتونو لیرې وساتي، خو دوی له ټولو ادعاوو او ژمنو سره نه دي توانیدلي چې په لږه اندازه هم د افغانستان لپاره د تمویل په برخه کې د دغو هېوادونو بدیل وګرځي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب