چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد دوحې ناستې د اجنډا احتمالي بدلون ته د طالبانو اندېښنه او...

د دوحې ناستې د اجنډا احتمالي بدلون ته د طالبانو اندېښنه او غبرګون

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم د دوحې د روانې میاشتې درېیمې ناستې ته په اشارې ویلي، چې که د دې ناستې په ورسره شریکه شوې اجنډا کې بدلون راوستل شي؛ دوی به په ناسته کې پر خپل ګډون بیا کتنه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دا خبره تر هغې وروسته کړې، چې د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په دوحې ناسته کې د دوی د پلاوي د ګډون خبر ورکړی.

د دوحې درېیمه ناسته د روانې میلادي میاشتې په پای کې ترسره کیږي.

د دې ناستې کوربه توب ملګري ملتونه کوي او د سیمې د هېوادونو په ګډون د ګڼو نړیوالو سازمانونو او د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو استازي پکې برخه اخلي.

طالبانو د دوحې دویمه ناسته له دې امله تحریم کړې وه، چې د اجنډا له یوې مهمې برخې یانې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکل کېدو پلان سره یې مخالفت ښودلی و.

ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې ناستې د چمتووالي په درشل کې پر طالبانو د بېلابېلو اغېز لرونکو هېوادونو د دیپلوماتانو او خپلو لوړپوړو استازو په وسیله طالبان د روانې میاشتې ناسته کې ګډون ته هڅولي.

معلومه نه ده، چې طالبان او ملګري ملتونه په دې اړه کوم ډول هوکړې ته رسېدلي او دوی په کومو شرایطو دوحې ناستې ته خپل پلاوی استوي.

دا هم نه ده معلومه، چې طالبان اوس په کوم دلیل د دوحې ناستې د اجنډا بدلیدو په اړه اندېښمن دي؟

مخکې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي وو، چې هېواد یې په دې شرط د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکل کېدو ملاتړ کوي، چې د کار ساحه او صلاحیتونه یې وار د مخه مشخص او تایید شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب