Homeخبرونهکابلوف: تاجکستان د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون...

کابلوف: تاجکستان د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون مخالف دی

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې تاجکستان د شانګهای سیمه ییزو همکاریو سازمان په فعالیتونو کې د افغانستان د واکمن طالباني رژیم د ګډون مخالف دی.

نوموړي هیله ښودلې، چې تاجکستان به له دغه مخالفت څخه لاس واخلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې افغانستان د شانګهای د غړو هېوادونو د سازمان په فعالیتونو کې د څارونکي هېواد په توګه برخه واخیسته.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو واکمن اسلامي امارت ویلي وو چې د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د یو څارونکي هېواد په توګه د دوی ګډون مشروع حق دی او نه ګډون یې امنیتي ګواښونو، نشه یي توکو سره د مبارزې، بشري مرستو او په افغانستان کې د زیربنايي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د نه همغږۍ سبب ګرځي.

د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د تیرې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ په قزاقستان کې جوړه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...