Homeخبرونهحامد کرزي بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

حامد کرزي بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په پیغام کې، چې پرون (یکشنبې) یې پر خپله ایکسپاڼه خپور کړی، ویلي: «که چېرې غواړو چې هېواد او خلک مو د پردو له احتياجه خلاص شي او د خپلو بچیانو پر مټ د بريا او پرمختګ لوړو درجو ته ورسېږي نو لازمي ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې نجونو او هلکانو ته د زدکړې او تعلیم زمينه برابره کړو.»

ده ټینګار کړی چې د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کوي چې د هېواد د خير او سوکالۍ لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي تر څو افغانستان له احتیاجه خلاص او د پرمختګ پر لار روان شي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو په مهال ویلي و چې دا پرېکړه یې موقتي ده او تر بلې خبرتیا پورې دې نجونې ښوونځیو ته نه ورځي خو له هغه مهاله تر زرو ډېرې ورځې واوښتې او د نړیوالو او افغانانو له غوښتنو سره سره داسي هیڅ نښه نه لیدل کېږي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د ارادې ښکارندویه وي.

1 COMMENT

  1. هبټ د کور مرتد تور پنجابي جرنیل مستعار نوم دی ، چې په افغانستان کې د وایسرا په رول کې د هغه هېواد پوځي او اداري نایب الحکومه دی . که رښتیا داسې کوم څوک وای نو :
    ځان به یې له خپلو هېوادوالو نه پټاوه .
    افغانان به یې دېته نه مجبورول ، چې خپلو هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته مهاجر شي .
    که هغه افغان وای ، نو د خپل ملت او وطن پرضد به یې داسې اقدام نه کاوو ، چې له فقر ، لوږې ، وحشت ، توهین او ډار سره به مخا مخ شي .
    اقتصاد په صفر کې ضرب شي ، بې کاري اوج ته ورسیږي
    او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره یو مخ اړیکې وشلوي . مطلق انزوا په دې معنی ده چې خپل هېواد وال او نړیوال ترې کرکه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...