چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر وايي، که ما لیري کوئ هم په اتحاد مې...

د طالبانو مشر وايي، که ما لیري کوئ هم په اتحاد مې لېرې کړئ

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۸ مه) د طالبانو د حکومت مشر هبة الله اخندزاده په کندهار کي د کوچني اختر په لمانځه کي د خپل حکومت غړو او چارواکو ته د يووالي بلنه ورکړه او ويې ويل چي که هغوی د ده لېرې کېدو ته لاس یو کړي، خوشالیږي خو اختلاف دې نه لري.

ده د خپلې وینا په یوه برخه کې، چې د ملي ټلویزیون له لارې په صوتي بڼه خپره شوه، وویل: “زه خوښ نه یم چې مسلمانان په نظام کې دننه او یا بهر په عامو او خاصو ووېشل شي.” زه نفاق نه غواړم، که یوه ورځ ته متحد شې او ما له واکه لیرې کړې، زه به ستاسو له اتحاده خوشاله شم مګر که ستاسو په منځ کې نفاق او تفرقه وي زه به خوشحاله نه شم.”

هبة الله اخوندزاده زیاته کړه:”وروڼو، په اختلاف کې ښه حکومت کېږي، که زما وروڼه یو بل ووهي او زه یې سره ښکېل کړم، خو زه دا نه غواړم، دا د فرعون پالیسي ده، دا شیطاني پالیسي ده، دا اسلامي سیاست نه دی.”

د طالبانو مشر ملاهبةالله اخوندزاده نن د کندهار په عیدګاه جومات کې د لوی اختر د لمانځه امامت وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې زرګونه کسان د کندهار په دغه جومات کې د اختر لمانځه ته راټول شوي وو.

طالبانو سږ کال له سعودي عربستان سره هممهاله اختر ونه کړ.

پرون په سعودي عربستان او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

8 COMMENTS

  1. تانده که نورنه پوهیږی خو ده معلوماتوراټولولواوخپرولو سره به یی سری کارنوی ته ولی غلت اوبی باوره معلوات خپروی داعکس ده ملا هبت الله ندی دا ده پیرسباق ده پیر بشیراحمدمدنی دی ګوګل کی یی سرچ کړه درته معلوم به شی

    • فرها سېب. زما په اند تاند بده رسنۍ نه ده، که نور هرڅه وی پښتو ژبې ته له کلونو راهسی خدمت کوی او دا خدمات ېې د هېبت الله تر پاچاهۍ په کراتو زېات دی. پاتی شوه د هېبت الله د عکس خبره چی ته ېې له نا ارامه کړی ېې خو زه بېا واېم چی تاند نو څه ملامت دی هېبت الله ېو نا لېدل شوی موجود دی چی البته هر عکس ېې د نوم سره سمون خوری. بله دا چی د هېبت الله وجود مشکوک ده، نه چا لېدلی او نه ېې چا سره خبری کړی حتی چاته خوب کی هم نه دی ورغلی نو په دی صورت کی ستاسو ګېله بی ځاېه غوندی ښکاری. اما که تاسو سره ېې دقېق عکس موجود وی او ثابتولی ېې شۍ چی شک او شبهه له منځه لاړ شی نو مهربانی وکړۍ تاند ته ېې ولېږۍ مطمېن ېم چی تاند به ېې ومنی او راتلونکی کی به ېې اصلی عکس خپور کړی.

      • الحمدالله چه داسى مجاهد او پردين مين رهبر اومشر لرو چه ټوله اسلامى نړى پرى وياړى

        • یو وخت دوستم د ناټو عسکرو ته د شهید خطاب کړي وو، او په ټولنیزو رسنیو کې په شرمو وشرمېده. اوس لکه چې، د هیبتې ځناورو وار دئ. زه نه پوهیږم چې، ته یې په انګریزي نسب ویاړي، په جهل یې ویاړي، په غلامي یې ویاړي، او که په مفعولیت یې ویاړي؟
          دا نا لیدلي انګلیس+پنجاب پدیده د هغه انګریز دسیسه ته ورته دي کوم چې، ٢٥ کاله یې د کفری عقیده په لرلو د پل خشتی مسجد امامت کړي وو.
          لومړي یې اصلیت او نسب پیدا کړه بیا پرې ویاړ کوو.

  2. د ټاند دی اوس هم کور ودان چې، د خره انځور له هیبتې سره ندي اچولي. کارونه خو یې ټول د خرو دئ.

  3. دا شی شته؟ وجود لري او که هسې سمبول دی د ګرو نانک غوندې؟ که وجود لري د څه نه پټ دی؟ بیا که وي امیر المومنین څنګه دی چې خپل ملت او حتی طالبانو ندی لیدلی او د نړۍ نور مسلمانان یې نه پیژني او نه یې مني. دا کومه ډرامه او معامله ده؟ دا خلک ولې خاموش دي چې ادم نشته بوی یې شته؟

  4. هبټ د کور مرتد تور پنجابي جرنیل مستعار نوم دی ، چې په افغانستان کې د وایسرا په رول کې د هغه هېواد پوځي او اداري نایب الحکومه دی . که رښتیا داسې کوم څوک وای نو :
    ځان به یې له خپلو هېوادوالو نه پټاوه .
    افغانان به یې دېته نه مجبورول ، چې خپلو هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته مهاجر شي .
    که هغه افغان وای ، نو د خپل ملت او وطن پرضد به یې داسې اقدام نه کاوو ، چې له فقر ، لوږې ، وحشت ، توهین او ډار سره به مخا مخ شي .
    اقتصاد په صفر کې ضرب شي ، بې کاري اوج ته ورسیږي
    او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره یو مخ اړیکې وشلوي . مطلق انزوا په دې معنی ده چې خپل هېواد وال او نړیوال ترې کرکه لري .

  5. رښتیا هم موجوده او سابقه عکسونه د یو کس ندی.
    دا لکه تیر په افغان او مسلمان مسخری دی ؛پنجاب او باداران یی وایی چي جهاد او اسلامی نظام مو غوښتو دا دی در جوړ مو کړ «نور چیشی غواړی؟» هر چیری ملا !!!!،خو کار به نه تری غواړی٬دوی به خوری او یواځی به ځان چاغوی ؛خامی او پخې غوشې پسی لیونی دی او هغه یی چي ویل ملا ته مه وایه چي راکړه ،تل دا وایه چی ملا صاحب در واخله .
    نو داسی معلومیږی چي ملا صاحب تر افسانوی ملا هم ور واړوله ځکه خوسۍ یی لکه د سامری بغارې وهی.
    دا ملا د علم او تربیت ملا ندی بلکی کار یی د نظام ړنګول ،علم سره دښمنی او په ټوله کی د انسانیت شرمول دی چي بیا څوک د جهاد او اسلام نوم وانخلی او دا قصه په اساطیرالاولین بدله شی .
    رسول الله ص فرمایلی: من اصبح و لم یهتم بأمورالمسلمین فلیس بمسلم
    د مسلمان امیر خصوصیات او کار أظهر من الشمس او تاریخ پری ډک او ځلانده دی، کار یی ټول خیر ،عدالت او خدمت وی نو هری استخباراتی ملعبې ته امیر ویل ملنډې ،مسخرې ،تحقیر او لوبې دی د اوسنی مسلمان د خرد او ځیرکتا سره .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب