Homeخبرونهجرمني افغان کډوال د ازبکستان له لارې افغانستان ته استوي

جرمني افغان کډوال د ازبکستان له لارې افغانستان ته استوي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷ مه) د جرمني شپیګل مجلې نن (یکشنبې) راپور ورکړ چې د دغه هیواد حکومت له ازبکستان سره خبرې کوي چې له طالبانو سره له مخامخ خبرو او مشورې پرته له جرمني څخه افغانستان ته د مهاجرو د ایستلو امکان برابر کړي.

مجلې د خپلو سرچینو له افشا کولو پرته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د مې میاشتې په وروستیو کې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته په دې موخه سفر کړی و.

دغه پلاوي د ازبکستان حکومت ته وړاندیز وکړ چې له جرمني څخه ایستل کېدونکي افغانان دې تاشکند ته ولېږل شي.

په راپور کې ویل شوي، له هغه ځایه دوی د کام ایر خصوصي هوايي شرکت له لارې کابل ته لېږدول کېدای شي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په سمدستي ډول د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د جون په میاشت کې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر ویلي و چې هیواد یې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر غور کوي چې امنیتي ګواښ رامنځ ته کوي.

هغې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې یوه افغان د جرمني یو پولیس وواژه او په جرمني کې د افغان کډوالو په اړه انتقادونه زیات شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...