Homeخبرونهپه کورمه کې بمې چاودنې لږترلږه ۴ تنه ووژل

په کورمه کې بمې چاودنې لږترلږه ۴ تنه ووژل

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷مه) د خیبرپښتونخوا د کورمې په قبایلي سیمه کې نن (یکشنبې) په یوه چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د ځايي اوسیدونکو په قول ویلي چې پېښه هغه مهال وشوه چې د سپرلیو د موټر په لاره کې بمي چاودنه وشوه.

شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د دوی په وینا وژل شوي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي او تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت هم په غاړه نه دی اخیستی.

د خیبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو پر اساس، په تېرو ۵ میاشتو کې په دغه ایالت کې ۲۳۷ بریدونه شوي او په لړ کې یې ۶۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸۶ نور ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...