چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهپه چارسده کې یو ۷۲ کلن له ۱۳ کلنې ماشومې سره د...

په چارسده کې یو ۷۲ کلن له ۱۳ کلنې ماشومې سره د واده په جرم ونیول شو

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷ مه) د خیبرپښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ چارواکي وايي، هغه ۷۲ کلن سړی یې نیولی چې له یوې ۱۳ کلنې ماشومې سره یې واده کړی دی.

د پولیسو په وینا، دا سړی هغه مهال ونیول شو چې د چارسدې د تنګي سیمې په زیارت کلي کې یې د نکاح له مراسمو وروسته ماسومه په ورا کې کور ته بیوله.

پولیس وايي چې هغه کس یې هم نیولی چې نکاح یې لوستې وه.

د راپورونو له مخې، ماشومه د خپل پلار له لوري د ۵ لکه روپیو په بدل کې بوډا ته ورکړل شوې وه.

د ماشومې پلار تښتېدلی خو پولیس وايي چې هڅه کوي چې ویې نیسي.

د ماشومې پلار او ۷۲ کلن زوم ته د ماشومانو د ودونو د بندیز د قانون پر اساس دوسیه جوړه شوې ده.

دیارلس کلنه ماشومه امن کور ته بیول شوې ده.

تېره میاشت په سوات کې یو ۸۰ کلن بوډا له یوې ۱۱ کلنې ماشومې سره د واده کولو په جرم نیول شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب