چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار کې د شاتو تولید زیات شوی، خو بازار نه لري

کندهار کې د شاتو تولید زیات شوی، خو بازار نه لري

تاند (جمعه، د جوزا ۱۱ مه) د کندهار د شاتو مچیو یو شمېر فارم لرونکي وایي، چې د شاتو حاصلات یې زیات شوي، خو د حاصلاتو بازار یې خراب دی.

د دوی په وینا، د حاصلاتو د زیاتولو لپاره یې زیاتې هڅې او مالي لګښتونه کړي، خو اوس یې له پایلو ناراضه دي.

دوی د طالبانو له واکمن رژیم څخه غوښتي، چې د تاوان د مخنیوي او په ګټې د کاروبار د بدلولو لپاره یې لاس په کار شي.

هغوی په بازار کې د تقلبي او ارزانه شاتو موجودیت د دوی د کاروبار پر وړاندې یو لوی خنډ یادوي او وایي که طالبان پر بازار ښه کنټرول ولري، دا ستونزه به حل شي.

د کندهار ځایي طالب چاروباکو تایید کړې، چې سږ کال د تېر په پرتله په دغه ولایت کې د شاتو تولید زیات شوی.

د کندهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو د چارواکو په اساس، تېر کال په دې ولایت کې ۳ زره او ۵۰۰ کیلو شات تولید شوي وو، خو سږ کال له ۷۲ فارمونو تر ۵۰ زرو کیلو ګرامو زیات شات ترلاسه شوي.

3 COMMENTS

  1. طالبان زنده باد، داسې اسلامي نظام یې راوستی هر څه یې ورک کړل، پیسې نشته، کار نشته سکون نشته، خلک د وچې ډوډۍ پسې ړندیږي خلک بچي خرڅوي نو شات خوړل خو لرې خبره ده. مګر طالب تش په نوم د اسلام په نوم خلک مړوي. خر طالبه حقیقي اسلام دادی او که تاسو کوم نوی دین د اسلام په نوم تعقیبوئ.

  2. که واقعا ښه شات وي ، اروپا ته یې ولېږئ . هلته مېشت افغانان به یې په خورا مینې سره واخلي .

  3. د معادنونو خرڅولو لپاره خو خرکُس ملایان ښه بازار پیدا کوی دوی ولی د خلکو په فکر کی ندی؟ د میویو لپاره سړې خونی نشته، سبزیجات ټول خوسا کیږی، د کندهار انار باندی چی پنجاب لار وتړی بیا یی یو من په پنځوس افغانی له مجبوریته خرڅوی. ستاسو ښځه غی پدی حکومت چی ټول کارونه مو چړیانو او جاهلو بیسواده ملایانو ته ورکړی. دوی سره چیری د بازار مندلو مهارت شته یوه تعلیمی طرحه یی پدی دریو کالو کی جوړه نکړه نور دوی څخه د خدمت هیله نکیږی. هر څه په خیال پلو کی دی که قوش تپی کانال دی او یا نور ـ فقط چور یی سر اچولی چی خپلی خیټې غټې کړی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب