شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهشمالي وزیرستان؛ شاخي مار کې د خلکو په پیسو د نجونو جوړ...

شمالي وزیرستان؛ شاخي مار کې د خلکو په پیسو د نجونو جوړ شوی ښوونځی سوزول شوی

تاند (جمعه، د جوزا ۱۱ مه) د پاکستان تر ولکې لاندې د شمالي وزیرستان په ګړیوم تحصیل شاخي مار سیمه کې وسله والو د نجونو هغه یوازېنی ښوونځی سوزولی، چې ځایي خلکو په چنده جوړ کړی و.

د سیمه ییزو سرچینو په حواله، دا پېښه د مې په ۲۵ مه شوې، خو اوس تازه رسنیزه شوې ده.

په سیمه کې یو شمېر فعالانو ویلي، چې یوې سیمه ییزې ټولنې دا ښوونځی د شاوخوا ۵ سوو نجونو د زده کړو لپاره جوړ کړی و.

معلومه نه ده، چې دا پېښه ولې او چا کړې، خو معمولاً د ورته پېښو تر شا د تحریک طالبان پاګستان یا ټي ټي پي د لاس لرلو ادعا کیږي.

د پاکستان واکمنان پر لر او برو پښتنو له پخوا راهیسې د نجونو زده کړو سره د مخالفت د تور پورې کولو په هڅه کې دي، خو پښتانه ملتپال بیا پاکستان د پښتنو د ځپلو او وروسته پاتې ساتلو لپاره تر هر څه مخکې له زده کړو په محروم ساتلو تورنوي.

د دوی په باور، پاکستان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته دا څو لسیزې د طالبانو په لباس کې پښتانه له سلګونو ښوونځیو محروم او بیرته پر دوی د دغه محرومیت د ملامتۍ اچولو هڅې وکړې؛ په داسې حال کې چې پښتانه نه یوازې د نجونو د زده کړو خلاف نه دي، چې د وزیرستان په شان په اقتصادي لحاظ ځپلو سیمو کې یې په خبلو چندو دې زده کړو ته  ښوونځي هم جوړ کړي وو.

له وزیرستان څخه د ډیورنډ کرښې په دې غاړه کې د طالبانو واکمن رژیم د میلیونونو افغان نجونو پر مخ له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه د بره ښوونځیو دروازې تړلي، چې پاکستاني چارواکو د دې پرېکړې تر شا د پښتنو د دودیزو توند لارو دریځونو د موجودیت ادعا کړې، هغه څه چې پښتنو په تونده رد کړي او دا ټولې هڅې یې پاکستاني اجنډاوې ګڼلې دي.

2 COMMENTS

  1. ټی ټی پی او افغان طالبان پدی یوی مدرسی کی روزل شوی. افغاان طالبان چیری د مکاتبو د حفاظت ساتونکی دی. هغوی هم د جنګ په وخت کی صرف د جنوب غرب حوزې کی تر ۱۴۱ پوری ښونځیو ته اور ورته کړ. دا کار هم پاکستانی کوی چی پښتانه په جهالت او بسیوادی کی وساتی او هم طالبان. سیاست پیژندنه ډیر سخت کار دی. هوښیار اوسې فکر مکوی چی کوندی افغان طالبان به مستقله ډله وی دوی په پاکستان کی روزل شوی، د آی اس آی څخه همدا اوس د دوی مشران تغذیه کیږی بیا بالخصوص کندهاری او د ملا هیبو کسان.

  2. دا به هم د هیبتو سوډر امر وي، دغه مرتد سي نه یې جوسه لیدلې او سومبۍ ملحد د علم او پوهې دښمن یوازي لوطي مدرسې سي لواطت پکې زده کیږي په خرپ سره مخ په وړاندي جوړیږي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب