چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهپر کابل واکمن رژیم: ۲ میلیون جریبه ځمکه مو غصبه ژغورلې

پر کابل واکمن رژیم: ۲ میلیون جریبه ځمکه مو غصبه ژغورلې

تاند (جمعه، د جوزا ۱۱ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکي وايي، تېر هجري- سپوږمیز کال کې د ځمکو له غصبه د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون له لوري په هېواد کې څه باندې ۱۸ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوې ده.

د دغه وزارت ویاند وایي، تر اوسه له دغې ۱۸ میلیونه جریبه ځمکې چې ډېری یې په جوزجان، کندهار او کندز ولایتونو کې ده، شاوخوا ۲ میلیونه جریبه یې بېرته راګرځول شوې ده.

د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي رسنیو ته وویل: « ې د ځمکو له غصبه د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون په ۱۴۴۵ هجري – سپوږمیز کال کې څه د پاسه ۱۸ میلیونه جریبه ځمکه تثبیت کړې، چې دوه میلیونه یې له غاصبانو او زورواکانو راګرځول شوې، دغه موده کې ډېره ځمکه په جوزجان، سرپل، میدان وردک، ننګرهار، کندهار او کندوز ولایتونو کې تثبیت او راګرځول شوې ده.»

سرچینې ونه ویل، چې د دغو ځمکو له تورنو غاصبانو سره څه چلند شوی یا به وشي؟

د ځمکو د غاصبانو پر وړاندې په ټوله کې د طالب چارواکو چلند ستایل شوی، خو په ځینو برخو کې خپله پر دوی هم د ځمکو د غصب او په ځانګړي ډول د پخوانیو چارواکو او  نورو شتمنو د کورونو او جایدادونو د لاندې کولو ادعاوې شوې دي.

په ځینو سیمو کې طالبان ولسي خلکو سره په دې ادعا په ناوړه چلند او ان مرګونو ډزو تورن شوي، چې ګواکې هغوی له غصب شویو سیمو او کورونو نه وځي.

4 COMMENTS

  1. دا خو ښه خبره ده، خو عامل يې ټول جنګ، ناپوهي او بدبختي دی.
    که په پيل کې جهاديان ورتښتېدلی نه وای، نو د شهيد محمد داوود خان له وخت نه تر دې دمه دا ناخوالې نه پېښېدای. له يو لوري کودتا وشوه او له بل لورې بيا زوړ دښمن ته موقع په لاس ورغله چې له ښه/بده مرغه د پردۍ جګړه راباندې په ډېر مهارت سره د خپل حقه سياسي او مشروع له امله د مذهب په نوم راوتپل شوه او په پايله مې د خپل بدن له نيمايي زياته برخه له لاسه ورکړه چې عامل يې دغه د لسيزو جنګ دی.
    سمه ده چې يو څو زره جريبه ځمکه به مو راګرځولي وي، خو څومره مو نوره بيا له لاسه ورکړه؟
    بلکې دا خپله پاتې هم مو ورکړه چې افغانستان په لوی د پنجابي جنرالانو قبضې او غلبې ته پاتې شوه. دا چې موږ يې منو او يا نه، خو افغانستان عملاً پاکستان ته ورسپارل شوی او اداره مو د بل په واک کې ده.

  2. که د محمد داؤد تر رهبری کمونیستی کودتا صورت نه وای موندلۍ نو دا ساختګی تنظیمونه او ساختګی طالبان به د پنجابی پاکستان له خوا د امریکا په ډالرو نه وای را پیدا کړۍ شوی وای او د افغان ملت په اوږو به پر له پسی به هم نه وای سپاره کړ شوی وای دا تریخ واقعیت دی او ددی واقعیت پټول د افغان ملت سره ستر خیانت دی !!!!!

  3. سهید سردار محمد داود خان سره دی الله ج ښه وکړئ. سیاست په علم په څه پوه افغانانو انتقاد په داود خان دا دي چې، بې موجبه او پرته له اړتیا روسانو او د هغوې پلیتو جاسوسانو ور نیږدي سو او د دغه نیږدي کیدو په پایله تاسو ټول خبر یاست.
    ارواښاد علامه الفت رح فرمایي:
    څه په تبه څه په لوږه څه په تیغ مري
    ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصیبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب