شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهقمي: له « همه شمول» حکومت پرته افغانستان د بلې « بن...

قمي: له « همه شمول» حکومت پرته افغانستان د بلې « بن غونډې» شرایطو ته تلی شي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې یې د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي دا ځل د خبرداري په بڼه طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې که د دوی په اصطلاح په افغانستان کې « همه شموله» حکومت جوړ نه کړي، دغه هېواد به د « بن غونډې» شرایطو ته ستون شي.

قمي په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو سره د ناستې پر مهال دا خبره کړې، چې طالبانو لا ورته غبرګون نه دی ښودلی.

ایران د طالبانو د لومړي رژیم د نسکوریدو پر مهال د هغوی په نسکورولو کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له متحدینو څخه و.

دغه هېواد د جرمني په بن ښار کې د طالبانو له نسکوریدو وروسته د افغانستان لپاره د جوړ شوي حکومت په اډانه کې د خپلو پراخو نفوذي څېرو په ځایولو وتوانیده.

ایران اوس هم د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو ته پنا او دفترونه ورکړي او د خپل دې کار ننګه کوي، خو ورسره ظاهراً طالبانو سره هم ښې اړیکې ساتي او له افغانستان څخه د اوبو ترلاسه کولو ترڅنګ د طالبانو له پراخو همکاریو برخمن دی.

څارونکي باور لري، چې د ګاونډیانو په ګډون هیڅ کوم هېواد د افغانستان له هیڅ رژیم او د رژیمونو مخالفانو سره دایمي دوستي – دښمني نه لري او اوس خو په روښانه له دواړو خواوو پر یو بل د فشار اچولو او ورڅخه د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره اخلي.

طالبانو مخکې ادعا کړې، چې د  دوی رژیم « ټول شموله» او د ټول افغانستان استازی دی او په دې اړه د چا مشورې نه مني او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ګڼي.

عام افغانان بیا باور لري، چې د بهرنیانو له غوښتنو پرته باید طالبان د واک انحصار او بې قانوني هر څومره ژر پای ته ورسوي او د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه ورکړي کنه، نه یې د رژیم ثبات او دوام ممکن دی او نه به یې د سرزورۍ پایلې افغانستان ته ښې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب