شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهمطیع الله ویسا له ډنمارک څخه د غوره تعلیمي فعالیتونو یوه جایزه...

مطیع الله ویسا له ډنمارک څخه د غوره تعلیمي فعالیتونو یوه جایزه وګټله

تاند (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) په ډنمارک کې دانش افغان بنسټ او ډنمارک مېشتو افغانانو مشهور تعلیمي فعال مطیع الله ویسا ته، چې طالبانو د همدې هڅو له امله څو میاشتې زنداني کړی و، د غوره فعالیتونو په درناوي جایزه اعلان کړه.

دغو سرچینو ویلي، چې ویسا ته یې د ۲۰۲۴ م کال د اکشن ایوارډ (Action Award) او نقدي جایزه اعلان کړې

ویسا ته د یادې جایزې د اعلان غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم برخه اخیستې وه.

بنیت، له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ماشومانو د تعلیم د ودې لپاره د مطیع الله ویسا فعالیتونه وستایل.

د بخښنې نړېوال سازمان هم له خپله اړخه مطيع الله ويسا ته يو ستاينليک ورکړ، چې وروسته به وروسپارل شي.

د مطيع الله ويسا ورور عطاء الله ويسا په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې په انلاين ډول حضور درلود او له دې بنسټونو یې مننه وکړه.

مطیع الله ویسا په بند کې د ۲۱۵ ورځو له تېرولو وروسته د تېر لمریز کال د لړم يا عقرب پر څلورمه د طالبانو له بنده خوشې شو.

طالبانو پر هغه سربېره د زده کړو او بشري حقونو یو شمېر نور فعالان هم بندیان کړي، چې ځینې لا هم زندان کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب