چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+د انسان په مازغو کې هغه برخه کشف شوه چې لارې مومي

د انسان په مازغو کې هغه برخه کشف شوه چې لارې مومي

تاند- له یوې مودې راهیسي ځینې څېړونکي په دې اندېښڼه ښيي چې ټکنالوژي نه یوازې له جسمي نظره بلکې له ذهني پلوه هم د انسان د تنبل کېدو سبب کېږي. دوی د مثال په توګه وايي، کله چې ځیرک موبایل ټېلفونونه نه وو، خلکو به ډېرې ټیلفون شمېرې ذهن ته سپارلې خو اوس یې اتکا پر خپل ټېلفون ده.  همداراز کله چې (جي پي ایس) یا نیوي ګېټر نه و، خلکو په تېره بیا موټر چلوونکو به لارې ذهن ته سپارلې خو اوس پر هغه لاره چې ممکن څو ځلي تللي وي، بې جي پي ایسه یې موندلی نه شي.

خو له دې سره سره د بریتانیا د برمنګهم پوهنتون او د جرمني د مونشن د لودویګ ماکسیمیلیان پوهنتون څېړونکي وايي چې د مصنوعي ذهانت په مرسته په یوه نوې څېړنه کې بریالي شوي چې د انسان په مازغو کې هغه برخه ومومي چې له انسانانو سره د ځایونو او ادرسونو په پېژندلو کې مرسته کوي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د انسان د مازغو دا برخه، چې د قطب نما کار ورکوي، انسان ته ښيي چې په نوې لار روان دی.

کله چې خپله لار بدلوي، ورته څرګندېږي چې په نوې لار روان دی.

د دې څېړنې لیکوال او د برمنګهم پوهنتون استاد بنجامین ګریفیت وايي، دوی دا عصبي قطب نما یو مغزي سیګنال ګڼي. دا سیګنالونه د ماغزو په مختلفو برخو کې د لارې یا مسیر په موندلو کې فعالیږي، او مازغو ته د لارې په اړه معلومات ورکوي.

څېړونکي وايي چې د انسان د مازغو نوي ګېټر تل تیارسی وي خو سیګنالونه یې مخکې تر دې چې حرکت وکړي، فعالیت پیلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب