چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد خواف- هرات د ریللارې د څلورمې برخې د جوړولو کار پیل...

د خواف- هرات د ریللارې د څلورمې برخې د جوړولو کار پیل شو

تاند (یکشنبه، د حوزا ۶ مه) د خواف – هرات د ریللارې (ریل پټلۍ)، چې افغانستان له ایران سره نښلوي، د څلورمې برخې د دویم فاز د جوړولو کار پیل شو.

دا برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې له رباط پریان څخه د هرات تر نړیوال هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټي پورې رسیږي.

دا ریللار به د 53 ملیون ډالرو په لګښت او په نژدې دوو کلونو کې جوړه شي.د دې پروژې تړون د حمل په نهمه (د مارچ ۲۸) کې د افغانستان د اورګاډي ادارې او ګاما ګروپ ترمنځ لاسلیک شو.

د دې برخې په بشپړیدو سره به د خواف – هرات د سیمه ییز اتصال پروژه د ایران له مهمو بندرونو سره وصل شي او د ترکیې د اورګاډي شبکې له لارې به اروپا ته تګ راتګ اسانه کړي.

تمه ده چې په راتلونکې کې دا ریللار فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو ته هم وغځول شي.

ایران مخکې لېوالتیا ښوولې وه چې دا ریللار له تاجکستان سره وصلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب